حوت 16, 1402 12:13 Asia/Kabul
  • «ادبیات، انسان، خوبونه او ارکي ټایپونه» اثر چاپ شو

پوهنمل سید اصغر هاشمي

د لیکوال یادښت:د نویو څېړنو غوښتنې نوې خبرې دي، پر همدې بنیاد د څېړنې د اصولو په نظر کې نیولو سره په ترکیبي څېړنیز ډول او کمپوزیت مېتود باندې تاکید کېږي. کله چې د څېړنې له لارو چارو سره اشنا اوسو، د منظم مېتود په رڼا کې څېړنه پیلوو او پای ته یې رسوو. که څېړونکی د تخصص درلودونکی هم وي؛ خو د خپل تخصص پر بنیاد په مجرد ډول نوی کار لږ کولای شي او یا یې هېڅ کولای نشي، ځینې داسې څېړونکي هم شته چې ډېرې لوړې زده کړې نه لري؛ خو د ډېر کار کولو له امله یې د څېړنې له لارو چارو سره اشنايي پیدا کړې وي او کولای شي چې ښه څېړنه وکړي؛ خو بیا هم دا خبره کوم چې که دی هم وغواړي نوې څېړنه وکړي؛ نو یوازې د یوې برخې د مطالعې پر بنیاد به ښه او نوی کار  لږ وکولای شي.

د نوي څېړنیز کار لپاره د پښتو ادب متخصص ته اړتیا ده او یا هم هغه چا ته چې د پښتو ادب مطالعه لري او څېړنه کوي، چې نور علوم ولولي. که چېرې څېړنه د دوه او درې اړخیزو علومو پر بنیاد یوه فرضیه ثابتوي؛ نو خبرې به یې له هغې څېړنې ډېرې نوې وي، چې د یو علم پر بنسټ تر سره کیږي.

(ادبیات، انسان، خوبونه او ارکي ټایپونه) د مقالو ټولګه ده، هره برخه یې له ادبیاتو پرته له نورو پوهنو سره اړیکې لري، د بېلګې په ډول (په «ښکلا وږمه» کې د ارکي ټایپونو څېړنه) مقاله کې د ادبیاتو او اراپوهنې د اړیکو پر اساس د کارل ګوستاو یونک د نظريي پر بنسټ د پوهاند رشتین «ښکلا وږمه» اثر کې د مور، عشق، اوبو زړبېلګې «ارکي ټایپونه» څېړل شوي دي او د یوې ځانګړې نظريي پر بنسټ کار شوی دی. د نویو څېړنو تقاضا هم دا ده چې تحقیق د یوې نظريي پر بنسټ وشي، چې د کار حدود معلوم وي او په راتلونکي کې څېړونکي په څېړل شوې برخه د نورو پوهانو د نظریو پر اساس کار کولای شي.

(د «سلطان» په حماسه کې انسان د انسان دوزخ دی) لیکنه کې د یوناني ژبې د کاسموس او وروسته هابز، سارتر او مجروح په لیکنو کې د الفاظو په تغییر چې یو ډول مفهوم وړاندې کوي: «انسان د انسان دوزخ دی» نظریه ثابته شوې ده او د «سلطان» په منظومه مصنوعي حماسه کې ښودل شوې ده.

(د میرزا خان په شعرونو کې د شمېرو فلسفي څېړنه) مقاله کې د فیثاغورث د شمېرو پر بنیاد د میرزا خان په شعرونو کې شمېرې لټول شوي او څېړل شوي دي او په اسلام، اخوان الصفا او حروفیه فرقو کې هم پرې خبرې شوې دي.

(د ډاکتر مجروح په شعرونو کې د انسان څېره) د انسان پېژندنې پر بنسټ خبرې لري، (په مجزن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم شل صفتونه او په حال کې یې څرکونه) مقاله کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت بحث لري او په ننیو انسانانو کې د همدغو صفاتو لټونه ده چې یو نه یو ډول دا برخه هم د انسان پېژندنې سره اړیکه لري. (د ډاکتر مجروح او علامه اقبال په شعرونو کې د خودشناسۍ پرتلیزه څېړنه) لیکنه د اسلام او ارواپوهنې په رڼا کې پر خودشناسۍ خبرې لري او دا ستونزه پکې حل شوې ده چې په دې دواړو برخو کې خودشناسي سره توپير لري. ډېر وخت ځینې څېړونکي د ارواپوهنې له اړخه خودشناسي د اسلام او د اسلام له اړخه خودشناسي د ارواپوهنې له اړخه تر بحث لاندې نیسي. دا مقاله له ادبیاتو پرته د اسلام او ارواپوهنې له اړخه نظرونه لري او د امام غزالي د کېمیای سعادت او احیاالعلوم الدین د اثارو پر اساس په خودشناسۍ خبرې لري.

(د استاد شپون«مهاجر خوب» نظم کې د خوب څېړنه) د کارل ګوستاو یونک د خوبونو د نظريي پر بنسټ واضېح او تشرېح شوی دی او د همدې یوې نظريي له اړخه د څېړنې فرضیه ثابت شوې ده. د کتاب وروستۍ مقاله (د محمد اکبر کرګر په دوو داستانونو کې د «سیال ذهن» څېړنه) ده. متحرک ذهن د ارواپوهنې یوه نوې کشف شوې نظریه ده چې په داستاني ادبیاتو کې دغه تجربه لیدل کېږي. په داسې لیکنو کې ذهن له داخلي نړۍ څخه د سیلاب په ډول خبرې را وباسي او د عمق څخه دغه را وتلې خبرې د زړه خبرې وي، چې له تېر سره اړیکه لري. د لاشعور دغه ذخیره شوې خبرې په ځینو حالاتو کې د انسان لخوا ویل کېږي.

دا  مقالې مې د دوکتورا دورې په درسي بهیر کې لیکلې دي، دا چې په یو وخت کې لیکل شوې دي؛ نو د منځپانګې له مخې ځینې مقالې یو له بل سره اړیکې لري او د متنونو تر منځ به ځینو ځایونو کې ورته والی موجود دی.

د سمونې په برخه کې خواريکښ او خدمتګار ملګري پوهنیار حمیدالله عمرخېل څخه مننه کوم.