حوت 14, 1402 13:35 Asia/Kabul
  • کتاب: محمود غزنوي او پښتون دښمني

لیکوال: وکاس ایسپزی

زمونږ اکثره تاریخ پوهان او لیکوالان تل په هغه حقایقو پټه خوله تېر شوي کوم چې په پښتون قوم، وطن یا ژبې د اسلام په جامه کې ظلمونه شوي/کیږي.

په عرب يرغلګرو زیارتونو جوړلو نه نیولې تر محمود غزنوي پورې د دې قوم او خاورې هر دښمن د دین په جامه پوښلي اتلان ترې جوړ دي. د نیکه مرغه ځوان لیکوال (وکاس ایسپزي) نن دا جرأت کړی چې لږترلږه د یو دښمن حقیقي څیره ښکاره کړي.

(محمود غزنوي او پښتون دښمني) هغه کتابګوټی دی چې ښاغلي ایسپزي د پښتو ژبې او قوم سره د محمود غزنوي د دښمنۍ نه پرده پورته کړې. د کتاب په لمړیو کې به تاسې ولولئ چې، څنګه د پښتو ژبې لیکدود د خروشتي نه عربي ته اړوي او پښتانه د خپل زوړ مذهب او کلتور نه لرې کوي.

د پښتو ژبې لیکدود بدلولو سره د پښتو ژبې تېر اثار ټول ضایع کیږي،ځکه چې عربي لیکدود ته نه اړول کیږي او که به څوک ورنژدې کیدل هم د کفر ټاپې به پرې وهل کیدلې.

د کتاب بله برخه کې به تاسې ته ښکاري شي چې څنګه محمود د پښتنو واکمنیانې ړنګې،مال یې لوټ او د دوی په وژلو یې د غازي لقب واخیست.

غني خان د محمود غزنوي په اړه وایي:

یو بل وږی تاتار وه، د ډاګوانو میر لښکر وه

جامه کې د اسلام شو، د غزني نه راروانه

زما د شنو سیندونو، سرو ګلونو ملک یې وران کړو

بدل کې یې کیسې د ګلو راکړې د ایرانه

زما د لوړ ژوندون نښې یې ورانې کړې ایرې کړې

په نوم د بت شکن یې غټ بت جوړ کړو د خپل ځانه