-
ایران سره د اړیکو پر پياوړتیا د مجاهد ټینګار
حوت 19, 1403 13:18د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې کابل له تهران سره لا زیاته همکاري غواړي. مجاهد وویل چې ایران د افغانستان لپاره یو مهم هیواد دی خو امریکا یو اشغالګر دی چې شل کاله یې افغانستان ته زیان رسولی دی.
-
د انقلاب رهبر سره د ایراني چارواکو لیدنه
حوت 19, 1403 13:17د ایران د اسلامي انقلاب رهبر ایت الله خامنه ای د روژې په میاشت کې د دغه هیواد له چارواکو سره په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې د ځینو زورورو حکومتونو ټینګار د ستونزو د حل لپاره نه دی بلکې د خپلو تمو د تسلط او تحمیلولو لپاره دی، او د ایران اسلامي جمهوریت به هیڅکله د دوی تمې ونه مني.
-
عمان ته د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزیر لومړنی سفر
حوت 19, 1403 13:16د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت عمان ته د امیر خان متقي د سفر خبر ورکړی
-
تورخم کې د شخړو له امله د ۸۰۰ کورنیو بې ځایه کیدل
حوت 19, 1403 13:15ننګرهار ولایت کې چارواکي وايي چې د تورخم په پوله کې له پاکستاني ځواکونو سره وسله والو نښتو شاوخوا اته سوه کورنۍ بې ځایه کړې دي.
-
د مذاکراتو د دوام لپاره د حماس ۳ مهم شرطونه
حوت 19, 1403 13:14د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم اعلان وکړ چې د اوربند د دوهم پړاو د پیل لپاره له منځګړو سره خبرې اترې روانې دي.
-
د سوریې په سواحلو کې د شاوخوا زر کسانو وژل کیدل
حوت 19, 1403 13:13د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې د سوریې د نوي دولت ځواکونو لخوا د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې یو زر او اتلس کسان وژل شوي دي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حوت 18, 1403 13:05د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
غزه کې د شخړو پر حل د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټينګار
حوت 18, 1403 13:03د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي د اسلامي همکاریو سازمان په ځانګړې غونډه کې د ګډون په ترڅ کې وویل چې مسلمان هیوادونه باید په صهیونیستي رژیم د فشار اچولو او په غزه کې د جنایتونو د مخنیوي لپاره پر صهیونیستي رژیم اقتصادي بندیزونه ولګوي.
-
د سوریې ناوړه وضعیت ته د ایران غبرګون
حوت 18, 1403 13:02د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د سوریې اوسنی وضعیت ډیر د اندیښنې وړ دی او د دغه هیواد سرپرست حکومت دنده لري چې د سوریې د ټولو خلکو امنیت تامین کړي.
-
صهیونیستانو ته د یمن انصارالله غورځنګ خبرداری
حوت 18, 1403 13:01د یمن د انصارالله غورځنګ خبرداری ورکړی چې که صهیونیستي رژیم په غزه کې د جګړې د پیل لپاره کوم اقدام وکړي د دوی سوداګریز بندرونه او ښارونه چې په نیول شویو سیمو کې دي پرې پوځي عملیات وکړي