د دستارنامې د سریزې مېتود
لیکنه: نعمت الله صديقي
دستارنامهکه ځینو زندانونو د زندانیانو د ځوانۍ او عمر ځورونې استحصال (زبېښاک) نه وای کړی؛ نو په غبرګو سلامونو او نمانځنو به یې سړی اړ کولای، د راجستان د رنتهمبور زندان یو له همداسې زندانونو دی، چې د پښتو او پښتنو د ستر خوشحال د زندانولو کیسه او اذیت یې خوندي کړی دی، دا زندان به څنګه په سلامونو او نمانځنو نه ارزېده، چې د دستارنامې په څېر د یوه داسې اثر انګېزه ترې اخیستل شوې، چې د خوشحال پر ټولنپوهنې او سیاستپوهنې سربېره پر ارواپوهنې او ادبپوهنې داسې مهر تصدیق دی، چې په حقه معنا یې سړی د دې علومو رښتينی او امین عالم بللی شي.
استاد معصوم هوتک د دستارنامې د همدې کړاوونو په اړه د خپلې بېسارې څېړنې په ترڅ کې لیکي: “یو څوک چې د بند او زندان په تیاره ماحول کې له خپل کور، کتاب او کتابتون څخه په فرسخو لېرې پروت وي او له حافظې څخه دی د خپل عصر په لسو نایابو او نادرو تاریخي او ادبي کتابونو ته حوالې ورکوي، داسې چاته له نابغه پرته بل نوم ورکول بې انصافي ده.” (۱)
دا رښتیا ده، چې خوشحال د کلاسیک د منخنۍ دورې نابغه دی، د خوشحال د دستارنامې په اړه که یو څوک هراړخیزه خبره کوي؛ نو بویه د پورتنیو ټولو علومو په تناظر کې د هغه عصر د سیاسي او اجتماعي شعور لوړتیا هم خورا مهمه ده، موږ دلته یوازې د دستارنامې د سریزې پر مېتود خبره کوو، ځکه چې د دستارنامې سریزه د یو شمېر داسې ځانګړنو په اساس لیکل شوې، چې د سریزه لیکنې له تخنیکي آرونو (اصولو) تر څنګ یې مشاهداتي او فکري اړخ هم د ډېر اهمیت وړ دی. د دې سریزې په اړه استاد عبدالغفور لېوال وايي: “د دستارنامې سریزه د مقدمه لیکنې یوه استادانه بېلګه ده، چې د خوشحال په څېر یو ستر او سترګور لیکوال یې رامنځته کولای شي، په داسې یو مهال کې چې معمولاً به سریزې له اضافي تعارفاتو څخه ډکې وې او تر محتوایي بډاینې به یې لفظي اوږدوالۍ ډېر و. د دستارنامې لنډه خو ګڼه مقدمه په رښتیا چې یو اعجاز ګڼلی شو، ځکه یوازې پر هغو مسایلو خبرې کوي، چې د کتاب د موضوع او هدف په معرفۍ کې لازم دي.” (۲)
مخکې له دې چې د دستارنامې د سریزې او ځانګړتیاوو په اړه بشپړ خبرې وکړو؛ لومړی سریزه پېژنو او بیا یې له ځینو هغو اصطلاحاتو سره هم تفکیک کوو، چې د سریزه، مقدمه، پيليزه، پیشلفظ، دیباچه، تمهید او تقریظ په نومونو زموږ په کتابونو کې دود دي، د سریزې په اړه په منهج البحث العلمي کې راځي: “سریزه د تحقیق موضوع د مهمو برخو څخه ګڼل کېږي، په سریزه کې د تحقیق اړوند مختصر او لنډ معلومات ورکول کېږي او یادونه کېږي، چې کومو نورو مخکښانو له ده څخه مخکې په دې موضوع کار کړی وي، یادونه یې کوي، په سریزه کې د هغو ستونزو ښودل اړین دي، چې په یوه ځانګړې ساحه کې شتون لري او همدا راز څېړونکي ته چې کومې ستونزې راپېښې شوي او د څېړنې په بهیر کې یې له منځه وړي، مشخص کړي. په سریزه کې به مواد او د څېړنې کړنلاره هم روښانه کېږي او همدا راز دا هم په ډاګه شي، چې څېړونکي دا ډول کړنلاره د نورو کړنلارو له منځه ولې غوره کړې او مناسبه یې وګڼله، ډېر څېړونکي دا هم غوره ګڼي، چې د خپل کار لاسته راوړنه او نتایج په سریزه کې ذکر کړي او لوستونکي دې ته وهڅوي، چې د نویو نتایجو او لاسته راوړنو د څرنګوالي په اړوند خبر شي. په سریزه کې د تحقیق پر طرحې، ارزښت، هدف، پوښتنو، شالید او مېتود علمي بحث ضروري دی او معنا له مخې د هرې تحقیقاتي لیکنې سریزه باید پورته خبرو ته سم ځواب پیدا کړي.” (۳)
د سریزې تعریف عیناً د مقدمې تعریف دی، یوازې د الفاظو د بدلون تر حده توپیر کوي، یعنې مقدمه او سریزه یوه خبره ده، چې تعریف یې پورته ذکر شو، موږ هم د سریزې پر همدې تعریف او ځانګړتیاوو د دستارنامې د سریزې سپړنه کوو؛ خو په لنډ ډول سریزه د پيلیزې یا د سر له خبرو سره هم بېلوو: “په پيلیزه کې د څېړنيزې موضوع د انتخاب انګېزه، د بشپړولو اسانتیاوې او ستونزو د څېړنو د ضرورت، ارزښت او نوښت په باره کې توضېحات ورکول کېږي او په پای کې که څېړونکي لازمه وګڼي، له هغو کسانو څخه چې د څېړنې په کار کې یې مرسته ورسره کړې وي، مننه کوي یا د ځینو نیمګړتیاوو له امله معذرت وړاندې کوي، ځینې څېړنیز جوړښتونه په مخکنیو خبرو کې د موضوع د انتخاب انګېزه او د څېړنې د بشپړولو په هکله ځینې یادونې موجودې وي.” (۴)
د پيلیزې له تعریف وړاندې مو پيلیزې ته د سر خبرې هم وویلې؛ مګر یو څو نور نومونه هم په دې تعریف کې راتللی شي او دا داسې نومونه دي، چې د پښتونخوا په کتابونو کې ډېر ځله تر سترګو کېږي، یعنې دې پيلیزې ته پیشلفظ، تمهید او دیباچه هم ویل کېږي؛ مګر د اردو ژبې نقاد سلیم اختر د پیشلفظ او دیباچې تر منځ هم توپیرکړی: “د کوم کتاب لنډه پېژندنه له preface سره مشابه دی، یعنې دا هم لنډه پېژندنه ده؛ مګر په عمومي ډول د لیکوال پر ځای یې په یوه کتاب کې بل لیکوال کاږي؛ ګواکې د بل لیکوال لیکلې کتاب پېژندنې ته دیباچه ویلی شي او په خپله د خپل کتاب پېژندنې ته پیشلفظ ویلی شي.” (۵)
د سلیم اختر په خبرو کې لولو، چې پیشلفظ په لږ توپیر سره همغه پيلیزه ده، چې پورته مو تعریف کړه او دې ته د پیشلفظ تر څنګ تمهید هم ويل کېږي. د سلیم اختر په خبرو کې د دیباچې د تعریف په اړه هم خبرېږو، چې دا لفظ هم د تقریظ لپاره کارېږي او تقریظونه معمولاً زموږ د لیکوالو د رسمي رتبو پر آثارو او یا د تیزسونو او مونوګرافونو پر کتابونو د لارښودو او یا هم د همغو رسمي ادارو د څانګوالو استادانو لخوا لیکل کېږي.
د څېړنوال عبدالقیوم زاهد مشواڼي په زیار ترتیب شوې دستارنامه کې سریزه د (څو خبرو) تر سرلیک لاندې ترتیبه شوې؛ حال دا چې په همدې سریزه کې خوشحال بابا دې سریزې ته مقدمه وايي، مګر هغه څه چې دلته د یادولو وړ دي هغه د سریزې پاشلی ترتیب دی یعنې دا سریزه د څو بېلابېلو لیکنو په بڼه ترتیب شوې ده، چې په ټوله کې یې د سریزې جوړښت او فصاحت ته پېچیدګي ورکړې ده، دا سریزه که څه هم پر دوو فصلونو او جدا جدا عنوانو وېشل شوې ده، ولې د کتاب د بابونو (څپرکو) په اړه پوهېږو، چې اصلاً خوشحال بابا غواړي، د سریزې یا مقدمې له اصولو سره سم لومړی د موضوع اړوند خبرې، اهمیت او ارزښت راته روښانه کړي او ورپسې د کتاب یا د موضوع په اړه توضېحات راکړي.
د دستارنامې سریزه د دیني آثارو په څېر د خدای (ج) او د رسول (ص) پر حمد او ثنا پیل شوې؛ خو په لږ تفاوت چې دا سریزه منظوم حمد او ثنا لري او دیني هغه یې اکثر نثري وي. ورپسې د دستارنامې د بیت او نوم په اړه تشرېح ورکوي او علت لیکي، چې د زړه دلګیري د لېرې کولو تر څنګ یې یو چا ته د ګټې د رسولو په موخه دا اثر کښلی دی. د دستار په اړه تر لنډو خبرو ورسته په مختصر ډول د ټول کتاب په اړه لنډ معلومات داسې وړاندې کوي، چې د سریزه لیکنې بهترین اصل یې ګڼلی شو: “درست کتاب په یوه مقدمه، په یوه خاتمه ترتیب شوی دی. په مقدمه کښې ذکر د دستار او جوهر ذاتي چې مبدا د قابلیت ده، فهرست د هنرونو د خصلتونو. اول باب د هنرونو مشتمل په شل هنره، دویم د خصلتونو مشحون په شل خصلته، خاتمه د حماقت علامتونه. والله ولي التوفیق. مقدمه د کتاب مقرره په دوه فصله. اول فصل ذکر د دستار او د دستار د قابلیت، دویم فصل مذکور د ولایت او اسباب د سیاست او ریاست. هنرونه خصلتونه په طریق د فهرست او بیان د قابلیت.” (۶)
د دې سریزې همدا دوه عنوانه موضوعي تحلیل چې لومړی فصل د دستار په حقیقت او دویم فصل استعداد او قابلیت کې خوشحال بابا په څومره هنر او فني مهارت د موضوع عمق ته کوزېږي او د بېلابېلو بېلګو په وړاندې کولو سره د موضوع افادیت راسپړي؛ نو ډاډه ویلی شم چې د نن عصر ډېرې کمې سریزې به یې سیالي وکړی شي؛ سره له دې چې د اوسني دور د سریزو د مېتود یا بشپړو اصولو په رڼا کې به یې ځینې اړخونه ورسره اړخ نه لګوي، لکه په دې سریزه کې چې د نن د سریزو په څېر نه راته وايي، چې د موضوع د لیکلو په وخت له کومو ستونزو سره مخ و یا نه او یا د موضوع د شالید په اړه هم نه غږېږي، چې تر ده مخکې په دې برخه کې چا او څومره کار کړی دی، کوم چا ورسره مرسته وکړه او د موضوع مېتود یې کوم ډول دی؛ البته دا د نویو سریزو د مېتود تیوري ده؛ خو هغه څه چې ډېر څرګند دي هغه د موضوع په اړه په جامعیت سره موضوع واضح کول دي او همدا ډول د موضوع د لاسته راوړنو او نتایجو په حواله د دې سریزې ځانګړنې دي، چې د عالي سریزو په کتار کې یې حسابولی شو. البته تر دې دمه د سریزې له لوسته وروسته داسې ویلی شو چې دا مېتود له نوې مېتود سره ټول په ټوله اړخ نه لګوي، البته د سریزې د هغو مشهورو مېتودونو په اساس ویلی شو، چې دا سریزه د تشریحي هغه پر ځای تر ډېره حده پر موضوعي مېتود ولاړه ده.
ماخذونه
۱. هوتک، محمد معصوم: په دستارنامه کې د فارسي کلام د چا دی؟، کندهار: علامه رشاد آکاډمي، ۱۳۹۵ ل، ۷ مخ.
۲. لېوال، عبدالغفور: ادبي لیدلوري، کوېټه: پښتو آکاډمي بلوچستان، ۲۰۱۵ ز، ۶۲ مخ.
۳. روهي، کاندید اکاډمیسن محمد صدیق: د څېړنې بنسټونه او ډولونه، کابل: د افغانستان د سیمه يیزو مطالعاتو مرکز، ۱۳۸۵ ل، ۹ مخ.
۴. هاشمي، سید اضغر: د تحقیق اصول، جلال آباد: هاشمي خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۶ ل، ۱۱۹ مخ.
۵. اختر، ډاکټر سلیم: تنقیدي اصطلاحات، لاهور: سنګ میل پیبلي کیشنز، ۲۰۱۱ ز، ۱۳۰ مخ.
۶. خټک، خوشحال خان: دستارنامه، (پرتلنه او څېړنه د عبدالقیوم مشواڼي)، جلال آباد: مومند خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۳ ل، ۳- ۴ مخ.