-
د متحده ایالاتو او اسرائیلي رژیم له خوا د یمن پر الحدیده بندر بریدونه
ثور 16, 1404 13:00د یمن پر خاوره د بهرنیو یرغلونو په دوام، یمني رسنیو د دوشنبې په شپه راپور ورکړ چې د متحده ایالاتو او اسرائیلي رژیم له خوا د دې هېواد په لوېدیځ کې پر مهم الحدیده بندر ګډ پوځي برید شوی دی. د یمن انصارالله ټینګار کړی چې دې برید ته به ځواب ووايي
-
له پاکستاني لوړپوړو چارواکو سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر مشورې
ثور 16, 1404 12:57د پاکستان ولسمشر او د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه کتنه کې، د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو تحولاتو ترڅنګ، د اسرائیلي رژیم له خوا د غزې پر ولس روان جنایتونو په کلکه غندلي. عراقچي په دې کتنه کې د شاوخوا له ټولو خواو څخه غوښتي، چې د تامل په کارولو سره دې په جنوبي آسیا کې کړکېچ کم کړي.
-
د سهار یا صبح دریم نړیوال کلتوري او رسنیو فسټیوال
ثور 16, 1404 12:52د سهار ( صبح) نړیوال کلتوري او رسنیز فستیوال درېیمه دوره، د ایران د اسلامي جمهوریت د صد او سیما سازمان په نوښت، د دې سازمان د نړیوالو کنفرانسونو مرکز کې ترسره شوه. ویل شوي چې په دې فستیوال کې د نړۍ د څلوېښت هیوادونو رسنیزو فعالانو له خوا په بېلابېلو برخو، په ځانګړي توګه فلسطین، کې له څلور زرو زیات اثار
-
د اپریل په میاشت کې د ۲۸۰ زره افغان کډوالو بېرته راستنېدل
ثور 16, 1404 12:49د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روان کال د اپریل په میاشت کې له دوه سوه اتیا زره زیات افغان کډوال په زور او یا په خپله خوښه له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
-
د افغانستان کرکټ د نړۍ په اووم مقام کې
ثور 16, 1404 12:48د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو لپاره د نړۍ د کرکټ ملي لوبډلو وروستۍ درجه بندۍ اعلان کړی، چې افغانستان په کې اوم مقام خپل کړی.
-
د بدخشان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانونه
ثور 16, 1404 12:35د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، په بدخشان کې وروستیو سېلابونو په دې ولایت کې له زرو زیاتې کورنۍ زیانمنې کړې دي.
-
د سرپرست حکومت له خوا له تاجیکستان سره پر مثبتو اړیکو ټینګار
ثور 16, 1404 12:30د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد له تاجیکستان سره اړیکې مثبتې بللې او ټینګار یې کړی چې له دې هېواد سره په اړیکو کې هیڅ ستونزه نشته.
-
د پاکستان د دفاع وزیر له خوا د هند د احتمالي پوځي برید په اړه خبرداری
ثور 16, 1404 12:30د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو په زیاتېدو، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف خبرداری ورکړ چې هند ممکن هره شیبه د سرحدي کنټرول کرښې په اوږدو کې پوځي برید وکړي.
-
د اسرائیلي رژیم له خوا په غزې تړانګه کې د جنایتونو دوام
ثور 16, 1404 12:12د اسرائیلي رژیم د پوځ هوایي او توپچي بریدونه نن هم پر غزې تړانګې دوام لري.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
ثور 15, 1404 13:56د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه