د ایران ملت پر یوالي د انقلاب رهبر ټینګار
دلو 29, 1403 13:10 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي انقلاب رهبر د خپل هیواد یوې ولسي غونډې ته وویل چې د اسلامي جمهوریت په وړاندې د استکبار د غوسې لامل د ایران د ملت استقامت او مقاومت دی.
هغه ټینګار وکړ چې ایران نن ورځ د دښمن ټولو ګواښونو پر وړاندې پوره تابیاوې لري او هیڅ ډول اندېښنه نلري او له ګواښونو سره زموږ مقابله په لوړه کچه کې دهنوموړي زیاته کړه اسلامي انقلاب توانیدلی چې ځان د یو خپلواک هویت او د سیمې او حتی له هغې هاخوا د ملتونو لپاره د یوې لویې او امید لرونکې اډې په توګه وساتي.د انقلاب رهبر وویل چې سافټویري ګواښ د عامه افکارو ماتول دي او دا موضوع د ایران د ملت او حکومت ترمنځ د اختلاف او شک د رامینځته کولو په هدف ترسره کیږي.هغه په دوام کې وویل چې د خدای په فضل سره، د ایران دښمنان تر نن ورځې پورې بریالي شوي نه دي، او د دښمن وسوسه زموږ د خلکو زړونه نه دي لړزولي.