د اوراسیا اقتصادي غونډې ته د پزشکیان پيغام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i48672-د_اوراسیا_اقتصادي_غونډې_ته_د_پزشکیان_پيغام
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون ماښام د اوراسیا اقتصادي ټولنې د عالي شورا غونډې ته پیغام واستاوه.
(last modified 2025-12-22T08:48:28+00:00 )
جدی 01, 1404 13:17 Asia/Kabul
  • د اوراسیا اقتصادي غونډې ته د پزشکیان پيغام

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون ماښام د اوراسیا اقتصادي ټولنې د عالي شورا غونډې ته پیغام واستاوه.

هغه وویل چې د تهران او د دې اتحادیې د غړو هیوادونو ترمنځ همکاري په سیمه کې د ځواک او ملي حاکمیت د پیاوړتیا لپاره اوږدمهاله ستراتیژي ده.د ایران ولسمشر وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت او د اوراسیا اقتصادي اتحادیې د غړو هیوادونو ترمنځ د آزادې سوداګرۍ تړون پلي کول د دوه زره پنځه ویشتم کال د مې میاشت راهیسې د سږ کال ترټولو مهمه لاسته راوړنه ده.د ښاغلي پزشکیان پیغام په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي لخوا ولوستل شو، چې د اوراسیا اقتصادي ټولنې د عالي شورا په غونډه کې یې ګډون کړی و.دا غونډه د روسیې، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان ولسمشرانو او د ارمنستان د لومړي وزیر په شتون کې په روسیه کې ترسره شوه.