امیرخان متقي سره د جاپان سفیر ناسته
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42062-امیرخان_متقي_سره_د_جاپان_سفیر_ناسته
سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او په کابل کې د جاپان سفیر ترمنځ د کتنې په ترڅ کې دواړو خواوو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د دوحې بهیر د پلي کولو په برخه کې د جاپان د پانګونې په اړه بحث وکړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 09, 1404 12:53 Asia/Kabul
  • امیرخان متقي سره د جاپان سفیر ناسته

سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او په کابل کې د جاپان سفیر ترمنځ د کتنې په ترڅ کې دواړو خواوو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د دوحې بهیر د پلي کولو په برخه کې د جاپان د پانګونې په اړه بحث وکړ.

متقي یو ځل بیا ادعا وکړه چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سرپرست حکومت اړیکې په ښه لوري روانې دي او په دې برخه کې د دوی پالیسي متوازنه ده.هغه وويل چې په افغانستان کې د امنيتي حالاتو په ښه کېدو سره په هېواد کې د پانګونې فرصتونه برابر شوي او جاپان کولی شي په افغانستان کې په لویو پروژو کې پانګونه وکړي.د جاپان سفیر هم ویلي دي هغه هیله لري چې د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ ګډې اړیکې به ښې پایلې ولري.هغه په افغانستان کې د مخدره توکو د کښت او تولید پر وړاندې د جدي مبارزې ستاینه هم وکړه.