کتاب: د کارګر فلسفه
لیکوال: شېر علي باچا
د کارګر فلسفه، کتاب لنډیز به په نږدې وخت کې خپور کړل سي، خو دا چې ولې کار ګر فلسفه مهمه ده او لیکوال یې څوک دی، شهیم کامړ پرې لیکلي دي.
د شېرعلي باچا(باچاجي) دغه کتاب "د کارګر فلسفه" چاپ شو.
دا کتاب شېر علي باچا په کال 1989 کې په هريپور جېل کې ليکلی دی خو له ډېرې اوږدې مودې وروسته په لومړي وار د باچاجي له خطي نسخې څخه د حسين عالم مندوخېل په زيار او مالي لګښت چاپ شو چې موږ حسين عالم مندوخېل ته پر دې علمي خدمت ډېر دادونه، افرين او مبارکي وايو.
د کارګر فلسفې يا د مارکسي نظريې دغه ګټور علمي کتاب چې د پښتون عالم، په مارکسي نظرياتو او سياست پوه شخصيت شېر علي باچا ليکلی دی؛ په پښتو ژبه کې يوه لويه علمي اضافه ده، په کار دی چې هر پښتون يې له مطالعې څخه ضرور برخمن شي.
د شېر علي باچا د سياسي او نظرياتي فکر او مبارزې په اړه به هم دومره و وايو چې دی د خواريکښو او مزدور طبقې د حقوقو او شعور ورکولو يو زورور عملي نمایند ږغ وو، په دې برخه کې يې د مزدور کسان په نامه تحريک چلاوه، خو ورسره چې يې خپل قوم په کوم محکوم حالت کې ليده نو په لوی فکر يې د قومي ازادۍ د مبارزې احساس هم په عمل کې راغلی، ځکه نو د طبقاتي فکر له مبارزې سره قومي سياست ته هم په عملي ميدان ور ګډ شو او په کال 1989 کې يې خپل د طبقاتي مبارزې تحريک د خان شهيد عبدالصمد صمد خان اڅکزي په تحريک کې ضم کړ او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په نامه يې ګډه قومي سياسي مبارزه پيل کړه او باچاجي پکې د مرکزي جنرل سیکرټري په حيث خدمات پکې پيل کړل او د ژوند تر پايه ورسره ملګری پاته شو.
دا پر 373 مخونو مشتمل کتاب ما کمپوز کړی دی خو اوس تازه رارسېدلی دی، مطالعه کړی مې لا نه دی، په مطالعه او کمپوز کې ډېر فرق دی، مطالعه يوه خپله جلا توجه غواړي چې تمرکز پکې د موضوعاتو پر زدکړه او په هغو باندې د پوهېدلو وي او کمپوزنګ لوستل نه دی، بلکې د منډې ليکلو يو چټک کار دی خو بيا هم د علمي کتاب جلب او اهميت دومره ضرور وي چې د موضوعاتو سرسري تعارف يې د کمپوز پر وخت د سړي ذهن نشين شي.
باچاجي په خپل رسا فکر د مارکسي نظريې افکار، اصول، اصلاحات، شخصيات، تاريخي پسمنظر او فلسفه پر ساينسي بنيادونو په ډېر وضاحت او اسانه ژبه څېړلي دي، تر ټولو غوره اړخ يې دا دی چې مارکسي فلسفه د سايسني تجربو او مشاهدو له مثالونو سره سره د پښتني سماج په معروض او فطرت کې منعکس راسپړي.
ټول موضوعات يې پر نولس ابوابو وېشلي دي، هر باب يې د خپل عنوان پر بنياد بيا هم تفصيلي تر بېلابېلو عنوانونو لاندي مباحث لري. چې پکې فلسفه، د فلسفې تاريخي پسمنظر، فلسفي شخصيات، ساينس، تاريخ، د افرادو رول، د ژبې رول، رياست، سماج، فنون، اخلاقيات، مارکسي فلسفه، شخصيات او انقلابي کارنامې. او په اخيره کې په خپل فکر او پوهه د دې افکارو خلاصه راباسي.
دلته به يې د نمونې له مخې د ليک يوه کوشنۍ برخه درسره شريکه کړم:
"په تاريخ کې ډېر ستر نومونه راغلي دي خو دغه ټول په ټوله ستر نه وو. په دوی کې داسې خلک هم وو چې د تاريخ د ضرورت په ضد يې کار او عمل کړی دی او د تاريخ پايه يې په شا د ګرځولو کوشش کړی وي. دوی د رجعت پرست طبقو د مفاداتو عکاسي کړې وه او حتماً ماتې يې خوړلې ده. له دوی سره سره د هغوی هغې مقصد هم ماتې خوړلې ده، د کوم چې دوی بيرغ پورته کړی وو."
د کارګر فلسفه، مخ 218م