د هند احتمالي برید ته د پاکستان د پایلو خبرداری
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43008-د_هند_احتمالي_برید_ته_د_پاکستان_د_پایلو_خبرداری
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله طرار هند ته خبرداری ورکړ چې که شخړه رامنځته شي، اسلام آباد به نوي ډیلي ته داسې درس ورکړي چې هیڅکله به یې هیر نه کړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 14, 1404 13:35 Asia/Kabul
  • د هند احتمالي برید ته د پاکستان د پایلو خبرداری

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله طرار هند ته خبرداری ورکړ چې که شخړه رامنځته شي، اسلام آباد به نوي ډیلي ته داسې درس ورکړي چې هیڅکله به یې هیر نه کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د هر ډول تیري په وړاندې د ځان د دفاع لپاره د خپل هیواد بشپړ چمتووالي باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې موږ د جګړې په لټه کې نه یو او برید به پیل نه کړو، خو که هند پر موږ برید وکړي، موږ به داسې ځواب ورکړو چې هېر به یې نه شي.هغه له هند سره وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشارې سره وویل چې نوي ډیلي په وروستي برید کې د اسلام آباد د رول په اړه هیڅ شواهد نه دي وړاندې کړي، او پاکستان په مکرر ډول په خپلواکو څېړنو کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.طرار زیاته کړه چې پاکستان د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره په اړیکه کې دی ترڅو د ډیپلوماتیکو هڅو له لارې په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي مخه ونیسي.