د سوداګرۍ په اړه د کابل او اسلام اباد خبرې
حمل 24, 1404 13:19 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني د سوداګرۍ او ترانزیت اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دا غونډه د دوه اړخیزې سوداګرۍ په لا همغږۍ او د توکو د لیږد په وړاندې د خنډونو په لرې کولو تمرکز سره ترسره شوه.دواړو خواوو د سوداګرۍ او ترانزیت د اسانتیا لپاره د نږدې همکارۍ او ګډو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.دا خبرې اترې په داسې حال کې کېږي چې د سرپرست حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو تحریک او د افغان کډوالو د ډله ییز اخراج له امله ترینګلې شوې دي.