پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پيل
سره له دې چې یو شمېر سرچینو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ځنډولو راپور ورکړی و خو د سې شنبې په ورځ د اپریل په لومړۍ نیټه پاکستاني پولیسو لخوا د دغو کډوالو د ایستلو پروسه پیل شوه.
ویل کیږي چې په یوه وروستۍ ورځ کې شاوخوا سل کسان یوازې له اسلام آباد او راولپنډۍ څخه ایستل شوي دي.د پاکستان د کډوالۍ چارواکو ویلي دي چې دا کسان د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې نږدې اتیا اخراج شوي اشخاصو د ای سي سي کارتونه هم درلودل.د پاکستان پولیسو دا هم اعلان کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر به پرته له کوم تمدید څخه دوام وکړي او دوی به هغه کسان چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نلري بیرته به یې خپل هیواد ته واستوي.دا په داسې حال کې ده چې په کراچۍ کې د سرپرست حکومت سر قونسل د سند له اعلی وزیر سره ولیدل او له هغه یې وغوښتل ترڅو هغه کډوال چې د استوګنې قانوني اسناد لري ونه ځورول شي