د کرنې په برخه کې د افغانستان او ازبکستان همکاري
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42504-د_کرنې_په_برخه_کې_د_افغانستان_او_ازبکستان_همکاري
د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د یوه پلاوي مشري تاشکند ته سفر کړی دی
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 24, 1404 13:01 Asia/Kabul
  • د کرنې په برخه کې د افغانستان او ازبکستان همکاري

د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د یوه پلاوي مشري تاشکند ته سفر کړی دی

د کرنې وزارت ویاند د دې سفر موخه د اقلیم بدلون او د آمو سیند په حوزه کې د اوبو سرچینو باندې د هغې اغیزې په اړه بحث کول او د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ او خوراکي خوندیتوب په برخو کې د ازبکستان له چارواکو سره د همکارۍ پراخول یاد کړي دي.د ازبکستان د کرنې وزیر ابراهیم عبدالرحمان‌اف په تاشکند کې د سرپرست حکومت له پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د کرنې د ښه والي لپاره اړین خدمات په شمول د اوبو لګولو سیسټمونه وړاندې کړي.د ازبکستان د کرنې وزارت د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغان پلاوي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او د ګډو پروژو پلي کولو په اړه هم خبرې وشوې.