حوت 19, 1402 18:44 Asia/Kabul
  • د څېړنې ارزښت او ځانګړنې

لیکنه: سیداصغر هاشمي

څېړنه د حقايقو منظم لټون دی. الله تعالی انسانان اشرف المخلوقات پيداکړي دي، د دې توانايې ورکړې ده چې د ژوند پر ټولو برخو کې حقايق وپلټي او د حقيقت پر بنا ژوند تېر کړي.

د څېړنې برکت دی چې ټوله نړۍ ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې ده او پرمختللي هېوادونه ځان او نورې نړۍ ته خدمت کوي.

د حقايقو د لټون لپاره په ټولې نړۍ کې ښه مرجع قرآن کريم دی، د غېر مسلمو نه مسلمانانو باید د څېړنې په برخه کې ښې لاس ته راوړنې درلودای خو داسې نه ده، د مسلمانانو پر ځای غېر مسلمانان نوي اختراعات کوي او هره ورځ نوې لاس ته راوړنې لري.

تحقيق په ورځیني ژوند کې د ګټې اخېستنې وړ ده. که يوې کورنۍ والدين خپل زوی ته ښځه کوي، دوی به هرومرو د نجلۍ د کورنۍ په باب هر اړخېزه پلټنه کوي چې په اينده کې د کومې ستونزې سره مخامخ نشـي، دغه موضوع په خپله د څېړنې نظریه مطرح کوي.

انسانان الله تعالی د همدې لپاره پيدا کړي چې فکر وکړي او حقايق د ځان لپاره معلوم کړي، اکثره پوه انسانان د تخليقي او پلټونکي ذهن څښتن وي.

څېړنه که د علومو هرې برخې پورې اړه ولري، معنا دا چې دیني، ساينسـي، اجتماعي او يا نورې پوهنې وي، کار يې له درواغو د رښتيا، له کوټوو د اصيلو بېلول او د سم حقيقت موندل دي.

څېړنه په ژوند کې د پرمختګ لامل ګرځېدای شي او له ښېګڼو یې سترګې پټولای نه شو.

د علومو د پرمختګ لپاره څېړنه د روح حیثیت لري، لکه څرنګه چې د انسان د جسم بادشاه روح دی، دغه شان علوم له رکوده تر عروجه پورې د تحقیق په واسطه پر مخ ځي.د څېړنپوهنې په باب ډېرو پوهانو، عالمانو او څېړونکيو پېژندنې وړاندې کړې دي.

ـ دکتور فخرالدين وايي: علمي څېړنه او پلټنه عبادت له هغې طريقې، لارې او روش څخه دی چې پلټونکی او څېړونکی د علمي حقايقو د پلټنو، څېړنو، کشفولو او يا د يو علمي نظر د سم یا ناسم ثابتولو په خاطر ټاکي چې دا علمي حقيقتونه، پلټنې، څېړنې، اکتشافات، سم او ناسم نظرونه د دې طريقې، روش او لارې په ذريعه څرګند او بيا يې خلکو ته وړاندې کوي.

ـ سید محی الدین هاشمي وايي: څېړنه د حق له ريښې څخه جوړه کلمه ده، لغوي معنا يې د حق، حقيقت او واقعيت پلټنه، موندنه او سپړنه ده او په ادبي اصطلاح په يوې خاصې او ځانګړې لارې او روش د يو نا معلوم حقيقت پلټنې او څرګندونې ته د څېړنې فن وايي.(۱)

ـ صلاحي وايي:څېړنه په مسايلو د ژورې پوهيدنې او د رښتيا(حقيقت)  موندلو لپاره يو پلان شوی، هوښيارانه، منظم او د باور وړ بهير دی. يا: څېړنه د پلټنې، بيا تر لاسه کولو، علمي ارزونې او په اصطلاح کې د نه ستړي کېدونکې هڅې نوم دی.(۲)

ـ معاصره لیکوالي کې راغلي دي: څېړنه بیا لټونه، ښه پلټنه او ښکاره کول دي، تحقیق حق ثابتول او برجسته کول دي.یا د حقیقت او رښتینوالي لټون ته تحقیق ویلی شو، تحقیق د وخت د حالاتو او شواهدو پابند وي.یا د تحقیق کلمه د (حق) ثابتولو په معنا ده، د رښتیا، درست، د باطل ضد او ثابت معنا ورکوي.

لیکوال زیاتوي: دمتن په باب څېړنو او ګروېږنو ته متني تحقیق وايي. تحقیق یو نازک فن دی. د تحقیق لپاره خاص مزاج، علمي پسمنظر او علمي صلاحیت په کار دی.(۳)

ـ ډاکټر نجم الاسلام وايي: (تحقیق د فکر له یو خاص انداز څخه وده مومي. موږ د یو شي په حقیقت و حکمت د ځان پوه کولو خوا ته مایل کوي او د بیاناتو د اصلیت په معلومولو مو اماده کوي، همدا د علم سرچینه ده او هم د علم د پیاوړي کولو وسیله.)

ـ د تحقیق ماهر ډاکټر ګیان چند د څېړنې په هکله داسې وايي: (تحقیق د یو پټ او مبهم حقیقت د څرګندولو یو اساسي عمل دی. له ده وروسته لیکي: نا معلوم یا کم معلوم حقایقو او معلوماتو ځان پوهولو ته وايي.یعنې کوم حقیقتونه چې زموږ د نظر په وړاندې نه وي د هغه ښکاره کولو ته تحقیق وایي.)(۴)

په يوې بلې پېژندنې کې داسې وايي:څېړنه د يوې ټاکلې موضوع په باب رښتينې، ژوره او عالمانه پلټنه ده، چې په هغې کې حقايق، واقعيتونه او مسايل، تحليل، تفسير او تشريح کېږي. يا څېړنه د ليکنې د علمي مېتود له تحليل څخه په دقيق او سيستماتيک ډول کار اخيستنې ته وايي.

ـ د څېړنې يو بل تعريف داسې دی: څېړنه د رسمي، سيستماتيک او ژور روش هغې شننې ته وايي، چې له امله يې څېړونکی د ارونو په رڼا کې پوهنيز چار ته لاس رسی پيدا کوي خو که لنډه یې کړو، نو څېړنه د هغې باورې پوهې لاس ته راوړلو ته وايي، چې له امله يې انسان منظمه او سيستماتيکه زده کړه کوي.

تحقیق کا فن کې راغلي دي:

It may be a piece of research work characterized by the dis covery of new fact or by a fresh a pproach towards interpretation of facts and theories

ژباړه (مفهوم): د څېړنې ځانګړنو څخه یوه مهمه ځانګړنه د نویو حقایقو پیدا کول، کشفول او پلټل دي او پخوانۍ څېړنې په نویو لارو او طریقو تحلیلول او تفسیرول دي.

It should evince the candidate’s capacity for critical examination and judgement

ژباړه(مفهوم):څېړنه باید د کاندید(محقق) د څېړنې ظرفیت او قضاوت څرګند کړي.

Discovery of new facts or new interpretation of old facts

ژباړه(مفهوم):د نویو حقایقو کشفول او د زړو حقایق په نوي طرز او طریقو انکشاف ورکول دي. (تحقیق کا فن، ۱۲ مخ)

د څېړنې پورته راغلي تعريفونه د معنا له پلوه سره يو شان دي خو په الفاظو کې لږ و ډېر توپير لري، همداسې يې د موضوعګانې يا علومو مسله هم ده.(۵)

لويديځ پوهانو هم د څېړنې په باب بېلا بېلې پېژندنې کړې دي، چې د نمونې په ډول یې څو بېلګې دا دي:

ـ جان بيست وايي: څېړنه د علمي مېتود د تحليل څخه په سيستماتيک او دقيق ‌ډول ګټې اخېستنې کولو ته وايي.

ـ (في دلتاکپا)Phi Delta Kappa په يو تعريف کې ويلي دي:(څېړنه د يو ټاکلي موضوع په باب رښتينې، ژوره او عالمانه پلټنه ده، چې په هغه کې واقعيتونه، معناګانې او د تطبيق موارد تر ازموينې لاندې نيول کېږي.)

ـ (مولي) ليکي، څېړنه د يوې ښې پېژندل شوې مسلې د حل په برخه کې سيستماتيکه عيني او سمه پلټنه ده.(۶)

ـ د(Rusk) وينا ده:(تحقیق د ذهن د کار کولو طریقه ده، هغه پوښتنې کول چې تر اوسه شوې نه وي او پر یو ټاکلې کړنلاره د هغوی د جوابونو د تر لاسه کولو هڅه ده، په تحقیق کې له نظریو سربیره کوښښ کول پکې اساسي کار دی، د حق د څرګندولو او د هغه نه دفاع کول دي.)

ـ د تحقیق لارښود اثر کې خلیل باور د (سي.سي. کرافورډ)  نظر د څېړنې په هکله داسې راوړی:(تحقیق د موضوعګانې د مطالعې هغه طریقه ده چې د هغه د حل کولو استخراج (جزوي وي او که کلي وي)  له حقایقو څخه بحث کوي.)

همدارنګه ( پي ایم کوک)  تحقیق د ایماندارۍ، ستړیا او ذهانت کار بلي، د حقیقت د رابرسیره کولو، تشریح کولو او پر دلایلو د مسلې د ټینګولو له پړاوونو څخه چې کومه نتیجه راوزي، هغه به هرومرو کېدونکې وي او یا هغه به په وجود د علم کې یوه ښکلې اضافه وي.(۷)

کوم تعريفونه چې غربيانو د تحقيق لپاره کړي دي، ډېر سره نږدې دي او د ټولو تعريفونو محتوا او معنا د لږو زياتو الفاظو په تغير او تبديل سره ورته والی لري.

د څېړنې پورته ټول راغلي تعريفونه په څرګند ډول يو له بله يو شان والی لري او د ټولو مفهوم د حق او حقيقت پلټنه ده او په ځانګړي ډول په لاندې ګډو ټکیو تاکید کوي:

ـ واقعیت: په نړۍ کې تورپوستي، سپین پوستي، سوررنګه او بېلابېلو رنګونو انسانان شته، چې د دوی د بهترۍ لامل د شخصیت په لحاظ علم او د فوقیت په لحاظ تقوا ده چې دا یو منل شوی واقعیت دی.

ـ حقیقت: څېړنه د حق او حقیقت د اثبات لپاره کارنده وسیله ده. په نړۍ کې پر بېلا بېلو رنګونو انسانان شته چې دا یو واقعیت دی خو حقیقت دا دی چې شخصیت او فوقیت د رنګ سره اړیکه نه لري، بلکې د علم او تقوا سره رابطه لري چې د دغو مسایلو اثبات ته رسونه د تحقیق په وسیله کېدای شي.

ـ مېتود یا کړنلاره: هره څېړنه د ځانګړي مېتود په رڼا کې اثبات ته رسېږي. په پښتو ادب کې ادب تاریخ لیکوال باید د تاریخي مېتوده ګټه واخلي او د ساینس په کیمیا کې د علمي مېتوده ګټه اخیستنه مهمه ده.

د څېړنې ډول: تحقیق ټولنیز او ځانګړي ډولونه لري او د هرې څېړنېزې موضوع د پلټنې لپاره بېلا بېلو تحقیقاتي ډولونو ته اړتیا ليدل کېږي.

په اجتماعي علومو کې اکثره وخت کتابتوني او ساحوي تحقیق غوره کېږي او په ساینسي علومو کې د لابراتواري تحقیق ټاکل مهم دي.

ـ سیستماتیک: د څېړنې لوی سرلیک او لیکلړ، لیکلړ او اصلي موضوع، اصلي موضوع او د پيل(پېلیزه، لنډیز، سریزه او داسې نورو)، د اصلي موضوع او د پای(پایلیزه، وروستۍ نتیجه ګیري، مناقشه، وړانديزونه او ماخذونو) تر منځ  معنوي اړیکه په سیستماتیک ډول مهمه مسله ده.څېړنه له پیله تر پایه په سیستماتیک ډول د زنځیر په شکل باید تړل شوې وي.

ـ پلټنه: حقیقت که هر څومره ثابت شي نو بیا هم نور حقایق پکې نغښتي وي او نورو څېړنو ته یې اړتیا محسوسېږي.

ـ کشفول: په ساینسي علومو کې ځېنې طرحې او فرضيي په ثابت شویو نظرونو بدلېږي او د علومو د کشف وسیله کله کله تحقیق ګرځي.

د برق اختراع کوونکی، د رادیو، ساعت او مبایل جوړونکي هغه کسان دي چې له کشفیاتو یې نن ګټه اخېستل کېږي.

ـ پلان: څېړنه د منظم پلان له مخې پر مخ ځي. د لوی سرلیک له ټاکلو پیل تر پایه ګام په ګام د پلان له مخې پای ته رسېږي.

ـ رښتینې: په څېړنه کې له ناسم څخه سم بېلېږي او یا د ناحق څخه د حق بېلول دي نو محقق باید رښتیني موضوعات ثابت کړي.

ـ تحلیل او تفسیر: په څېړنه کې هره موضوع باید تحلیل او تفسیر شي، په څېړنه کې ښه تحلیل لیکنې ته قوت ورکوي.

پورته ټکي په اکثرو څېړنېزو پېژندنو کې راغلي دي او ټول د حق د ثابتولو لپاره په کارېږي.

تحقيق او پلټنه د ورځیني ژوند سره تړلې ده. يو انسان چې ژوند کوي، مجبور دی چې فکر وکړي او د خپل فکر نه مثبته نتيجه لاس ته راوړي، چې دغه نتيجه په ژوند کې د حقايقو په لټون تر لاسه کېږي.

که په ژوند کې تحقيق او پلټنه نه وي، انسانان به په داسې کندو برابر شي، چې د وتلو توان به يې نه وي، دا چې انسان د پلټونکي فکر خاوند دی نو د پرمختګ لپاره فکر کوي.

انسانان په جسمي او رواني لحاظ په ژوند کې اړتیا احساسوي، چې د ستونزو د هوارۍ لپاره فکر وکړي، علم حاصل کړي او با لاخره پلټنه وکړي، چې ځان او جهان ته يې ښېګڼه ورسېږي.

څېړنه د ژوند سره تړلې موضوع ده. يو پوه انسان که وغواړي چې ځان او جهان ته خدمت وکړي نو هرو مرو به دا انسان پلټونکی وي. دا چې څېړنه ورځېنې ژوند کې د نېکبختۍ لامل ګرځي او د ټولې نړۍ د پرمختګ او ښه ژوند لامل همدا پلټه او څېړنه ده نو ځکه موږ هم د ژوند په پړاوونو کې د ښه ژوند او خوشحالۍ لپاره څېړنه کوو.

هر محقق باید له ځانه لاندې پوښتنې وکړي، که ځواب یې مثبت وي نو په کار دې پيل وکړي او که د یوې پوښتنې ځواب ورسره نه وي نو کار دې نه پيلوي.

۱.ولې تحقیق کوم؟

۲.د څه په هکله تحقیق کوم؟

۳.زما څېړنه کوم علمي ارزښت لري او کنه؟

۴.زما څېړنه د مبهمو پوښتنو ځواب ورکولای شي او کنه؟

۵.کومه څېړنه چې زه کوم، ایا د څېړنې او تېرو معلوماتو ارزښمت زیاتولای شي؟

۶.زما په څېړنه کې کوم ارزښتونه پراته دي؟

۷.کوم هدفونه لري؟(۸)

د پورته هرې پوښتنې ځواب باید واضح او څرګند وي او د محقق ټولې پوښتنې باید د علمي کار په پیل او جریان کې مثبتې وي.

د څېړنې ګټې

د څېړنې برکت دی چې ورځ تر بلې نوي کشفيات کېږي او د انسانانو د ژوند د ښه والي لپاره د ښه ژوند موقع برابرېږي. د څېړنې ګټه په ډېر وخت کې فردي نه وي، بلکې ټولنيزه وي، يعنې که په لويديځ کې يو لويديځ پوه د سرطان د ناروغۍ لپاره درمل جوړوي، ددې درملونه يوازې يوفرد ګټه نه شي اخېستلای.

د څېړنې خاصې ګټې په لاندې ډول دي:

۱. څېړونکي سره د شخص او کاري ستونزو په ډګر کې مرسته کوي.

۲.په څېړونکي کې د نوښت مینه پیدا کوي او د دې جوګه یې ګرځوي چې د حقیقتونو پلټنه وکړي او همدارنګه پوهه یې ژوره او پراخه ګرځوي.

۳.فکر تنظیموي او دېته یې رابولي چې نوښتونه تر سره کړي، له سطحي او تکراري معلوماتو څخه یې ژغوري.

۴.په مناقشه او مصاحبه کې د فرد علمي کچه لوړوي.

۵.کتابتونونه په نویو نوښتونو او ابتکاراتو سره شتمنوي.

۶.د بېلا بېلو پروګرامونو تر مینځ یووالی او اتحاد راولي.

۷.د بېلا بېلو علومو تر مینځ اړیکه ټینګوي، د بېلګې په توګه هغه څوک چې په ادبیاتو کې د ادبپوهنې په برخه کې ادب تاریخ لیکي نو دی مجبوره دی چې د تحقیق د لارو چارو سربېره له تاریخه هم معلومات ولري.(۹)

لڼده دا چې څېړنه په ورځني ژوند کې د انسانانو د ښه ژوند د بهبود لپاره موقع برابروي.

په ساينسي او ټولنیزو علومو کې د هرې لاس ته راوړنې اصلي سرچینه له څېړنې سرچينه اخلي.

د څېړنې ځانګړنې

د څېړنې د ځانګړنو په هکله په ډېرو ځایونو کې خبرې شته خو د موضوع د شرایطو سره سم به د محمد صدیق روهي له اثره د څېړنې د ځانګړنو په هکله د کار خبرې راوړم:

۱.څېړنه به د يوې ټاکلې مسلې پر خوا او شا باندې څرخي.

۲. په څېړنه کې به ابتکار او نوښت موجود وي.

۳.څېړنه به د يو ازاد فکر سره پيل کېږي.

۴. څېړنه به په دغسې يو ذهنيت متکي وي، چې ګويا په طبيعت کې هر څه د يوه منظم او قانون پيروي کوي.

۵.د څېړنې مقصد به د قوانينو او عمومي پرنسيپونو برسېره کول وي.

۶.په څېړنه کې به علت او معلول پلټل کېږي.

۷. په څېړنه کې به له اندازه کولو څخه کار اخيستل کېږي.

۸. په څېړنه کې به له شعوري تکنيک څخه ګټه اخیستل کېږي.(۱۰)

د څېړنې ځانګړنې د څېړنې له پېژندنې سره نېغ په نېغه اړيکه لري او د يوې ښې څېړنې او پلټنې لپاره پورتنۍ خبرې اړینې دي.

پورتنیو ځانګړنو څلورمه شماره کې راغلي دي: څېړنه د ازاد فکر سره پيل کېږي. د يونان نامتو فيلسوف(اپلاتون) به ويل:(حقيقت ولټوئ له دې څخه مه وېرېږئ چې کومې خواته مو بوزي.)، دده په عقيده څوک چې حقيقت وژني هغه قاتل دی. له همدې امله اکاډميکې څېړنې زياتې ازادۍ او ازاد فکر ته اړتيا لري.

د څېړنې پېژندنې لپاره بېلا بېلو پوهانو ډول ډول تعریفونه کړي دي او د ټولو په څرګندونو کې ګډې ځانګړنې شته. ټول تحقیقاتي کارونه ارزښت او اهمیت لري، په ساینس کې تحقیق یو ډول ارزښت لري او د ځانګړې موخې لپاره کېږي، همدارنګه اجتماعي علومو کې تحقیق بیا د بېلو موخو او ارزښتونو لپاره کارېږي.

ماخذونه

۱.سرمحقق سیدمحی الدین هاشمي:د(ادبي څېړنې) او(ادبي کره کتنې)  اړيکې، د ادبي څېړنې اصول او لارې، سرمحقق سید محی الدین هاشمي په اهتمام، ژبو او ادبیاتو مرکزـ علومو اکاډمي، کابل، ۱۳۹۳ ل کال، ۴۶ مخ.

۲.څېړنوال محمدنبي صلاحي: په ادبي څېړنه کې د ميتود ارزښت، د ادبي څېړنې اصول او لارې، سرمحقق سید محی الدین هاشمي په اهتمام، ژبو او ادبیاتو مرکزـ علومو اکاډمي، کابل، ۱۳۹۳ ل کال، ۵۲ مخ.

۳.پوهنوال احمد شاه زغم: معاصره لیکوالي، یون کلتوري یون مرکز، کابل، ۱۳۹۴ ل کال، ۳۴۶ مخ.

۴.خلیل الرحمن باور:د څېړنې لارښود، بلوچستان یونورسټي،کوټه،۲۰۱۲ م کال،۵ مخ.

۵.څېړنوال سید نظیم سیدي:د ادبي څېړنې ډولونه او ميتودونه، د ادبي څېړنې اصول او لارې، سرمحقق سید محی الدین هاشمي په اهتمام، ژبو او ادبیاتو مرکزـ علومو اکاډمي، کابل، ۱۳۹۳ ل کال، ۶۸ مخ.

۶.کاندیداکاډمیسین محمد صدیق روهي: د څېړنې لارښود، دویم چاپ، د محمد یوسف عمران او هدایت الله حافظ په اهتمام، د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز، کابل، ۱۳۸۵ ل کال، ۳۱ مخ.

۷.خلیل الرحمن باور: د څېړنې لارښود، بلوچستان یونورسټي، کوټه، ۲۰۱۲ م کال،۴مخ.

۸.پوهنوال احمد شاه زغم: معاصره لیکوالي، یون کلتوري یون مرکز، کابل، ۱۳۹۴ ل کال،۳۵۲ مخ.

۹.ډاکټر مصطفی نیازی: د څېړنې تګلاره، مدینه خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۴ ل کال، ۲۴ مخ.

۱۰.کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي:فلکلور پېژندنه، ګودر خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۴ ل کال، ۹۰ مخ.