د ټرامپ له تازه قانون وروسته د کډوالو نامعلوم برخلیک
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41606-د_ټرامپ_له_تازه_قانون_وروسته_د_کډوالو_نامعلوم_برخلیک
وروسته له هغه چې امریکا ته د افغان وګړو پر سفر محدودیتونه ولګول شول په پاکستان، قطر او نورو هیوادونو کې زرګونه کډوال د خپل برخلیک ټاکلو ته په تمه دي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 22, 1403 14:25 Asia/Kabul
  • د ټرامپ له تازه قانون وروسته د کډوالو نامعلوم برخلیک

وروسته له هغه چې امریکا ته د افغان وګړو پر سفر محدودیتونه ولګول شول په پاکستان، قطر او نورو هیوادونو کې زرګونه کډوال د خپل برخلیک ټاکلو ته په تمه دي

دا په داسې حال کې ده چې د دې خلکو یو شمیر ته حتی متحده ایالاتو ته د سفر لپاره د الوتکې ټکټونه ورکړل شوي وو چې د ډونالډ ټرمپ نوي قانون د دوی وضعیت نور هم ستونزمن کړ.دا خلک د هغو کسانو په ډله کې وو چې په دوه زره یوویشتم کال کې د امریکايي الوتکو په واسطه له افغانستان څخه ایستل شوي وو او په مختلفو هیوادونو کې میشت شوي وو.مخکې له دې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په متحده ایالاتو کې د کډوالو منل په پراخه کچه کم کړل او همدارنګه د دې هیواد بهرنۍ مرستې هم کمې شوې په دې بهیر کې افغان کډوال هم شامل شوي دي.