ایران سره د اړیکو پر پياوړتیا د مجاهد ټینګار
حوت 19, 1403 13:18 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې کابل له تهران سره لا زیاته همکاري غواړي. مجاهد وویل چې ایران د افغانستان لپاره یو مهم هیواد دی خو امریکا یو اشغالګر دی چې شل کاله یې افغانستان ته زیان رسولی دی.