د افغانستان او ایران ترمنځ په کلتوري مشترکاتو ټینګار
حمل 10, 1404 13:58 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر مشترکاتو ټینګار وکړ.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د یاد وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري او تاریخي مشترکاتو په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا کې یې د کلتور پر مهم رول ټینګار وکړ.هغه د ګرځندوی صنعت د پیاوړتیا لپاره د کلتوري، لاسي صنایعو او ګرځندوی نندارتونونو په جوړولو هم ټینګار وکړ.په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر علي رضا بیکدلي هم وویل چې افغانستان او ایران یو متحد ملت دی چې ګډ کلتور لري.دغه ایراني ډیپلوماتیک چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.