-
د افغانستان او ایران ترمنځ په کلتوري مشترکاتو ټینګار
حمل 10, 1404 13:58د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر مشترکاتو ټینګار وکړ.
-
هېواد کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ
حمل 10, 1404 13:57نن په ټول هیواد کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده چې د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته خلکو د روژې د مبارکې میاشتې پای ولمانځه. زموږ خبریالانو په افغانستان کې دا مراسم په ځانګړي ډول پوښلي دي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حمل 09, 1404 14:11د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
غزه کې د صهیونیستانو نسل وژنې دوام
حمل 09, 1404 14:10فلسطیني رسنیو نن سهار په غزه کې د یو شمېر فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړ او وویل چې د دې کسانو ډیری یې ښځې او ماشومان دي. په ورته وخت کې ملګري ملتونه دا هم وايي چې صهیونیستان غزې ته د مرستو د لیږلو مخه نیسي.
-
کابل کې د صهیونیستي رژیم بیرغ سوځول
حمل 09, 1404 14:09په هیواد کې خلکو په مختلفو ښارونو کې د قدس نړیواله ورځ د غونډو او مراسمو په ترڅ کې ولمانځله او د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ کې یې د مسلمانانو د یووالي غوښتنه وکړه
-
د قدس نړیواله ورځ
حمل 09, 1404 14:07د ایران خلکو په تهران او د دغه هیواد په سلګونو ښارونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ او د قدس د نړیوالې ورځې د لمانځلو لپاره پراخه لاریونونه وکړل
-
د قدس په نړیواله ورځ د نړۍ د خلکو لاریون
حمل 09, 1404 14:06د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو د جمعې په ورځ د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت په سلګونو ښارونو کې سړکونو ته راووتل، د فلسطین د خلکو په ملاتړ او د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په غندلو سره یې شعارونه ورکول
-
میانمار او ټایلنډ کې د ځمکرېږد مرګ ژوبلې زیاتوالی
حمل 09, 1404 12:54په میانمار او تایلینډ کې یو زورور ځمکرېږد چې شدت یې د ریښتر په کچه اووه اعشاریه اووه درجې وو دې هیوادونو کې یو لوی بشري ناورین رامینځته کړی دی.
-
امیرخان متقي سره د جاپان سفیر ناسته
حمل 09, 1404 12:53سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او په کابل کې د جاپان سفیر ترمنځ د کتنې په ترڅ کې دواړو خواوو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د دوحې بهیر د پلي کولو په برخه کې د جاپان د پانګونې په اړه بحث وکړ.
-
د متحده عربي اماراتو له حکومت سره په هغه هېواد کې د څلور پنځوسو افغان بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرې
حمل 09, 1404 12:51د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د متحده عربي اماراتو له حکومت سره په هغه هېواد کې د څلور پنځوسو افغان بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرو اترو کې یوې هوکړې ته رسیدلي