حوت 14, 1402 13:41 Asia/Kabul
  • کتاب: د غرونو پر څوکو

ليکوال: بریالی فیضي

دې کتاب سالم رقابت او هدف يې ښه ترا واضح کړی

د ښوونځي له دورې دا اورو، موږ باید سالم رقابت ولرو، هر زده کوونکی باید کوښښ وکړي، چي د همصنفیانو په منځ کي يې نمرې او درجه ښه وي، دغه یو د بل څخه د وړاندي والي فکر به د دې لامل سو، چي زده کوونکي به درس ته ډېر ښه متوجه کېدل، پر وخت به صنف ته حاضرېدل، د استاد خبرو ته به ډېر په غور غوږ ول.

همدا اصلا د سالم رقابت هدف و، که به زموږ مشرانو یا استادانو موږ سالم رقابت ته تشویقولو همدا يې هدف و، ځکه چي د انسان طبیعت داسي جوړ دئ، چي د نورو سره د سیالۍ پر مهال پوره متوجه کیږي او خپله ټوله انرژي په کار اچوي، ترڅو خپل هدف ترلاسه او بریالی سي.

خو دا خبره باید په ذهن کي وساتو، چي په کومو چارو کي باید د نورو څخه د وړاندي والي فکر راسره وي؟ آیا د غرب په څېر د پیسو د ډېرولو له پاره باید د نورو سره سیالي وکړو؟

سالم رقابت او د نورو څخه وړاندي والی باید په محسنه افعالو کي وسي، لکه د صحابه کرامو رضي الله عنهم په دور کي چي به ټولو مؤمنانو هڅه کول، چي د دین په لاره کي یو له بله سالمه سیالي سره وکړي.

هو؛ صحابه کرامو رضي الله عنهم به یو له بله د دین په چارو کي د وړاندي والي هڅه کول، دوی به په سر او مال د دین د دفاع له پاره مبارزه کوله، که به د بیت المال سره د مالي کمک خبره وه، هر صحابي به کوښښ کوئ، چي تر نورو ډېر مال بیت المال ته وسپاري، که به د وسـ.ـله وال جـ.ـ@ـاد خبره وه، هر صحابي به هڅه کول، چي ډېر وجنګیږي او ډېر کـ.ـفار تر تېغ تېر کړي.

د مولوي عبدالرحیم راشد حقاني صاحب په نوم یو له ابتکاراتو ډک ځوان او تاند لیکوال لستوڼي را بډ وهلي او د صحابه کرامو رضي الله عنهم او نورو نېکو کسانو ځیني واقعې يې پښتو ژبي ته را لیکلي/ ژباړلي دي، دغه مغتنم اثر ته يې «د غرونو پر څوکو؛ په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول» نوم انتخاب کړی دئ. دغه ریښتني کیسې دا ښيي، چي صحابه کرام رضي الله عنهم او نور د الله جل جلاله غوره بندګان به څومره د دین په لاره کي محتاط ول، تل به يې هڅه دا وه، چي د دین په فهم، تفهیم او خدمت کي د نورو ملګرو په پرتله ډېر ځان ستړی کړي او ډېره هڅه وکړي.

دغه اثر خصوصا زموږ د ټولني د ځوان کهول له پاره خورا ډېر مفید بولم، په دغه اثر کي د صحابه کرامو او نورو نېکانو واقعي پیغام لرونکي کیسې را نقل سوي دي، چي باید زموږ د ټولني هر ځوان يې د خپل ژوند په ستر سفر کي د مشعل په ډول وکاروي.

مولوي صاحب راشد حقاني ته دي الله تعالی خیر ورکړي، چي دومره مفیدي او د ټولني د تقاضا سره برابري موضوع ته يې پام ور اوښتی او په اړه يې دغه وزنداره اثر پښتو ژبي ته را ژباړلی دئ، مولوي صاحب ته دي الله تعالی د لا زیاتو علمي آثارو د لیکلو توفیق ورکړي.