د څلورو صهیونیسټي بندیانو جسدونه سره صلیب سپارل
حوت 02, 1403 14:15 Asia/Kabul
په غزې تړانګه کې د اوربند د تړون په چوکاټ کې د بندیانو د تبادلې پروسې ته دوام ورکولو سره، د فلسطین مقاومت ډلو نن د څلورو صهیونیسټي بندیانو جسدونه چې د اشغالګرو په بمبارۍ کې وژل شوي وو، سره صلیب ته وسپارل. په ورته وخت کې، د حماس غورځنګ هم ټینګار کړی چې له غزې څخه د اسراییلي بندیانو د بیرته ستنیدو یوازینۍ لاره د فلسطیني مقاومت سره د بندیانو د تبادلې تړون په بشپړ ډول پلي کول دي