-
د ډونالډ ټرامپ ادعاوو ته غبرګونونه
حوت 23, 1403 14:11په افغانستان کې د وسلو د بیرته ستنولو په اړه د امریکا ادعا په داسې وخت کې مطرح کېږي چې ډیری افغان چارواکي او پخواني پوځيان وايي چې امریکا نه یوازې دا وسلې بیرته نشي اخیستلی بلکې باید د خپلو جنایتونو له امله افغانانو ته جنګي تاوان ورکړي
-
د برمته شویو د خوشې کولو عملیاتو پای
حوت 23, 1403 14:10پاکستاني چارواکو د جعفر ایکسپریس مسافر وړونکي اورګاډي د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د عملیاتو د پای اعلان وکړ او ادعا یې وکړه چې بریدګرو دا برید په افغانستان کې پلان کړی و.
-
د صهیونیستانو پر جنایتونو د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار
حوت 23, 1403 14:09د خوړو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورچي وايي چې صهیونیستي رژیم د فلسطین د بشري مرستو څخه په محرومولو سره د انسانیت پر وړاندې جرم کړی دی.
-
د پاکستاني استازي څرګندونو ته د کابل غبرګون
حوت 23, 1403 14:08د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې یو شمیر هیوادونو د افغانستان په وړاندې یوه پیچلې پالیسي غوره کړې ده.
-
د پنجشیر په کانونو کې پانګونې ته لیوالتیا
حوت 23, 1403 14:07د پنجشیر والي محمد آغا حکیم ویلي دي چې بهرنیو سوداګرو د دې ولایت د زمردو د پیر او پلور په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
-
د تورخم لارې پرانستلو لپاره د قومي جرګې نه ترسره کیدل
حوت 23, 1403 14:06له تورخم څخه راپورونه وايې چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو سوداګرو او قومي مشرانو پرون د دوهمې پرله پسې ورځې لپاره په تورخم کې غونډه وکړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حوت 22, 1403 14:26د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
افغانستان سره د ایرلنډ کرکټ ملي ټیم لوبې لغوه کیدل
حوت 22, 1403 14:25د ایرلنډ کریکټ بورد اعلان کړی چې د مالي ستونزو له کبله یې له افغانستان سره د سږکال پلان شوې سیلالۍ لغو کړې دي.
-
د ټرامپ له تازه قانون وروسته د کډوالو نامعلوم برخلیک
حوت 22, 1403 14:25وروسته له هغه چې امریکا ته د افغان وګړو پر سفر محدودیتونه ولګول شول په پاکستان، قطر او نورو هیوادونو کې زرګونه کډوال د خپل برخلیک ټاکلو ته په تمه دي
-
د صهیونیستانو لخوا په سوریه کې د ځینو سیمو اشغال
حوت 22, 1403 14:24صهیونیستي پوځ د سوریې په جنوب لویدیځ کې په قنییطره ولایت کې نوې سیمې نیولي دي. تېره ورځ د صهیونیستي رژیم دفاع وزیر جبل الشیخ سیمې ته د سفر پر مهال ومنله چې د دوی پوځ به د سوریې په خاوره کې نامحدود شتون ولري.