-
د ایران ملت پر یوالي د انقلاب رهبر ټینګار
دلو 29, 1403 13:10د ایران د اسلامي انقلاب رهبر د خپل هیواد یوې ولسي غونډې ته وویل چې د اسلامي جمهوریت په وړاندې د استکبار د غوسې لامل د ایران د ملت استقامت او مقاومت دی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
دلو 28, 1403 13:29د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د ایران آسیايي لوبو کې د افغان لوبغاړو لخوا د ۲۷ مډالونو ګټل
دلو 28, 1403 13:28د افغانستان رزمي لوبو فدراسیون لوبغاړو په ایران کې د دې برخې آسیايي سیالیو کې اووه ویشت مډالونه وګټل او دوهم مقام یې ترلاسه کړ.
-
د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د کرکټ تمریناتي لوبه
دلو 28, 1403 13:27د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن په پاکستان کې د اتلانو جام سیالیو لوبو په درشل کې دویمه تمریني لوبه د نیوزیلنډ له ملي لوبډلې سره روانه ده
-
المان کې د یو افغان له خوا موټر برید کې ۲ کسان ووژل شول
دلو 28, 1403 13:26یوه اووه دیرش کلنه مور او د هغې دوه کلنه لور د هغو سختو ټپونو له امله ساه ورکړه، چې د پنجشنبې په ورځ په آلمان کې د یو افغان له خوا د موټر په وسیله له ګڼو نورو کسانو سره ټپیان شوي وو.
-
هند کې د ګڼه ګوڼې له کبله د ۱۸ کسانو مړینه
دلو 28, 1403 13:25د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د اورګاډي په یوه تم ځای کې د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه اتلس کسان وژل شوي او شاوخوا لس نور ټپیان دي.
-
د اوربند دویم پړاو خبرو اترو پیل لپاره هڅې
دلو 28, 1403 13:24په غزه کې د اوربند تړون د لومړي پړاو له پای ته رسېدو سره، منځګړو پر صهیونیستي رژیم فشار زیات کړی ترڅو د اوربند د تړون د دوهم پړاو په اړه خبرې اترې پیل کړي. له بلې خوا، په لویدیځه غاړه کې د صهیونیستانو پراخ بریدونه دوام لري.
-
سیمه کې د هند سمندر پر اهمیت د عراقچي ټینګار
دلو 28, 1403 13:23د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، چې د هند سمندر څنډې په کنفرانس کې د ګډون لپاره عمان ته تللی وو په خپله وینا کې وویل چې سیمه ییزه همکاري د ګډ پرمختګ کیلي ده.
-
د رسنیو په مرکز کې د برښنا رئیس خبري کنفرانس
دلو 28, 1403 13:23د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې په تېرو پنځو میاشتو کې توانیدلي چې په ټول هېواد کې د یو اعشاریه پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت د برېښنا رسولو بېلابېلې پروژې بشپړې کړي.
-
جدې میاشت کې د صادراتو کچې ۲۸ سلنه کموالی
دلو 28, 1403 13:21د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اعلان وکړ چې د افغانستان صادرات تیره میاشت اته ویشت میلیونه ډالر کم شوي دي. د کرنې او مالدارۍ خونې د صادراتو کمښت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې شته ننګونې وبللې او د بدیلو لارو په جوړولو یې ټینګار وکړ.