د عراقچي او ګروسي ټلفوني خبرې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42220-د_عراقچي_او_ګروسي_ټلفوني_خبرې
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې له عمومي رییس رافایل ګروسي سره په خبرو کې وویل چې دغه اداره باید د ایران د اټومي تاسیساتو په وړاندې د ګواښونو په اړه روښانه دریځ غوره کړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 13, 1404 13:13 Asia/Kabul
  • د عراقچي او ګروسي ټلفوني خبرې

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې له عمومي رییس رافایل ګروسي سره په خبرو کې وویل چې دغه اداره باید د ایران د اټومي تاسیساتو په وړاندې د ګواښونو په اړه روښانه دریځ غوره کړي.

دواړو خواوو د ایران د سوله ایز اټومي پروګرام په اړه د وروستیو پرمختګونو او ډیپلوماتیکو مشورو په اړه بحث وکړ.عراقچي ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د دوامداره ګواښونو په پام کې نیولو سره دا هیواد به د خپل اټومي پروګرام د ساتنې لپاره هر ډول اړین اقدامات وکړي.د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې عمومي رییس رافایل ګروسي هم وویل: "موږ به د نورو خواوو سره مشورې وکړو ترڅو د شته ستونزو د حل لپاره مناسب فضا رامینځته کړو."