آسیايي لوبو کې د افغان ورزشکارانو ګډون
دلو 24, 1403 13:00 Asia/Kabul
د افغانستان د رزمي لوبو فدراسیون چارواکي وايي چې د هیواد څو ټیمونو په آسیایي سیالیو کې برخه اخیستې ده.
دا سیالۍ د "او-سپورټ" په نوم د ایران په کوربه توب سره په لاره اچول شوې او د دولسو هیوادونو ټیمونو پکې برخه اخیستې ده.دا سیالۍ له نن چهارشنبې څخه تر سبا پنجشنبې پورې ترسره کېږي، او افغانستان څخه دوه ویشت لوبغاړو په مختلفو عمرونو او وزن ګروپونو کې برخه اخیستې .د دې ټیمونو د یوې برخې په توګه، د افغانستان رزمي لوبو فدراسیون څلور کسیز پلاوي هم په دې سیالیو کې برخه اخیستې ده.