ننګرهار کې د میرویس نیکه جام کرکټ سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41927-ننګرهار_کې_د_میرویس_نیکه_جام_کرکټ_سیالۍ
کرېکټ بورډ د مېرویس نیکه جام د زونونو په کچه د کورنیو سیالیو مهال وېش اعلان کړ دغه سیالۍ د راتلونکې میاشتې د اپرېل په پنځمه نېټه په ننګرهار ولایت کې پیلېږي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 04, 1404 12:29 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې د میرویس نیکه جام کرکټ سیالۍ

کرېکټ بورډ د مېرویس نیکه جام د زونونو په کچه د کورنیو سیالیو مهال وېش اعلان کړ دغه سیالۍ د راتلونکې میاشتې د اپرېل په پنځمه نېټه په ننګرهار ولایت کې پیلېږي.

د میرویس نیکه درې ورځينۍ سیالۍ چې د پنځو زونونو (سپين غر، امو، بُست، بند امیر او مس عینک) ترمنځ ترسره کېږي، دا یې پنځم پړاو دی.کرېکټ بورډ په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ له کلني مهالوېش سره سم د راتلونکې اپرېل میاشتې په پنځمه نېټه د زونونو په کچه پنځم پړاو میرویس نیکه درې ورځینۍ سیالۍ پیلېږي.یادې سیالۍ د ننګرهار په دوو کرېکټ لوبغالو کې ترسره کېږي، چې پنځلس ورځې به دوام وکړي.په ورته وخت کې د کونړ کرېکټ بورډ هم د رمضان جام په نوم سیالۍ پېل کړې وې، چې د دوشنبې په ورځ به پای ته ورسېږي.