سیمه کې د هند سمندر پر اهمیت د عراقچي ټینګار
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، چې د هند سمندر څنډې په کنفرانس کې د ګډون لپاره عمان ته تللی وو په خپله وینا کې وویل چې سیمه ییزه همکاري د ګډ پرمختګ کیلي ده.
عراقچي وويل چې ايران د هند سمندر د څنډې ټولنې او د دې سازمان د سمندري سرمشريزې په ګډون سره په سيمه کې د څو اړخيزتوب او اقتصادي او امنيتي همکارۍ په اړه پر خپلې ژمنې ټينګار کوي.خو، په عین حال کې، ځینې بهرنۍ سیمه ییزې قواوې هڅه کوي چې په سیمه کې له سیاسي، اقتصادي او امنیتي تشو څخه ګټه پورته کړي او د سیمې د هیوادونو ترمنځ طبیعي همکارۍ اغیزمنې کړي.هغه وویل چې موږ نشو کولی د نړیوالو قدرتونو جیوپولیتیک سیالیو ته اجازه ورکړو چې د دې سیمې راتلونکی وټاکي.د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سمندري امنیت په اړه هم ټینګار وکړ او وویل چې سمندري امنیت باید د سیمې د نورو هېوادونو د فشار یا نفوذ وسیله نه وي، بلکې باید د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پایله وي.