د بدخشان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانونه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43060-د_بدخشان_ولایت_کې_د_وروستیو_سېلابونو_له_امله_زیانونه
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، په بدخشان کې وروستیو سېلابونو په دې ولایت کې له زرو زیاتې کورنۍ زیانمنې کړې دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 16, 1404 12:35 Asia/Kabul
  • د بدخشان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانونه

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، په بدخشان کې وروستیو سېلابونو په دې ولایت کې له زرو زیاتې کورنۍ زیانمنې کړې دي.

دا اداره په ایکس کې لیکلي چې په دې پېښه کې د یوسلو پنځوسو مالدارانو له پنځه سوو زیات څاروي تلف شوې دي.د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په وینا، د دې ادارې شریکان په لیرې پرتو سیمو کې د اړتیاوو ارزونه کوي ترڅو د احتمالي غبرګون لپاره پلان جوړ کړي.د یادونې وړده، چې تېره اوونۍ په شمال ختیځ کې سېلابونو د انساني تلفاتو ترڅنګ، محلي خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.سیمه‌ییزو چارواکو مخکې ویلي وو چې د بدخشان په سېلابونو کې دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.