د مذاکراتو د دوام لپاره د حماس ۳ مهم شرطونه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41496-د_مذاکراتو_د_دوام_لپاره_د_حماس_۳_مهم_شرطونه
د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم اعلان وکړ چې د اوربند د دوهم پړاو د پیل لپاره له منځګړو سره خبرې اترې روانې دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 19, 1403 13:14 Asia/Kabul
  • د مذاکراتو د دوام لپاره د حماس ۳ مهم شرطونه

د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم اعلان وکړ چې د اوربند د دوهم پړاو د پیل لپاره له منځګړو سره خبرې اترې روانې دي.

د حماس ویاند په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې حماس د خبرو اترو لپاره درې اساسي شرطونه وړاندې کړي دي: يعنې د بنديانو د تبادلې د تړون پلي کول، له غزې تړانګې څخه د صهيونستي اشغالګرو ځواکونو بشپړ وتل، او د جګړې د بيا نه پيلولو لپاره د دغه رژيم ژمنه.د حماس ویاند زیاته کړه چې په خبرو اترو کې پرمختګ د منځګړو سره د چلند په برخه کې د صهیونیستي لوري په جديت پورې اړه لري.په دې اړه د حماس یو لوړ پوړي مشر محمود مرداوي هم وویل چې د منځګړو لخوا د پیغامونو ترلاسه کولو په اړه خپاره شوي راپورونه چې ښیي حماس په غزه کې لنډمهاله اوربند منلی دی په بشپړ ډول دروغ دي.هغه ټینګار وکړ چې موږ د اوربند تړون ته لکه څنګه چې لاسلیک شوی ژمن یو او خپل دریځ به بدل نه کړو.