د خبر برخه
-
افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز خبرداری
قوس 18, 1404 17:10د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر او د پوځ لوی درستیز عاصم منیرخبرداری ورکړی چې سرپرست حکومت باید له اسلام اباد سره د اړیکو د ساتلو او د پاکستاني طالبانو د ملاتړ ترمنځ یو انتخاب کړي. منیر دا بیان کابل ته یو څرګند پیغام وباله.
-
د پاکستان پر ځای د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې
قوس 18, 1404 17:09د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي چې افغانستان د توکو په وارداتو او صادراتو کې له پاکستان څخه خلاص شوی دی.
-
قزاقستان سره د همکارۍ پر پراختیا د سرپرست حکومت ټینګار
قوس 18, 1404 17:08د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د قزاقستان له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
-
د ایران آزاد پوهنتون مشر سره د لوړو زده کړو وزیر لیدنه
قوس 18, 1404 16:31د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د ایران د آزاد اسلامي پوهنتون د مشر علي اکبر ولایتي سره په لیدنه کې له ایران سره د علمي همکارۍ د پراخولو غوښتنه وکړه. ندیم د ایران د لوړو زده کړو له وزیر حسین سیمایی صراف سره هم وکتل. سیمایی صراف د غونډې په جریان کې د نجونو د زده کړې په اړه د دوامداره محدودیتونو د ټولنیزو پایلو په اړه خبرداری ورکړ.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 17, 1404 17:10د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
تهران کې د ایران تحصیلي چارواکو سره د ندیم لیدنه
قوس 17, 1404 17:07د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د المصطفی نړیوال پوهنتون او قم مدرسې څخه لیدنه وکړه.
-
د افغانستان اړوند د «دوحې فورم»غونډه
قوس 17, 1404 17:06د دوه زره پنځه ویشتم دوحې فورم په دویمه ورځ "د سیمه ییز اتصال له لارې د افغانستان پرمختګ " پر مسلې بحث وشو او د قطر، ازبیکستان او سرپرست حکومت استازو په افغانستان کې وروستي بدلونونه وڅیړل.
-
لویدیځه غاړه کې د یوه فلسطیني ځوان شهادت
قوس 17, 1404 17:05لویدیځه غاړه کې فلسطیني رسنیو د سیمې په شمال کې د صهیونیسټي ځواکونو په ډزو کې د یو نولس کلن فلسطیني ځوان د شهادت خبر ورکړی دی. په ورته وخت کې حماس اسلامي غورځنګ وايي چې صهیونیستي رژیم سره د اوربند دوهم پړاو پلي کولو ته چمتو دی.
-
باکو کې د عراقچي او علیاوف لیدنه
قوس 17, 1404 17:04د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن سهار په باکو کې د اذربایجان جمهوریت له ولسمشر الهام علياف سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
-
د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پراختیا
قوس 17, 1404 17:02د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال د ایران او افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او وویل چې د ایران د کورنیو چارو وزارت باید د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د پانګوالو لپاره یو جامع پروګرام چمتو کړي.