د خبر برخه
-
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت
قوس 19, 1404 17:08د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا دوه ملیارد ډالرو ته رسیدلی دی.
-
د ایران ولسمشر قزاقستان ته خپل سفر څخه مخکې وویل
قوس 19, 1404 17:07د ایران ولسمشر قزاقستان ته خپل سفر څخه مخکې وویل چې دا سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي، صنعتي، کانونو او کلتوري اړیکو د ژورولو لپاره یو ښه فرصت دی.
-
د صهیونیستي پوځیانو لخوا درې فلسطینیان وهل شوي
قوس 19, 1404 17:06فلسطیني سرچینو راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم ځواکونو تیره شپه د قدس په شمال لویدیځ کې درې تنه تازه خوشې شوي فلسطیني بندیان سخت وهلي دي. په ورته وخت کې د آنروا ویاند د غزې وضعیت د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې بې ساري وباله.
-
صهیونیستي چارواکي په سوریه د برید ټینګار لري
قوس 19, 1404 17:04په داسې حال کې چې د سوریې پر خاوره صهیونیستي رژیم یرغل دوام لري، د صهیونیسټانو د کابینې یو وزیر په نږدې راتلونکي کې سوریې سره د جګړې خبر ورکړی دی.
-
خیبرپښتونخوا کې د امنیتي تدابیرو زیاتوالی
قوس 19, 1404 17:03د خیبر پښتونخوا ایالت چارواکو د دې ولایت په مختلفو سیمو کې د امنیتي تدابیرو د ټینګولو اعلان کړی دی.
-
د افغانستان اړوند د ملګرو ملتونو غونډه
قوس 19, 1404 17:02د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن چهارشنبه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې سره په سمون کې د افغانستان په اړه یوه غونډه وکړي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 18, 1404 17:17د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د جاپان شمال ختیځ کې زورور ځمکرېږد
قوس 18, 1404 17:16پرون ماښام د جاپان شمال ختیځ ساحل ته نږدې اووه اعشاریه پنځه درجې زلزله وشوه.
-
امریکا کې د افغان کډوالو د نیولو زیاتوالی
قوس 18, 1404 17:12په افغانستان کې د سي آی اې د یوه پخواني همکار له خوا د امریکا د ملي ګارد په دوو غړو د ډزو وروسته د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د تطبیق ادارې د افغانانو د نیولو یوه نوې څپه پیل کړې ده.
-
د صهیونیستي رژیم لخوا په غزه کې د اوربند نقض
قوس 18, 1404 17:11په غزه کې د اوربند د سرغړونې په دوام صهیونیستي رژیم په شمالي او مرکزي غزه کې د فلسطیني کډوالو په کمپ برید وکړ،چې په پایله کې یې یوه فلسطینۍ ښځه په شهادت رسېدلې او شپږ نور ټپیان شوي دي. د فلسطین د حکومت د معلوماتو دفتر وايي چې په غزه کې د اوربند د تړون له شپیتو ورځو وروسته، صهیونیستي رژیم په دې موده کې له اوو سوو څخه زیات ځله له تړون څخه سرغړونه کړې ده.