حوت 20, 1402 08:26 Asia/Kabul
  • سمبولیستان او ښوونه روزنه

لیکواله: مرسل امیري

سمبولېزم  (Symbolism):

دا ادبي ښوونځی د نولسمې پېړۍ په اخیرو کې رامنځته شو، شارل بودلر د دې ادبي ښوونځي مخکښ څېره ګڼل کېږي. د بودلر اثارو او د نوموړي پلویانو په خپل ځانګړي سبک سره دې ته لاره هواره کړه تر څو د سمبولېزم ادبي ښوونځی رامنځته شي. پل ورلن، ارتور رمبو او اسټېفان مالارمه ددې ادبي ښوونځي مشهورې څېرې ګڼل کېږي. باید یادونه وکړم، چې اوس دا لېکوالان هر یو یې د یو ځانګړي سبک پېروي کوي. سمبولېزم د ژورو ماناوو او ارزښتونو د رسولو لپاره یوه پیاوړې وسیله ده او د ښوونځي په چاپېریال کې یې شتون پراخ دی.

       د ښوونځي د ودانۍ له معمارۍ څخه تر رسمونو او مراسمو، جشنونو او دودونو پورې سمبولېزم د زده کړې تجربې په فرعي او ژورو لارو څرګندوي. په دې لیکنه کې به موږ په ښوونځیو کې د سمبولېزم قواعدو ته پام وکړو، پټې ماناوې به یې په ګوته کړو او پر زده کوونکو او زده کړې د دوی اغېزې وڅېړو.

له فکري پلوه سمبولېزم هغه ادبي ښوونځی دی چې د فلسفي نظریاتو (اېډیالېزم) تر اغېزې لاندې وي. دا ادبي ښوونځی په ( ۱۸۸۰م ) کال په فرانسه کې وغوړېده، چې تر ډېره پرې د شوپنهاور نظرونو هم  اغېزه درلوده. د سمبولېزم پلویانو د خپل منشور چې له حقیقت څخه په لرې فاصله کې وي پېروي کوله. ددې ادبي ښوونځي  پلویانو هر څه ته له تخیلي پلوه کتل یانې  د دوی ډېره تکیه پر تخیل وو.

پېژندنه

 – د سمبولېزم تعریف او د تعلیم سره د هغه تړاو

 – د ښوونځي په چاپېریال کې د سمبولیک عناصرو د ازموینې ارزښت

 

 ۱ـ د ښوونځي د ودانۍ سمبولېزم

    – د بنسټیز پېژندګلوۍ ارزښتونه د سمبول په توګه معمارۍ او ډیزاین کې.

    – د مقام او واک د رسولو لپاره د ځای کارول.

    – د ښوونځي رنګونو او نښانونو سمبولیک ارزښت.

 

۲- په نصاب او تدریس کې سمبولیک مانا

    – درسي کتابونه، ادبیات او ښوونیز توکي د کلتوري او تاریخي سمبولونو د لېږدونکو په توګه کارول.

    – د ژورو معناوو د رسولو لپاره په تدریس کې د تشبیه او استعارې کارول.

    – د تعلیمي رواجونو او مراسمو سمبول، لکه فراغت او مجلسونه.

 

 ۳ـ د زده کوونکو په ژوند او ټولنې کې سمبولېزم

    – د ښوونځي یونیفورم د مطابقت یا یووالي سمبول په توګه کارول.

    – د زده کوونکو سازمانونه او کلپونه د بېلا بېلو ګټو او پېژندنې د استازي په توګه کاول.

    – د ښوونځي دودونه، پېښې او جشنونه د سمبول په توګه کارول.

 

 ۴ـ د ډېسپلین او قواعدو سمبولېزم

    – د ښوونځي قواعد د نظم او ټولنیزو نورمونو سمبولونو په توګه کارول.

    – مجازات او انعامونه د سمبولیک وسیلو په توګه د چلند شکل ورکولو لپاره کارول.

    – د ښوونځي د واک د ارقامو سمبولیک مانا لکه ښوونکي، مدیران او کارکوونکي

 

 ۵ـ په فزیکي چاپېریال کې سمبولېزم

    – د ښوونځي د اسانتیاوو سمبولیک ارزښت لکه کتابتون، لابراتوارونه او د سپورټ میدانونه.

    – د کلتوري او تعلیمي ارزښتونو د بیان په توګه هنري کار، دېوالونه او نندارې.

    – د سمبولیک مانا څرګندولو لپاره د طبیعي عناصرو کارول لکه باغونه یا بېروني ځایونه.

 

۶ـ ننګونې او فرصتونه

 – په تعلیمي ادارو کې د منفي یا ظالم او تېري سمبولېزم احتمالي سپړنه.

 – د سمبولیک عناصرو څخه ګټه پورته کول ترڅو ښوونځي کې ټول شموله او پیاوړی چاپېریال رامینځته کړي.

 

 ۷ـ پر زده کوونکو او زده کړې د سمبولېزم اغېزې

 – د سمبولیک پیغامونو اغېزې د زده کوونکو پر هویت او موخو.

 – د ښوونې روزنې په برخه کې د ښکېتیا، انتقادي فکر او خلاقیت لوړولو لپاره د سمبولېزم کارول.

د سمبولېزم پېژندنه

سبمولېزم په واقعیت کې د پانتاسین شعر رياليستي تياتر او ناتوراليستي ناول په وړاندې د یو عکس العمل په بڼه څرګند شو.

سمبولېزم په واقعیت کې د رومانتیک روحیې خاصه بڼه ده، سمبولېستان د رنګونو، اهنګونو او قالبونو په لباس کې لغتونو ته خاصه مانا ورکوي او په دې وسيله د يوې مفکورې وضعي ماهيت څرګندوي.

د سمبولېزم مشخصات په عمومي توګه په لاندې ډول دي:

۱ـ  سمبولېزم ښوونځي کې سمبولونه اختياري او انفرادي بڼه غوره کوي او هر شاعر يې په  نمايشي توګه استعمالوي. د سمبولېستانو په عقیده، قراردادي ژبه نشي کولی چې د انسان باطني حالات او احساسات په سمه توګه بیان کړي، نو له دې امله دا د شاعر وظیفه ده چې د خاصو متغیرو باطني حالاتو د افادی لپاره سمبولیکه ژبه په کار واچوي. په دې ترتيب مبهم نفسي حالات په مهمو الفاظو افاده کېږي، په پایله کې سمبولیک اشعار ډېر پېچلي اومبهمه بڼه پیدا کوي چې عادي خلک يې په مفهوم نه پوهېږي.

مالارمه او د ده پیروانو به داسې ژبه استعمالوله چې یوازې دوی ورباندې پوهېدل او په خپله به يې خپل شعرونه تفسیرول اندري ژيد د خپل اثر (بالود ) په سریزه کې په همدې مناسبت ليکي: پخوا له دې چې خپل اثر نورو ته تشریح کړم، علاقه لرم چې نور يې مانا را ته تشريح کړي. او له دې څخه ښکاري چې کله کله سمبولېستان د هیگل فیلسوف په شان د خپلو خبرو په معنا نه پوهيږي، د هيګل په باره کې يو روایت شته چې وايي، يو ځلې یو چا د هیگل څخه وغوښتل چې د ده د اثر يوه برخه ورته تفسير کړي. هیګل په ځواب کې ورته وويل: کوم وخت چې ما دا عبارت لیکه د هغه په مانا یو خدای جل جلاله پوهېده او بل زه خو اوس یوازې خدای تعالی پرې پوهېږي او بس.

۲ـ د احساس اصالت: د سمبولېستانو په نظر ناڅاپي، بې ساري او شخصي هيجاني عكس العمل د هنر اصلي موضوع او د هغې بشپړه څرګندونه د هنر اساسي غايه ده. د سمبولیست لیکوال په فکر کوم احساس یا هیجان چې هنرمند ته په يوه ټاکلي ژر تېرېدونکي شېبه کې پيدا کېږي، د هماغه شخص او شېبې دپاره بې سارې ګڼل کېږي. دغه حالت یا احساس په اسانۍ او سادگۍ سره بل چا ته نشي ور انتقالېدی، نو شاعر یا هنرمند حق لري چې خپل خاص باطني حالت د محرمانه راز په تو ګه په مرموز و الفاظو کې و پېچي دغه الفاظ د شاعر له باطني جهان سره اړه لري. دوى فقط يو احساس را پاروي او هنرمند د جذباتو نړۍ ته ورولي. د سمبولیزم له الفاظو څخه مانا مينځل شوې او لېرې شوې ده. دغه تعقيم شوي الفاظ زياتره د شکل او آهنگ نمايندگي کوي. او د موسیقۍ له آوازونو سره ورته والی لري د موسيقي آهنګونه خوندور لېکن بی مانا دي. دوی د باطن په ژورو کې نفوذ کوي، د زړه تارونه په اهتزاز راولي، اندېښنې ته د الوتنې فضا برابروي او فكرته د رمزونو په خم کې غوټه ورکوي.

سمبولیک الفاظ اهنگ لري، رنگ او وزم خپروي، له وچو او بې روحه ماناګانو سره سرو کار نه لري، دلته الفاظ د وسیلې په توګه د افزارو په توګه او د منطقي دلالت په توګه کار نه ورکوي، بلکې لفظ په خپله غايه ګرځي، د ايهام او ابهام هاله ترې را تاویږي چی ظاهراً لفظ دی خو طلسم شوي لفظ دی او یوتت شپول پرې را څرخېدلی دی. دلته هنرمند کلمې ته داسې تاب ورکوي، چې د نوي رنګ او کيف سپرغۍ ترې پورته شي. دلته الفاظ سمبوليک دي او د يوې تېرېدونکي شېبې د احساساتو د ثبتولو دپاره د یوې نښې او یادگار په تو ګه کښل شوي دي. د شاعر د الفاظو په قافله کې يوازې د خپل خيال او احساس مسیر تعقيبوي او د سمبولونو په ځنګل کې د خپل احساس نغمې اوري.

۳ـ ذهني گروهي په سمبولېزم کې الفاظ باندنۍ پېښې او خارجي شيان نه افاده کوي، هر لفظ يو سمبول دی، چې اصلي او قرار دادي چوکاټ څخه د باندې وځي او د نورو کلمو په مرسته په باطن کې یو ډول احساس را پاوري، د مالارمه په قول دغه احساس د یوه راز بڼه غوره کوي چې د ويلو وړ نه دی.

دغه راز په خپله په شعر او د هغه په جادويي کلماتو کې نغښتل شوي دي او لوستونکي نشي کولی چې مستقیماً له هغه سره ذهني اړیکه ټینګه کړي. د سمبولېزم همدغه مرموز باطني خصوصيت دی چې دغه ادبي مکتب ته عرفاني او تصوفي رنگ وركوي. سمبولېستان زيار باسي چې باندنۍ نړۍ د شهود او الهام له لاري كشف کړي. د دوی په عقیده، سمبولونه کولی شي ماده د هستۍ له تنگ چوکاټ څخه وباسي، هغه ته روح او وزرونه ورکړي. سمبولونه د ځمکې او اسمان ترمنځ پولې له مینځه وړي، د مادي او روح يووالي تامينوي او د حال زمانه ابدیت سره نښلوي؛ د منظرو په انځورولو کې سمبولېستان د مادي شیانوثابتو اشکالو ته پاملرنه نه کوي، بلکې د ساعتونو، فصلونو وختونو او د ژوندانه درېدونکی آهنگ تعقيبوي او د وجود اوطبیعت پټ قوانين را سپړي د دوی په پوهه طبیعت یو متحرک خیال دی. شیان ثابت نه دي بلکې هغه څه چې موږ يې د حواسو له لارې درک کوو، دوی زموږ په ذهن کې دي او که په دقیقه ماناو وایو، په خپله له موږ څخه عبارت دي.

۴- بدبيني: کله چې د (۱۸۴۸) کال د فبرورۍ د مياشتې انقلاب پیل شو، د فرانسې يو شمېر هنرمندانو چې لا تر دې وخته یې د هنر د هنر لپاره مفکوره تعقیبوله، له خپلې تيورۍ څخه لاس واخیست. بودلر د سبمولېزم موسس چې د نګه هنر او د هنر د خپلواکۍ لپاره یې مبارزه کوله، د انقلابونو صف ته ورګډ شواود ( (le Salut Public  انقلابی ژورنال يې خپور کړ، که څه هم دغه خپرونه ډېره ژر بنده شوه، خو د (۱۸۵۲) کال پورې يې د دې نظريې څخه ملاتړ کاوه چې هنر باید ټولنيز رسالت ولري او هنر د هنر لپاره تيوري کاملاً طفلانه ده خو کله چې د انقلاب ضد عناصرو بری تر لاسه کړ، بودلر بېرته خپلی طفلانه (Puerile) تیورۍ ته مخه کړه له دې وروسته بودلر له غمونو او اندېښنو څخه د تېښتې لپاره د شعر غېږې ته پناه یوړه. د بودلر پر شعرونو باندې ژورې بدبینۍ خپل سیوری غورځولی دی همدارنګه د فرانسې دوه تنه نامتو سمبولیست شاعران رمبو او ورلن د پاریس په کومن کې د انقلابیونو صف ته ورګډ شوي وو، خو د کارگرانو د حکومت له ماتې څخه وروسته دوی دواړه د بدبینۍ په جبه زار كې ونښتل او د ماتې او انحطاط سندرې يې وويلې.

 سبمولېزم د بېلابېلو پوهانو له نظره

پولیس تیلر سمبولېزم داسې تعریفوي کلمه پرتمینه ده، خو په خپله شی ډېر ساده دی، سمبولېزم په سادگۍ سره دې ته ويل کېږي، کله چې څوک د يوه ذهني حالت د څرګندولو لپاره یو تصور (ایماژ) تر لاسه کړي او هغه په داسې ډول افاده کړي چې د ذهني حالت د څرګندولو په ځای د هغه په باره کې تر لاسه شوی تصور مجسم کړي.

 له بلې خوا ځيني ليکوالان فکر کوي، چې د سمبولېزم په شان يو مرموز جريان له تعریف او تحديد څخه تښتي او خپل ځان د تعريف غېږې ته نه سپاري. د سمبولېزم ادبي جريان چې د رمز او ابهام په پوخ پوخل شوې ده، له زيات صراحت او تعريفي محدوديتونو سره علاقه نه لري.

البرماري شمېت چې د سبمولېزم په باره کې یې یو کتاب لیکلی دی، سمبولېزم داسې تعریفوي:

د سمبولېزم په هکله په څه پوهېږم په زرګونه مبهم شیان، سمبولېزم تل د انتقاد له قلمرو څخه تښتي او په ماهرانه توګه خپل ځان له تشریح او توصیف څخه ژغوري.

اناتول فرانس وايي چې سمبولېزم نه د څه شي توصيف كوي او نه د څه شي نوم اخلي.

 د ځینو لیکوالانو په باور سمبولېزم یو ادبي جريان دی چې نه توضیح كېدونكي توضيح كوي.

د سمبولېزم د تعريف په برخه کې چې د ادب څېړونکي له ستونزو سره مخامخ شوي دي، په عمومي ډول دوه اړین لاملونه دي.

 لومړی دا چې د سمبولېزم ادبي ښوونځی التقاطي یانې نامتجانسې بڼه لري او د ډېرو فیلسوفانو او مفکرینو نظريې پکې ترکیب شوي دي. د مثال په توګه، د یونان سترفیلسوف اپلاتون له دوو لارو څخه د  سمبولېزم په مفهوم پوهېدلی دی. یو دا چې د اپلاتون په عقیده یو شی یا پدیده د رمز او تمثيل له لارې په اسانۍ سره درک کېدای شي. د دې پرځای چې ووایو دا څه شی دی، دا به ډېره اسانه وي چې ووایو دا شی څه شي ته ورته دی؟  بل دا چې اپلاتون په تامل او تداعي باندې تکيه کوي او وايي، چې انسان د مجرد تفکر او تداعي له لارې کولی شي هغه حقایق په ذهن کې حاضر کړي چې د ده روح په ابتدا کې ورباندې پوهېدلی وو.

سمبولېستان هم د عيني پديدو د توصیف او تجسم په ځای کې خپل باطن ته رجوع کوي او زيار باسي چې فکر اواندېښنه دې واقعیت اشغال کړي. سمبولیست شاعر هڅه کوي چې د شاعرانه ابهام او كنايې په وسیله بهتر واقعیت خلق کړي او نورو ته يې وړاندې کړي، خو دا واقعیت ذهني او عرفاني دی او کوم وخت چې هنرمند حال او جذبې ته تسليم شي کولی شي د هغو په مرسته نوي شيان کشف او تسخير کړي.

همدارنگه اېمانوویل كانت الماني فيلسوف له دوو لارو څخه د سمبولېزم په ادبي جريان کې نفوذ کړی دی.

لومړی دا چې پدیده او په خپله شی يا د شي په باره کې تصور یو له بله توپیر لري. دده په نظر  حواسو له لارې د پدیدو په باره کې معلومات ترلاسه کولی شو خو په خپله شی د پوهېدو وړ نه دی. او د انساني تجربو له حدودو څخه د باندې واقعیت ورته وايي.

 د سمبولیست شاعر په نظر يوازې هغه احساس د باور وړ دی، چی له پديدې څخه را ټوکېدلی وي، خو په خپله پدیده د اطمينان وړ نه ده، په دې بنسټ سمبولېستان د احساس د اصالت پلوي کوي.

دويمه دا چې کانت د ښکلا پېژندنې د اصولو په تشریح کولو سره د نګه هنر او هنر د هنر لپاره مفکوره را منځته کړه. سمبولېستان هم په عمومي ډول د همدې مفکورې پلويان دي.

سربېره پردې په سمبولېزم کې د شوپنهاور او نیچه د اختیار فلسفه او د سولویوف عرفان هم نغښتل شوی دی سمبولېستان د عرفاني اېديالېزم د خپرولو لپاره تبلیغ کوي. هنر په خپله غايه بولي او د هغه له ټولنیز رسالت څخه انکار کوي د سمبولېزم ادبي جريان د انحطاط  له ښوونځي څخه هم متاثره دي.

د نولمسې پېړۍ په اواخرو کې يوه ډله شاعران لومړی په فرانسه بیا په انگلستان او امريکا کې را پیدا شول چې د انحطاط په نامه يې يو ادبي ښوونځي بنسټ کېښود او وخت په وخت به يې غونډې کولې. دوی عقیده درلوده چې د هنر مقام له ژوند څخه پورته او لوړ دی.

 بشري ژوند بايد د هنر په درياب کې ډوب شي. دوی د محو کېدونکو شیانواو پدیدو سره علاقه درلوده او له همدې امله هغوی د لمر د لوېدو د شمعې له وروستيو سلګيو وروستی ديدار او د خزان له توېدونکو پاڼو سره مينه څرګندوله او غوږونه يې نیول چې د سقوط او انحطاط غږ واوري.

د سمبولېزم د پېژندنې په برخه کې دویمه ستونزه له دې حقيقت څخه را ولاړېږي چې سمبولېست شاعران یو شانته او متحدالشکله سمبولونه نه استعمالوي؛ د دوى شعرونه د ځانګړو وګړو باطني جهان منعكسوي او فوق العاده انفرادي بڼه غوره کوي.

 د بودلر خبره ده چې وايي انسان د سمبولونو په ځنګل کې ژوند کوي. هر شاعر ځانته سمبولونه استعمالوي او د دوی د سمبولونو تر مینځ ګډه کرښه نه ليدل کېږي.

د سمبولېزم  اصول او قاعدې

د داسې اثارو پنځول چې هر څوک یې په پوهېدنه قادر نه وي.

سمبولېستان د لېدونکو واقعېتونو څخه لرې بلکې په ذهني واقعېتونو باور لري.

غیر عادي او رواني حالت او همدارنګه یو بې دلیله کشش په خپلو اثارو کې ځایول.

خپل احساس او تخیل ته زیات ارزښت ورکول.

شارل بودلر، موریس مترلینګ، الدینګتن، لارنس، هاکسلي او ارتور رمبو ددې ادبي ښوونځي له مشرانو او مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږي. د بودلر د پاریس د سفرونو نندارې، د ارتور رمبو قوم پرست  او د موریس مترلینګ تخیلي شعرونه د سمبولېستانو له مهمو اثارو څخه ګڼل کېږي چې په زده کړو کې د پټو ماناوې افشا کوي.

 د ښوونځي د ودانۍ سمبولېزم

 د ښوونځي ودانۍ په خپله د پوهې، ودې او پرمختګ نښه ده. د دې جوړښت او ډیزاین د بنسټیز څېزونو هویت او ارزښت منعکسوي. د ټولګیو، اداري دفترونو او عامو ځایونو ترتیب د درجه بندۍ او واک بنسټ څرګندوي.  د ښوونځي د رنګونو او نښانونو سمبولیک ارزښت د ښوونځي هویت نور هم پیاوړی کوي او د زده کوونکو او کارکوونکو ترمنځ اړیکې زیاتوي.

 

 په نصاب او تدریس کې سمبولیک مانا

 نصاب او تدریسي مواد  کلتوري او تاریخي سمبولونه لري.  درسي کتابونه، ادبیات، تعلیمي سرچینې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو او داستانونو د ساتونکو په توګه کار کوي.  ښوونکي اکثره د ژورو ماناوو څرګندولو لپاره تمثیل او استعارې کاروي، زده کوونکي هڅوي چې انتقادي فکر وکړي او سمبولیک پیغامونه تشریح کړي.  تعلیمي رسمونه او مراسم لکه فراغت او مجلسونه په سمبولېزم کې ډوب دي، د لاسته راوړنو لېږد او د ټولنې روحیه څرګندوي .

د زده کوونکو په ژوند او ټولنې کې سمبولېزم

 د ښوونځي یونیفورم د اتحاد یا یووالي سمبول په توګه کارول کېږي، په ډېسپلین یا ټول شموله چاپېریال باندې د ادارې ټینګار منعکسوي. د زده کوونکو سازمانونه او کلپونه په ټولنې کې د مختلفو ګټواو پېژګلوي استازیتوب کوي. د ښوونځي دودونه، مجلسونه او جشنونه سمبولیک ارزښت لري، زده کوونکي د ګډو تجربو او کلتوري میراثونو سره نښلوي.

د ډېسپلین او قواعدو سمبولېزم

 د ښوونځي قواعد د نظم، ډېسپلین او ټولنیزو نورمونو سمبول دي. دوی د کړو وړو او چلند لپاره حدود او چوکات رامینځته کوي.  په ښوونځي کې منظم کلتور او چاپېریال رامینځته کوي.  د دغه نظم او ډېسپلین د رامنځته کول او پیاوړي کولو لپاره ښه لاره مجازات او انعامونه سمبولیک وسیلې دي.  د ښوونځي واکمن شخصیتونه لکه ښوونکي، مدیران او کارکوونکي د مشرۍ ،لارښوونې او نفوذ سمبولیک استازیتوب کوي.

 په فزیکي چاپېریال کې سمبولېزم

 د ښوونځي اسانتیاوې لکه کتابتونونه، لابراتوارونه او د سپورټ ځایونه د زده کړې، کشف او پرمختګ لپاره ځایونه دي.  په ټول ښوونځي کې هنري کار، دېوالونه او نندارې؛ کلتوري او تعلیمي ارزښتونه وړاندې کوي چې خلاقیت او تنوع ته وده ورکوي.  طبیعي عناصر لکه باغونه یا بهر ځایونه ټول په سمبولیک ډول کارول کېږي ترڅو د طبیعت هوساینې سره اړیکه ټینګه کړي.

 ننګونې او فرصتونه

 په داسې حال کې چې سمبولېزم کولی شي تعلیمي تجربو ته وده ورکړي، په تعلیمي ادارو کې د منفي یا ظالمانه سمبولېزم احتمال هم شته.  دا مهمه ده چې د سمبولیک پیغامونو اغېزې د زده کوونکو د هویت او ځواکمنتیا په برخه کې په جدي توګه و ارزول شي. د دې ننګونو په پېژندلوسره ښوونکي کولی شي د سمبولیک عناصرو څخه ګټه پورته کړي ترڅو  ښوونځي کې یو ډېر جامع او ځواکمن چاپېریال رامینځته کړي.

 پر زده کوونکو او زده کړې د سمبولېزم اغیزې

 د سمبولیک پیغامونو اغېزې د زده کوونکو پرهویت او موخو د پام وړ دی.  کله چې زده کوونکي خپل د تعلیمي تجربو پربنسټ په سمبولېزم پوهېږي؛ دوی د خپل چاپېریال او هغه ارزښتونو لپاره زیار باسي چې دوی یې استازیتوب کوي.  سربېره پردې  سمبولېزم کارول کولی شي د زده کړې په برخه کې ښکېلتیا، انتقادي فکر او خلاقیت ته وده ورکړي ترڅو زده کوونکي وهڅوي چې د دوی د زده کړییز چاپېریال تر شا پټ مانا تشریح او وسپړي.

پایله

 په پایله کې ویلی شوچې سمبولېزم په ښوونځیو کې او زده کړې فیزیکی چاپېریال کې د فزیکي چاپېریال  په جوړولو، تدریس، زده کړییز تجربو د لوړولو او د ښوونځي لارښونو کې اړین رول  لوبوي.

د نصاب ډیزاین او انضباطي عملونو سره سمبولېزم د ښوونځي هر اړخ ته وده ورکوي.  د دې سمبولیک عناصرو په پوهېدو او تشریح کولو سره ښوونکي کولی شي د زده کوونکو لپاره ډېر مانا لرونکي او ټول شموله زده کړییز چاپېریال رامینځته کړي.  دا اړینه ده چې په تعلیمي موسسو کې د زده کوونکو د لیدنو او تجربو په جوړولو کې د سمبولېزم ځواک وپېژندل شي.

سېسټمونه او سمبولونه د پوهې او شخصي ودې په لټه کې زده کوونکي او ښوونکي هڅوي او متحد کوي یې.  د سمبولېزم ځواک په کارولو سره، ښوونځي کولی شي د زده کړې یو متحرک او ټول شموله ټولنه رامینځته کړي چې زده کوونکي پیاوړي کړي ترڅو خپل  استعداد راڅرګند کړي اوبشپړ ظرفیت ته ورسېږي.

     اخځلیکونه

۱ـ امیری، مرسل (۱۴۰۲ ل.ل) روزنیزه ژبپوهنه. لومړی چاپ، کابل، سمون خپرندویه ټولنه.

۲ـ ثروت، منصور. (۱۳۸۵هـ ش). آشنایی با مکتب های ادبی. چاپ اول، تهران، سخن.

۳ـ  رفیق، محمد رفیق. ( ۱۳۹۵ل.ل). د ادبپوهنې بنسټونه. جلالکوټ: ختیځ خپرندویه ټولنه.

۴ـ  سید حسینی، رضا. (۱۳۸۴ هـ ش). مکتب های ادبی.  چاپ سیزدهم،تهران، نګاه.

۵ـ ښکلی، اجمل. (۱۳۹۴ل.ل). د نړۍ ادب. جهان دانش خپرندویه ټولنه.

۶ـ عمید، حسین.( ۱۳۸۷هـ ش). فرهنګ عمید. تهران:  انتشارات امیرکبیر.

۷ـ مشواڼی، عبدالقیوم زاهد.( ۱۳۹۱هـ ش). زاهد پښتو ـ پښتو سیند. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.

۸ـ وفا، محمد داود.(۱۳۹۶ل).د پښتو معاصر ادب تاریخ څلورم پړاو. جلال اباد:  مومند خپرندویې ټولنې تخنیکي څانګه..

۹ـ  ویاړ، سیدګل.( ۲۰۱۷م). دښوونې او روزنې په اړه د بېلابېلو فلسفي مکتبونو نظرونه. تاند ویپ پاڼه.

۱۰ـ هاشمي، سید محی الدین. ( ۱۳۸۱هـ ش). ادب پوهنه. پېښور: د اریک د کتاب ګرځنده  کتابتونونو اداره.

۱۱ـ یزال، یارمحمد. ( ۱۳۹۷ل.ل). ادبي سبکونه او مکتبونه. درسي لکچرنوټ.