د بلوڅ بېلتون غوښتونکو او پاکستاني ځواکونو نښته
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د بلوچستان ایالت په ځینو سیمو کې د پاکستاني سرتیرو او بلوچ آزادي غوښتونکو ځواکونو ترمنځ په نښتو کې اته ویشت کسان وژل شوي دي.
د بلوچستان د آزادۍ پوځ ځواکونو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د تربت په دانک سیمه کې د دې ډلې د جنګیالیو او پاکستاني سرتیرو ترمنځ د څو ساعته نښتې وروسته د پاکستاني پوځ یو شمېر غړي او د بلوچ آزادۍ پوځ درې قوماندانان وژل شوي دي.په خپره کړې خبرپانه کې دا هم ویل شوي چې د دې ډلې ځواکونو د بلوچستان ولایت په کاپوري ډاکي سیمه کې له پاکستاني ځواکونو سره نښته وکړه چې په پایله کې یې نهه پاکستاني سرتیري او د دې ډلې درې قوماندانان ووژل شول.په دې وروستیو میاشتو کې، دې وسله والې ډلې د بلوچستان ایالت په مختلفو برخو کې څو ځله د پاکستاني پوځي ځواکونو سره بریدونه او نښتې کړې دي.پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.