-
د ځینو مسلو پر سر د کابل او نوي دهلي سلامشورې
حوت 22, 1403 14:23په ملګرو ملتونو کې د هند سفیر د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې دهلي د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او په ګڼو مسلو یې د دې هیواد له سرپرست حکومت سره مشوره کړې دي
-
د بلوڅ یاغیانو له منګولو د ۱۵۰ یرغملو خوشې کیدل
حوت 22, 1403 14:22پاکستاني رسنۍ د امنیتي چارواکو په حواله وايي چې دوی تر اوسه پورې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو ځواکونو له خوا د یرغمل شويو نږدې یوسل او پنځوس کسانو په خوشې کولو کې بریالي شوي دي.
-
افغانستان کې د ثبات په برخه کې د ایران همکاري
حوت 22, 1403 14:21د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي دي چې هیواد یې د افغانستان د امنیت د ډاډمنولو لپاره سرپرست حکومت سره همکارۍ ته چمتو دی.
-
د ۲۰۲۵ کال سمندري امنیت کمربند تمرینونه
حوت 22, 1403 14:20د دوه زره پنځه ویشتم کال د سمندري امنیت کمربند اووم پړاو تمرینات د ایران، روسیې او چین د سمندري بیړیو او د اذربایجان، سویلي افریقا، عمان، قزاقستان، پاکستان، قطر، عراق، متحده عربي اماراتو او سریلانکا د څارونکو په ګډون سره ترسره شو.
-
هرات کې د «پیام نور» نندارتون
حوت 22, 1403 14:19هرات ولایت کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د پيام نور نندارتون په لاره واچول شو
-
د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ خونې د مسوولینو ناسته
حوت 22, 1403 14:18د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو چارواکو د تورخم لارې د بیا پرانیستلو لپاره غونډه کړې ده.
-
کندهار ته د سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو سفر
حوت 22, 1403 14:17په کندهار ولایت کې سیمه ییزو سرچینو راپور ورکړی چې د سرپرست حکومت یو لوړ پوړی پلاوی چې مشري یې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي له خپل رهبر ملاهبت الله سره د لیدلو لپاره کندهار ته سفر کړی
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حوت 21, 1403 14:07د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د سرپرست حکومت او عمان بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه
حوت 21, 1403 14:07د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي مسقط ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدی سره لیدنه او خبرې اترې کړي
-
د امنیت شورا ناسته کې د افغانستان وضعیت ارزونه
حوت 21, 1403 14:06تېره شپه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د سرپرست حکومت فعالیت د ثبات د رامنځته کولو او له نړیوالې ټولنې سره د باور جوړولو لپاره یوه ننګونه وبلله او له حکومت څخه یې وغوښتل چې خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي. په ځواب کې د سرپرست حکومت مرستیال ویاند وویل چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې د یوځای کیدو لپاره هره هڅه کړې ده.