د خبر برخه
  • د ایران او مریکا د خبرو اترو په دوام هوکړه

    د ایران او مریکا د خبرو اترو په دوام هوکړه

    حمل 24, 1404 13:33

    په عمان کې د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي دا خبرې اترې رغنده او هیله بښونکې وبللې او د راتلونکې شنبې په ورځ یې له امریکا سره د غیر مستقیمو خبرو اترو د دوهم پړاو د ترسره کېدو اعلان وکړ.

  • نړیوال جام ته د لارموندې په پار د ۱۹ کلنو کرکټ سیالۍ

    نړیوال جام ته د لارموندې په پار د ۱۹ کلنو کرکټ سیالۍ

    حمل 24, 1404 13:21

    د افغانستان د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې عمان ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.

  • له پاکستان څخه د۸۶۰ زرو افغان کډوالو شړل

    له پاکستان څخه د۸۶۰ زرو افغان کډوالو شړل

    حمل 24, 1404 13:20

    د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د وروستیو معلوماتو له مخې، د دوه زره او درویشت کال د سپتمبر راهیسې له اته سوه شپېته زرو څخه ډیر افغانان له پاکستان څخه وتلي دي

  • د سوداګرۍ په اړه د کابل او اسلام اباد خبرې

    د سوداګرۍ په اړه د کابل او اسلام اباد خبرې

    حمل 24, 1404 13:19

    د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني د سوداګرۍ او ترانزیت اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

  • د کرنې په برخه کې د افغانستان او ازبکستان همکاري

    د کرنې په برخه کې د افغانستان او ازبکستان همکاري

    حمل 24, 1404 13:01

    د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د یوه پلاوي مشري تاشکند ته سفر کړی دی

  • د ایران د اسلامي انقلاب له رهبر سره د وسله والو ځواکونو د قوماندانانو لیدنه

    د ایران د اسلامي انقلاب له رهبر سره د وسله والو ځواکونو د قوماندانانو لیدنه

    حمل 24, 1404 12:45

    د ایران د اسلامي انقلاب رهبر ایت الله خامنه ای نن ماسپښین د یاد هېواد د وسله والو ځواکونو د قوماندانانو او چارواکو له یوې ډلې سره په یوه ناسته کې وویل چې د ایران پرمختګونو د هیواد بدخواهان په غوسه کړي دي.

  • د یمن پر وړاندې د امریکا ماتې

    د یمن پر وړاندې د امریکا ماتې

    حمل 23, 1404 14:06

    د امریکا او صهیونیستي رژيم څېړنیزو او رسنیزو ادارو په څو راپورونو کې ویلي چې د امریکا سمندري ځواکونه د یمني پوځ سره په جګړه کې مات شوي دي.

  • په کابل کې د افغانستان او ایران ترمنځ تخنیکي ناسته

    په کابل کې د افغانستان او ایران ترمنځ تخنیکي ناسته

    حمل 23, 1404 14:04

    د افغانستان او ایران ترمنځ یوه ګډه تخنیکي ناسته په کابل کې ترسره شوه، په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیز اقتصادي تړون د پلي کولو په تعقیب ټینګار شوی. د ننګونو حل کول او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تړون پرمختګ د دې غونډې اصلي موخې وې

  • د اوربند د نوې طرحې په اړه د حماس ټینګار

    د اوربند د نوې طرحې په اړه د حماس ټینګار

    حمل 23, 1404 14:03

    د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویلي چې تر اوسه یې په غزه کې د اوربند وړاندیز نه دی ترلاسه کړی، خو له هر هغه تړون سره موافق دی چې په سیمه کې د اسراییلي رژیم د جرمونو د پای ته رسولو لامل شي. په ورته وخت کې؛ د اسراییلو پوځ هم له غزې څخه د اسراییلو پر میشت ځایونو د دریو توغندیو ویشتل تایید کړي دي.