-
د ذبیح الله مجاهد لخوا د ورستیو راپورونو ردیدل
حمل 14, 1404 12:56د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو غړو ته د پیسو ورکولو موضوع ته ځواب کې ویلي چې دا پیسې نورو پوځيانو ته هم ورکړل شوې دي.
-
د ازبیکستان دریځ څخه د سرپرست حکومت هرکلی
حمل 14, 1404 12:53د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې کابل له ازبیکستان سره د اړیکو د پراخولو په لټه کې دی او دا هیواد د افغانستان د اوسنیو واقعیتونو ښه پوهه لري. پرون د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ثبات په مرکزي آسیا او اروپايي اتحادیه کې ثبات برابروي.
-
د کوچني اختر ورځو کې ډاډمن امنیت
حمل 14, 1404 12:33د سرپرست حکومت کورنیو چارو وزارت یوه مطبوعاتي خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د کوچني اختر درې ورځې په افغانستان کې له کوم امنیتي ګواښ پرته ونمانځل شوې.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حمل 13, 1404 13:36د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د روسیې چلند په اړه د کابل غبرګون
حمل 13, 1404 13:35د روسیې له خوا د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د احتمالي لیرې کولو وروسته د سرپرست حکومت چارواکو دا اقدام د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لور یو ګام او اړین بللی دی.
-
د کابل انتیک فروشي کوڅه؛د افغانستان تاریخ او هنر
حمل 13, 1404 13:34افغانستان داسې ښکلاوې لري چې د لسیزو جګړو له امله یې نړۍ ته د معرفي کېدو مخه نیول شوې ده زموږ خبریال په کابل کې څو ساعته د کابل د لرغونو توکو د هټیو په کوڅه کې تېر کړ او له هغه ځایه یې ځینې انځورونه واخیستل.
-
غزه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونو دوام
حمل 13, 1404 13:32د فلسطین روغتیا وزارت وايي چې نن سهار د غزې په مختلفو سیمو کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه یوولس فلسطینیان شهیدان شوي دي په ورته وخت کې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په دې سیمه کې لږ تر لږه پنځه څلویښت کسان شهیدان شوي دي.
-
پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پيل
حمل 13, 1404 13:15سره له دې چې یو شمېر سرچینو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ځنډولو راپور ورکړی و خو د سې شنبې په ورځ د اپریل په لومړۍ نیټه پاکستاني پولیسو لخوا د دغو کډوالو د ایستلو پروسه پیل شوه.
-
د عراقچي او ګروسي ټلفوني خبرې
حمل 13, 1404 13:13د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې له عمومي رییس رافایل ګروسي سره په خبرو کې وویل چې دغه اداره باید د ایران د اټومي تاسیساتو په وړاندې د ګواښونو په اړه روښانه دریځ غوره کړي.
-
د افغانستان او ایران ترمنځ د نوې قونسلکرۍ جوړیدل
حمل 13, 1404 13:12د ایران جنوبي خراسان ولایت والي د افغانستان په فراه ولایت کې د ایران د قونسلګرۍ او د ایران په بیرجند ښار کې د سرپرست حکومت د قونسلګرۍ جوړولو خبر ورکړ.