حوت 19, 1402 18:32 Asia/Kabul
  • کتاب: ادبي څېړنې

لیکوال: څېړندوی محمد صديق روهي

د پښتو ژبې انجيل نوم غفور لېوال د محمد صديق روهي په هر اړخيز او يو فوق العاده څېړنيز کتاب "ادبي څېړنې" باندې اېښی دی.

دا کتاب ټول ټال 497 مخونه لري چې 1386 کال کې دانش خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی.

د دې کتاب ښه والی له دې هم مالومېږي چې تر اوسه پورې په پښتو ژبه کې داسې هر اړخيز او له هره اړخه عالي څېړنيز کتاب نه دی ليکل شوی، لکه د دې کتاب په سريزه کې چې خپله صديق روهي ليکي: زه به په تمه شم چې يو بل څوک راپيدا شي او زما له دغه کتاب هم غوره او ښه کتاب وليکي.

دا کتاب په څلورو بابونو يا فصلونو او برخو وېشل شوی دی. لومړۍ برخه يې ادبي تيوري ته ځانګړې شوې ده. په دې برخه کې موږ د هنر، د هغه په باب له نظريو، همدارنګه د نګه هنر، د ژان پل سارتر له نظره په ادب، په شعر کې د التزام په مسأله، سبک، ابهام او هنر، د شاعرانو په خويونو او همدارنګه شعر او ادب د الفت له نظره موضوعاتو باندې ښکلي او هراړخيز مالومات لولو.

دويمه برخه د‌ ادبي کره کتنې په باب را غږېږي. په دې برخه کې د‌ کره کتنې په معيارونو او پسمنظر، د کره کتنې په ادابو، د روښانيانو د ډلې په راښکاره کېدو، له روښانيانو سره د دروېزه او پنجو د مخالفت په اصلي علتونو، د دروېزه په ليکنو کې د پښتو د کلتور په انعکاس، د ميا فقير د پښتو شعرونو په سبک، د ميا فقير په طريق الارشاد کې د شرعې او طريقې د موضوع په اظهار، د خوشال د ښوونې او روزنې په فلسفه، د خوشال د سوات نامې، د خوشال په اخلاقي ايډيال، د خوشال په آثارو کې د موضوع او شکل په تنوع، د رحمان او اشراق په فلسفه، همداراز د پښتو د لومړني درسي کتاب او قلمي نسخې، په پښتو کيسو کې په ريالېستيکو تمايولاتو او د کابل مجلې د درېيو دورو په عمومي خواصو ډېر عالي او خوندور بحثونه لولو.

درېيم باب مو په بېلابېلو ادبي مکتبونو راګرځوي. دا برخه په کلاسېسېزم، رومانتېسېزم، ريالېزم، سور ريالېزم، سمبولېزم او سمبولېستيان او همدارنګه د نېهنلېزم په اړه په غوره او دقيقو موضوعاتو مالامال ده.

د دې کتاب وروستۍ او څلورمه برخه مو ادبي تاريخ ته وړي. لومړۍ راباندې هومر اوډيسي او د هغه مشهورې حماسې "اوديسي" او "ايلياد" ننداره کوي، ورپسې مو په په کنفوشيوس او د هغه په منتخباتو راتاووي، په درېيم قدم کې مو سوفرکليز او د هغه اوډيپس مشهورې او نړيوالې ډرامې ته بيايي، يورپيديز او د هغه خوندوره ډرامه ميديا هم راباندې ويني، پنځم ليده کاته مو له ورجييل او د هغه له اوضاع بدلوونکې حماسې انييد سره راکوي، يو چکر په هوريس او د هغه په نظمونو راکوي، د مارکوس او رلييوس له فکرونو سره مو د اشنايۍ اووم ديدن هم په برخه کېږي، بل ځل مو کاليداس ته بيايي، هلته د نوموړي تاريخي افسانه شکنتلا راسره مخامخ کوي، د پلوتارک له يو شانته ژوندونونو سره مو نهم سفر هم پای ته رسېږي، د انګرېزانو او جرمنيانو په باب د تاسيتوس د ليکنو عمده ټکي راښيي او په وروستيو کې مو د ليون تولستوی په شاهکار اثر اناکارينينا هم راګرځوي.

لکه څنګه چې موږ په پښتو ژبه او ادب کې د څېړنې، البته ښې او هر اړخيزې څېړنې په برخه کې ډېر کم آثار او مالومات لرو نو دا کتاب د هغه چا لپاره چې د ادب جدي لوستونکي او همدارنګه د تحقيق او څېړنې په برخه کې څه ناڅه د کار کولو تجربه ولري، يو ښه، غوره او ګټور د څېړنو لارښود او کتاب کېدای شي.