د افغانستان لپاره د ویانا پنځم پړاو ناستې پای
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41000-د_افغانستان_لپاره_د_ویانا_پنځم_پړاو_ناستې_پای
د ډیموکراټیک افغانستان لپاره د ویانا پروسې پنځم پړاو د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره پای ته ورسېده
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 02, 1403 14:02 Asia/Kabul
  • د افغانستان لپاره د ویانا پنځم پړاو ناستې پای

د ډیموکراټیک افغانستان لپاره د ویانا پروسې پنځم پړاو د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره پای ته ورسېده

په دغه وروستۍ خپره کړې خپرپاڼه کې، ګډونوالو په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په افغانستان کې د انتقالي حکومت په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي. په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان لپاره د یوې نوې لارې د جوړولو لپاره یوه بامقصده او عملي تګلاره غوره کړي.ګډونوالو دا هم وویل چې د افغانستان خلک او نړۍ باید په بیړني ډول د هیواد د وضعیت په اړه خپل چلند له سره غور وکړي او د اوسني بحران د حل لپاره په ګډه عمل وکړي.دا غونډه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په ویانا کې د طالبانو ضد یو شمېر سیاسي شخصیتونو او د افغانستان د مدني ټولنې فعالینو په ګډون جوړه شوه، چې کوربه توب یې د اتریش د نړیوالو مطالعاتو انسټیټیوټ کوي.