-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حوت 02, 1403 14:19د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د نړیوالې جنایي محکمې د پریکړې په اړه د سرپرست حکومت غبرګون
حوت 02, 1403 14:17د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو د د حکم له صادرولووروسته،سرپرست حکومت یوه خپرپاڼه خپره کړه او ویې ویل چې د روم اساسنامه نه پیژني او ځان د نړیوالې جنایي محکمې د پریکړو پابند نه ګڼي
-
د څلورو صهیونیسټي بندیانو جسدونه سره صلیب سپارل
حوت 02, 1403 14:15په غزې تړانګه کې د اوربند د تړون په چوکاټ کې د بندیانو د تبادلې پروسې ته دوام ورکولو سره، د فلسطین مقاومت ډلو نن د څلورو صهیونیسټي بندیانو جسدونه چې د اشغالګرو په بمبارۍ کې وژل شوي وو، سره صلیب ته وسپارل. په ورته وخت کې، د حماس غورځنګ هم ټینګار کړی چې له غزې څخه د اسراییلي بندیانو د بیرته ستنیدو یوازینۍ لاره د فلسطیني مقاومت سره د بندیانو د تبادلې تړون په بشپړ ډول پلي کول دي
-
د ایران د اسلامي انقلاب له رهبر سره د قطر د امیر لیدنه
حوت 02, 1403 14:12د قطر امیر شیخ تمیم آل ثاني د ایران له ولسمشر سره له لیدنې وروسته د ایران د اسلامي انقلاب له رهبر ایت الله خامنه ای سره هم وکتل او خبرې اترې یې وکړې. د ایران د اسلامي انقلاب رهبر هیله څرګنده کړه چې په تهران کې شوي تړونونه به دواړو هېوادونو ته ګټه ورسوي او دواړه خواوې به وکولی شي چې خپل ګاونډیتوبي دندې تر بل هر وخت زیاتې ترسره کړي
-
د کرکټ د اتلانو جام سیالیو ترسره کول
حوت 02, 1403 14:10هند او بنګله دېش نن په چمپینز ټرافي کې له یو بل سره مخ شي
-
د تکواندو ملي لوبډله د آسیا په پرانیستو سیالیو دوام
حوت 02, 1403 14:08د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د اسیا په پرانیستو سیالیو کې د برونزو دوه نور مډالونه وګټل
-
په افغانستان کې د چاودیدونکو توکو د ککړتیا په اړه اندیښنه
حوت 02, 1403 14:06سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د ماینونو او له جګړې د پاتې چاودیدونکو توکو له امله د ککړتیا لوړه کچه لري
-
د افغانستان لپاره د ویانا پنځم پړاو ناستې پای
حوت 02, 1403 14:02د ډیموکراټیک افغانستان لپاره د ویانا پروسې پنځم پړاو د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره پای ته ورسېده
-
د عدلیې وزارت د سرپرست د استعفا ردېدل
حوت 02, 1403 14:01د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي استعفا ورکړې ده.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حوت 01, 1403 14:03د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه