حوت 14, 1402 09:04 Asia/Kabul
  • کتاب: بړبوکۍ (ناول)

لیکوال: نصیراحمد احمدي

 د ارواښاد نصیراحمد احمدي دا ناول په ۲۰۰۹ م کال په تاند کې برخې برخې خپور شوی و. دلته ټول ناول په یو وار لوستونکو ته وړاندې کېږي.

په يوه تنګه دره کې درې خړ پوځي موټر روان ول، په دوی پسې سپېرې دوړې پورته کېدلې ، ځای ځای به ودرېدل، بېرته به د ماشين غږ پورته شو، پنډ او په دوړو لړلو ټايرونو به حرکت وکړ، پر لوړو ژورو به وختل او د سړک  غاړو ته پر سپېرو ډبرو به خړ پوټی پرېووت…

ناڅاپه د وړو ماشينګنو ډزو ازانګې خورې کړې، موټرې ودرېدلې، دروازې خلاصي شوې ، د يوه موټر ترمخ د  توغوندي ګولۍ ولګېده، دوړې پورته شوې، په  غره کې د الله اکبر چيغو زور ونيو او لاندي وېرېدلو تيرو کوکو دره په سر واخيسته…

عسکرو د غټو تيږو شا ته مورچې ونيولې، له ډبرو  سپين سوکي بادېدل او د درې پر سر، ډېر پورته يوه خړ ټپوس وزرونه غوړولي وو.

جګړه په  شدت روانه وه، له پورته پر سړک مرمۍ اورېدې … له لاندي  مشينګڼو پورته خولې نيولې وې، له ميلونو څخه يې  اورونه بادېدل.

  ناڅاپه د هليکوپترو دروند غږ دره ولړزوله، د غره پر ډډه  پرله پسې راکټونه ولګېدل، لويې، وړې تيږې بيلې شوې، د تيرو چرو نرۍ شڼهارى واورېدل شو، عسکرو منډه کړه، د موټرو دروازې پسې  پوري شوې، ټايرونه تاو شول او په لنډ وخت کې خړه دره  له شور ماشوره تشه شوه..

تر ډېره چوپه چوپتيا وه، وروسته  يوه کارغه ناره کړه ، کاغ …کاغ .. کاغ… بيا د وړو تيږو دښوېدو غږ پورته شو، لس دولس تنه يو په بل پسې ليکه روان وو، ټولو اوږدې ږيرې درلودې، پټکي يې تړلي وو او د ماشينګڼو خولې يې لاندې د سړک خواته اړولې وې.

دوی په کوزېدو کې احتياط کاوه، کله کله به يې په لويو تيږو پسې لاسونه نيول، هر يوه هڅه کوله چې د خپل  بدن توازن وساتي.

وروسته دوه تنه پورته ودرېدل،  نورو ځانونه لاندې سړک ته ورسول.  دوی وارخطا وو، شاوخوا يې کتل، يو ټيت شو، له خاورو يې توپانجه ورپورته کړه، بل يوه مشينګڼه وموندله،  درېيم هم يوې اوسپنيزې خولۍ ته لاس کړ.

دا وخت يوه چيغه کړه!

_   وينه ، وينه شته؟

ټولو ورته وکتل، څېرې يې نهيلې وې.

سړي لاړې تو کړې:

_  تو،  لعنت دي وي په دې سرکوزو، بچ شول.

د يوه بل شونډې وخوځېدې:

_  دلته پاتې کيدل خطرناک ده، بايد لاړ شو.

يودم  ډزې شوې، ولاړو کسانو منډه کړه، تر تيږو پټ شول، د ماشينګڼو خولې يې پورته ونيولې، لوړ ولاړ ملګري يې يوې خوا ته ډزې کولې، وروسته يې چيغه کړه!

_ کاپر دی، ويې ولئ!

ناره شوه!

_  چيرته؟!

_  لمر خاته ته،  د هغې تيرې پرښې ترشا.

د ماشينګڼو خولې د پرښې خواته تاوې شوې. په اوږده ولاړه تيږه  لسګونو مرمۍ ولګېدې. يو دم چوپه چوپتيا شوه. پورته ولاړ سړي ناره کړه!

_ تر اوسه لا هلته دی!

له لاندي يوه چيغه پورته شوه!

_ نو څه ته ګورې ! ويې وله ! مردار يې کړه!

سړي په لوړ غږ وويل:

_ له دې ځايه نه ښکاري.

درې تنه له خاورو پورته شول، لمر خاته خوا ته يې منډه کړه، نورو په ولاړه پرې ښه ډزې وکړې.  مقابل لوري کوم غبرګون ونه ښود.

يو ځل بيا چوپه چوپتيا شوه، يوه راکټ ته مرمۍ ورواچوله،  بل پر اوږه لاس ورکېښود، ورو يې وويل:

_ ملګري مه ژوبلوه، پرښې ته نږدې دي!

داوخت د ولاړې ډبرې له يوه کونجه دوه  لاسونه را ووتل، وروسته يوه اوسپنيزه خولۍ لمر ته وبرېښېده، بيا اوږې،  ټټراو ځنګنونه ښکاره شول،  د پرښې تر څنګ يو عسکر ودرېد.

هغه په بيړه خپل لاسونه پورته ونيول، يو دم چيغه شوه، نږدې کسانو منډه کړه، يوه د کلاشينکوپ پر کنداغ وار پرې وکړ، د عسکر له خولې وينو داره وکړه، پړمخې ولوېد، بل يې پر ملا ګونډې کيښودې، لاسونه يې شاته ور واړول، دا وخت نورو کسانو هم منډه ورواخيسته، ديوه په لاس کې چاړه وه، نورو د مشينګڼو پر ماشو ګوتې ايښې وې، کله چې ډله ور ورسېده، پر پراته عسکر ور پرېوتل، د سوکانو او لغتو وار نه کيده، يو دروند سوک د عسکر ژامي ته سيخ شو، خولۍ يې له سره ورغړېده او پر خړو خاورو تورې څڼې پريوتې.

يوه چيغه کړه!

_  نجلۍ ده.

*        *       *

نجلۍ سترګې رڼې کړې، تته رڼا وه، لږ وخوځيده، په اوږه کې يې نرى درد تير شو، بېرته پرېوته،  چت ته يې وکتل، تيرې ډبرې راوتلې وې، مغزی ( ورمېږ ) يې کوږ کړ، په يوه نمجنه سمڅه کې پرته وه.

د پښو دربی يې واورېد، باڼه يې سره وروستل، لنډه شېبه ووته، پر مخ يې سړي اوبه تويې شوې، سترګې يې رڼې کړې، دوه تنه يې سر ته ولاړ ول، يوه مشينګڼه ورته نيولې وه،  د  بل په لاس کې يو پلاستيکي خيرن سطل ښکارېده.

يوه چيغه کړه!

_ پورته شه!

نجلۍ په راوتلو رډو سترګو ورته کتل.

بل وويل:

_ زموږ په ژبه نه پوهيږي.

د ټوپکوال شونډې وخوځېدې:

_ په زور يې ولاړه که!

سطل په لاس سړي وويل:

_ نشم کولای، نجلۍ ده!

ټوپکوال د ټوپک په ميل ووهله!

نجلۍ کېناسته.

سړي اشاره ورته وکړه چې له سمڅي ووځي.

نجلۍ ولاړه شوه،  د ملا درد ځاې پر ځای کينوله، بيا يې پر پښو زور راووست، دوه درې ګامه يې واخيستل، سر يې وګرځيد،  په تيږه پوري يې لاس ونيو.

سطل په لاس سړي وويل:

_  نه شي تلای.

ټوپکوال په ملنډو ور غبرګه کړه!

 _  اوس به يې لارې ته راولم.

يودم يې د مشينګڼې ګيټ کش کړ، چيغه يې کړه!

_ ځې که دې غلبېل کم!

نجلۍ ولړزېده، په ړنګو ګامونو له سمڅې ووته.

سترګي يې د لمر رڼا ته وبرېښيدې، شاوخوا يې وکتل، سپيره غر و، پنځه شپږ وسله وال  يو ځای  پر يوه  هواره  تيږه  ناست وو،  کله چې يې نجلۍ ته وکتل، سرونه يې وځړېدل، د نجلۍ ځان ته پام شو، د ګرېوان پاسنۍ درې تڼۍ يې شلېدلې وې او تور لانده ويښته يې پر ټټر پراته وو، ورو يې  دګرېوان دواړه خواوې سره ور  وستې، پر اوږه  يې څه ولګېدل، يوه سپينه ټوټه يې پر سترګو پرېوته، اوږې ته يې لاس کړ، يو نرى څادر و،  شاته يې وکتل، تر څنګ يې يو په عمر پوخ سړی ولاړ و، له سپينې لونګۍ يې په نکريزو رنګ کړې سرې څڼې راوتلې وې، په کيڼ لاس کې يې مشينګڼه ښکارېدله.

نجلۍ په څادر کې ځان وپېچه، ولاړ سړي خپلو ملګرو ته اشاره و کړه،  په ډډ نارينه غږ يې وويل:

_ څه واياست؟ د کوم وطن درته ښکاري!

دوه تنه له تيږې را ولاړ شول، ولاړ سړي ته نږدې ودرېدل، يوه يې وويل:

_ ما وليده، پر مټ يې د امريکايانو ټاپه ده.

بل په خبره کې ورولويد:

_ نه يې منم، امريکايان د بيزو ګانو غوندې سره دي، خو دا له رنګه موږوالو ته ورته ده.

د تيږې پر سر يوه ناست ځوان ناره کړه!

_ په کاپرانو کې هر ذات پيدا کيږي، يوه ګولۍ يې وولئ او سپيو ته يې واچوئ!

يوه بل وويل:

_ رښتيا وايي، تر څو به يې راسره ګرځوو.

د سرو څڼو لرونکي  سړي وويل:

_ موږ بايد خپل مشران خبر کړو، پرېکړه د هغوی په لاس ده، که يې وژله ، که يې له نورو بنديانو وروڼوسره تبادله کوله، ما اورېدلي چې کوپارو ته خپل کسان ډير ارزښت لري.

د يوه شونډې وخوځيدې:

_ هر رنګه چې وي ، خو له دې ځايه يې ورکه کړئ، په مرکز کې  د دې ښځي موجوديت ښه نه دی..

د نګ سړی په خبره کې ورولوېد:

_ ابادی ته يې نه شو وروستی، خطر لري.

يوه شېبه غلی شو، وروسته يې سر پورته کړ، ورو يې وويل::

_ يوه چاره به يې وکم!

*    *    *

سپي وغپل…

يوه ځوان بړستن له سره لري کړه، غوږ يې ونيو، ورو يې وويل:

_ چغه!

بېرته يې سر پټ کړ، د سپي غپېدا ډيره شوه، ځوان کېناست، سپي غپل…

يوې ښځې په خوبولي غږ وويل:

_ څوک نا رې وهي؟

ماشوم وژړل…

ځوان سر ته ايښى شل ډزي  ته لاس ور وغځاوه، ولاړ شو، له خيمې ووت، د باندي سوړ باد چلېده…

شاوخوا يې وکتل، سپي مخامخ منډه واخيسته، ځوان د ټوپک ګيټ کش کړ، يوه چيغه کړه!

_ خپل يو.

ځوان ور مخته شو، د سپوږمۍ په رڼا کې درې تنه ولاړ وو، سپي غپل…

ځوان په زوټه ( لوږ غږ ) وويل:

_ څه غواړئ؟!

ډډ نارينه غږ يې واوريد:

_ يو امانت راسره دی.

_ د چا؟

_ د پلار دې.

ځوان  ورو وويل:

_ راځئ!

دريو تنو په ده پسې حرکت وکړ، سپی ترې راګرځېده، غپل يې…

ځوان خيمې ته ننوت، ورو يې وويل:

_ څراغ بل کړئ!

اورلګيت ولګېد، په کېږدۍ کې تته رڼا شوه، درې وارخطا ښځې په خپلو ځايونو کې ناستې وې، دوه ځوانې وې، بله هم بوډۍ، ماشوم هماغسې ژړل…

د ځوان شونډې وخوځېدې:

_ ميلمانه لرو.

ښځو په خپلو ببرو ويښتو څونۍ  ( ټکري ) ورکش کړي.

ځوان په زوټه ( زوره )  وويل!

_ راځئ!

کېږدۍ ته درې تنه ور ننوتل.

بوډۍ په ويره وويل:

_ عسکر!

ځوان په بيړه ميلمنو ته وکتل، دوو يې ټوپکونه تړلي وو، تر دريم يې يو سپين څادر تاو و، پښې يې په لويو خړو عسکري بوټونو کې پټې وې،  لاسونه يې شاته تړلي ښکارېدل.

يوه وسلوال وويل:

_ په جګړه کې مو ونيوله.

په کېږدۍ کې ناستو ښځو په حيرانی ورته کتل…

بوډۍ وويل:

ښځه ده؟

هو!

_ دلته مو ولې راوسته؟!

_ زوی دې راوليږله.

ځوان ميلمنو ته د کېناستو اشاره وکړه.

 يوه يې وويل:

_ نه شو ماتل کېدای، امر دی!  بايد په شپه کې ځانونه مرکز ته ورسوو.

ځوان له وسلوالو سره د باندې ووت..

 سپي غپل…

ځوان وويل:

_ دا بلا به  ترڅه وخته دلته يي؟

د يوه شونډې وخوځېدې:

_ نپوهيږو! خو احتياط کوئ! څوک بايد کوم بوی يونه سي!

سړو حرکت وکړ…

 سپي منډه پسې واخيسته…

ځوان بېرته کېږدۍ ته ورننوت، ښځې تر نابللې ميلمنې راګرځېدلې وې، هغې ته يې په حيرانۍ کتل، ميلمنه وارخطا وه، د څراغ ژېړې رڼا ته يې غټې سترګې ځلېدلې،  پر لاندنۍ ډکه شونډه يې وچه وينه پرته وه.

بوډۍ يو سوړ اسويلی ويست، ځوان ته يې وکتل، ويې ويل:

_ شېرګله! دا خو خبرې نه کوي!

ځوان موسک شو، شونډې يې وخوځيدې:

_  زموږ په ژبه نه پوهيږي، پرنګۍ ده.

ښځو په يوه خوله وويل!

_ څه؟!

ځوان وخندل، ټوپک يې د کېږدۍ ټاټ ته ودراوه، د باندې ووت، لنډه شېبه وروسته بېرته راغی، يوې نجلۍ په حيرانۍ وويل:

_لالا! د خرې پړی دې ولې راووړ؟!

ځوان د پړي يو سر د نابللې ميلمنې  تر تړلو لاسونو تاو کړ، کلکې غوټې يې ورواچولې، بل سر يې په کېږدۍ کې د ولاړ موټرسايکل په ټاير پورې وتاړه.

ښځو په حيرانی ورته کتل.

ځوان په خپله بستره کې ننوت، ټوپک يې له ځان سره پټ کړ، ورو يې وويل:

_شپه پخه ده، سبا به سره غږيږو.

ماشوم ژړل…..

*      *      *

د نجلۍ پر مخ يوه  توده ساولګېده، بيا يې په ښي غومبري تود لوندوالی احساس کړ، په بيړه يې سترګې رڼې کړې، تور وربوز يې وليد، يوه زوروره چيغه يې تر خولې راووته، سپي کوړنج وهل، نجلۍ ټکان وخوړ، پړی کش شو، موټرسايکل ړنګ شو، ځوان په منډه کېږدۍ ته ورننوت، يو اوږد ډانګ په ګوتو ورغی،  سپی  په کوړنجيدا  د باندي ووت..

بوډۍ غږ کړ!

_ څه خبره ده؟

ځوان وويل:

_ سپي وډاره کړه!

بوډۍ کېږدۍ ته ور ننوته، په لاس کې يې له شيدو ډک جام ښکارېده، په ملنډو يې وويل:

_ سپي دا وډاره کړه، که دې سپی وډار که!  ته ورته وګوره!  سمه دمه بيزو ده، د سپي بلا دې سل واره ورباندې وګرځي.

نجلۍ په راوتلو رډو سترګو ورته کتل…

شېرګل وويل:

_ وړانګه چيرته ده، ورېندار هم نه شته؟

بوډۍ سوړ اسويلی ويست:

_ اوبه نه وې، يوه ګړۍ مخکې دواړه چينې ته ولاړې.

له دې سره له کېږدۍ ووته.

شېرګل نجلۍ ته وکتل، هغې ژړل…دی هم د باندې ووت.

نجلۍ شاوخوا سترګې واړولې، کېږدۍ لويه وه، يوه څنګ ته څو خيرنې بړستنې پرتې وې، بل لورته  ناولي لوښي ايښي وو او مخامخ د يوه ماشوم نرۍ پښې تر لانده اوړني راوتلې وې.

وروسته ټوخي واخيسته، سپين لوګى يې تر سترګو تير شو، د کېږدۍ له يوې چولې يې د باندې وکتل، لمر نوی راختلی و، بوډۍ اور ته ور پوه کول…تر څنګ يې يوه توره کټوه ايښې وه،  لږ لرې څو خرو په وړو تيږو کې خولې وهلې، پښو ته يې لنډ پړي ور لوېدلي وو،  لوی ګامونه يې نه شوای اخيستلای.

بيا يې دوو کوچيو ته پام شو، ګړندی تګ يې کاوه، ګڼی ګردۍ لمنې يې خوځيدلې، شېبه وروسته يې کېږدۍ ته نږدې، له يوې شاتورې خرې له اوبو ډک ژی کښته کړ.

وروسته يوه سيرلي منډه واخيسته، تر نغري يې ټوپ کړل، بوډۍ تيږه پسې وويشته.

څو ګامه هاخوا، شېرګل د يوې اوښې ورانه ته جارو نيولې وه، وچ خوشايي يې ترې ليرې کول، دی هډور ځوان و، لمر سوځولې څيره يې درلوده او په زنه پورې يې تار تار مړه ويښته نښتي وو.

ناڅاپه ټاټ پورته شو، کېږدۍ ته ژيړه رڼا ور ولوېده، اوس نو شمال لور ته پرتې ټيټې غونډۍ ښکارېدلې، په لمنو کې يې ګڼې سپاندې ولاړې وې،  يواځيني زاړه توت ته نږدې يوه رمه پنډه وه.

وړانګه کېږدۍ ته ور ننوته، نابللې ميلمنې ته يې وکتل، ورمخته شوه،  د موټرسايکل له ټايره يې پړی خلاص کړ.

نارينه غږ يې واورېد:

_ په دې پرنګيانو دومره زړه سوی مه کوه!

کوچۍ ور وکتل، په خواره خوله يې وويل:

_ وبال لري.

شېرګل وخندل:

_ موږ هم اوبو نه يو راوړي.

بېرته يې پړی په ټاير پورې وتاړه.

وړانګې څه ونه ويل.

نابللی ميلمنې په حيرانۍ ورته کتل…

بوډۍ کېږدۍ ته ورننوته، يوه توره چايجوشه يې پر زاړه ليمڅي کيښوده، د چايجوشې له څوښکې  تاو پورته کېده…

شېرګل وپوښتل:

_ انا! ډوډۍ پخه ده؟

بوډۍ وويل:

_  سړه ډوډۍ ډېره وه.

شېرګل پر سپيره ليمڅي پلتۍ ووهله، خور يې دسترخوان هوار کړ، له شلېدلو پاستو سره لوی او واړه هډوکي پراته وو..

_ بوډۍ د ځوان تر څنګ کېناسته، لمسۍ او نږور يې هم پلتۍ ووهلې.

نابللې ميلمنې په حيرانی ورته کتل…

د بوډۍ سپين ويښته له ټکري راوتلې وو، نږور يې هم خيرنه او ډنګره وه، خو نجلۍ په غوښه پټه ښکارېدله، په غنم رنګه زنه يې درې شنه خالونه وهل شوي وو، تورې ډبلې وروځې يې لرلې او تر خړې پاسنۍ شونډی يې واړه،  نري  تور ويښته راتاو وو.

وروسته يې په څلورو خيرنوګيلاسونو کې بوره واچوله، چايجوشه يې ور پورته کړه، ګيلاسونه د شيدو له خړو چايو ډک شول.

شېرګل په ډکه خوله وويل:

_ ميلمنې ته مو ننګ ( ست ) ونه کړ.

د بوډۍ شونډې وخوځېدې:

_ خاورې دې وخوري.

شېرګل د پاستي يوه ټوټه ور ورغورزوله،  ډوډۍ د ميلمنې پښو ته نږدې ولوېده.

وړانګې وويل:

_ وبال لري، رزق ده.

 ميلمنې په حيرانی ورته کتل..

شېبه وروسته  کېږدۍ ته نږدې يو موټرسايکل ودرېد

سپي وغپل…

 شېرګل ولاړ شو، څو ګامه ليري دوه تنه ولاړ وو، سپی ترې راګرځيده، شېرګل په سپي پسې تيږه وويشته، سپي منډه کړه، دی ورمخته شو.

ښځو ورته کتل…

شېرګل يوه شېبه له سړو سره ودرېد، بېرته کېږدۍ ته راغی، په کونج کې ايښی زوړ ګيلن يې ورپورته کړ.

بوډۍ وپوښتل:

_ څوک دي؟

د شېرګل شونډې وخوځيدې:

_ راځم.

د باندي ووت، څوګامه يې واخيستل، ګيلن يې د موټرسايکل پر ټانکۍ ورپورته کړ، يوه شېبه  له سړو سره ودرېد، وروسته موټرسايکل حرکت وکړ، شېرګل کېږدۍ ته راغی، ګيلاس يې ورپورته کړ، ويې ويل:

_ بې خوبه وو.

بوډۍ وپوښتل:

_ نو څه يې کول؟

 _ نيمه شپه سړک ته تللی ول، ويل يې چې ځمکه کلکه وه، د ماين ښخولو ډېر وخت ونيو.

خور يې په خبره کې ورولوېده:

_ چيرته؟

شېرګل ګوله تيره کړه، ويې ويل:

_ د پاخه سړک پر غاړه،زړې ژرندې ته نږدې.

وروسته يې ميلمنې ته مخ ورواړاوه ، په خوند يې وويل:

_ دوه ساعته باد ستا دوطندارانو کتار تېريږي، درز به يې واورې!

ميلمنې په حيرانی ورته کتل..

_ ښه شېبه ووته، په دسترخوان کې يواځې هډوکي پاتې شول.

بيا کېږدۍ تشه شوه.

ځوان په رمه پسې روان و، بوډۍ نغري ته نږدې په ولاړ ځګ کې مستې اچولې، دوو نورو کوچيو ناولې جامې پر يوه شاتوره خره بار کړې وې او چينې ته يې د تګ تياری نيوه.

————–

غرمه وه، په کېږدۍ کې تود باد چلېده، ماشوم لغتې وهلې، پښې يې ککړې وې، بوډۍ د چکې د جوړولو په تمه په يوه ژېړه تيکه يې کڅوړه کې شړومبې اچولې.

لاس تړلې نجلۍ په کېږدۍ کې ناسته وه، سر يې درد کاوه،  پښو ته نږدې يې وچه ډوډۍ پرته وه،  وروسته يې يوه لوی غونډل ته پام شو، غونډل ګړندی روان و، بيا د ماشوم په بوغبند کې ور ننوت.

د نجلۍ سترګې رډې راوختې،  په بيړه ولاړه شوه، پړی کش شو، بېرته کېناسته، تړلي لاسونه يې ټاير ته ور وغځول، هڅه يې وکړه چې پړی خلاص کړې، پاتې راغله، پرېوته، په خيرن پړي يې غاښونه ټينګ کړل، جټکه يې ورکړه، يودم يې ويښته د شا خواته کش شول، بوډۍ چيغه کړه!

_چيرته تښتې!

پر مخ يې يوکلک شی ولګېد، سر يې وګرځېد، بوډۍ ته يې وکتل، په لاس کې يې توره چايجوشه نيولې وه.

نجلۍ ماشوم ته اشاره وکړه، شونډې يې سره سريښ شوې:

_ ام م م م م م م م م م م ….

بوډۍ ناره کړه!

 _ بلا بلا، څه رمباړي وهې؟!!

نجلۍ په راوتلو رډو سترګو ماشوم ته کتل، هغه پښې وهلې…

بوډۍ مخ واړاوه، نجلۍ پسې وکتل، د موټرسايکل ټانکۍ ته يې تړلي سوکان ونيول، بوډۍ ګام واخيست. نجلۍ چيغه کړه!

_ غونډل، د ماشوم بسترې ته غونډل ورننوت.

بوډۍ منډه واخيسته، ماشوم يې پورته کړ، پر سينه يې لوی غونډل روان و.

غونډل يې په لاس وواهه، ماشوم چيغه کړه، غونډل پر ليمڅي ولوېد. بوډۍ اوکلۍ  پرې کېښوده.

لاس تړلې نجلۍ سترګې سره وروستې، سړه ساه يې واخيسته، ورپسې يې يو سوړ اسويلی ويست.

بوډۍ په بيړه د ماشوم کميس لري کړ، د هغه لوڅ ځان ته  يې وکتل، په زوټه يې وويل:

_ يا پيره دستګيره ! رارسيږه!

داوخت زنګولې وشرنګېدې، ډډ کوچيانی غږ پورته شو:

_ ارررې،   اررری….

بوډۍ ماشوم ورواخيست،  په منډه له کېږدۍ ووته.

نجلۍ پسې وکتل، د رمې په سر کې يو ښکرور سيرلی روان و.

بوډۍ چيغه کړه!

_ شېرګله، وه شېرګله!

ځوان ناره کړه!

 _ څه خبره ده؟!

بوډۍ ورمخته شوه، په لوړ غږ يې وويل:

_ د بنګل په بوغبند کې غونډل و.

ماشوم ژړل…

ځوان په بيړه ماشوم ور واخيست، ورته ځير شو، يوې او بلې خواته يې سره واړاوه، په خندا يې وويل:

_ انا! زړه مه خوره، د نيش وهلو ځای نه ښکاري، روغ رمټ دی!

له دې سره يې ماشوم ښکل کړ، بوډۍ ته يې ونيو،  په رمې پسې روان شو.

بوډۍ په يوه لويه ډبره کېناسته،ماشوم ژړل…

لاس تړلې نجلۍ وچې سترګې ورته نيولې وې…

ښه شېبه ووته، بوډۍ همالته ناسته وه، ځوان ديوه پسه وړۍ سکوللې…وروسته وړانګه او د هغې ورېنداره ښکاره شول، دوی په يوې خرې پسې روانې وې، د خرې پر شا له پرتو جامو څاڅکي څاڅکي اوبه څڅېدلې…

بوډۍ مخې ته ورغله، لنډه شېبه سره ودرېدل، لاس تړلې ښځې ور کتل… د بوډۍ نږور خپل زوی ور واخيست، په سينه پورې يې ونيو،وروسته يې د هغه له مخه څو پرله پسې مچې واخيستې.

بيا درې واړه د کېږدۍ خواته روانې شوې، وړانګې له غوړې کاسې يوه توره چاړه ور واخيسته، لاس تړلې نجلۍ ته ورنږدې شوه، د نجلۍ سترګې رډې راختلې وې، وړانګې پړي ته چاړه ونيوله او د هغې لاسونه يې خلاص کړل.

داوخت ځوان کېږدۍ ته ورننوت، په ښي لستوني پسې يې سپينې وړۍ نښتې وې، په غولي پراته شليدلي پړي ته يې وکتل.

 بوډۍ وويل:

_ ها! دا دی!

ځوان سترګې ورواړولې، په ليمڅي پورې يو تور غونډل چختاړی و، يواځې يوه ببره پښه يې خوځېدله…

ځوان وويل:

_ په پرنګيانو کې هم ښه خلک پيداکيږي.

کوچيانو وخندل.

ځوان د لرګي له زاړه صندوقه يو څټک ور واخيست.

وړانګې وويل:

_ څه يې کوې؟

د ځوان شونډې وخوځيدې:

_ د يوه پسه ګړنجونی خراب دې.

ګام يې واخيست، خو يودم ودريد، بوډۍ ته يې وکتل، په حيرانی يې وويل:

_ انا! تا څه ويل؟

بوډۍ وخندل، شونډې يې وخوځيدې:

_ څه وخت؟

_  تا ويل چې دې پرنګی خبره کړې، د دې خو…

د بوډۍ سترګې رډې راوختې، په خبره کې يې ورولويده:

_ هو رښتيا! دې خو زموږ ژبه وويله!

 ځوان نابللې ميلمنې ته وکتل، شونډې يې وخوځېدې!

_ ته په پښتو وغږيدې؟!

نجلۍ په ريږدېدلي غږ  وويل:

_ هو.

د کوچيانو خولې وازې  شوې…

نجلۍ وويل:

_ نوم مې ماريا ده.  په امريکا کې پيداشوې يم.

بوډۍ په خبره کې ورولوېده:

_ نو له کوپارو سره دې څه کول؟

د ماريا سر وځړېد، ورور يې وويل:

_ زه په اصل کې افغانه يم، خو د امريکا تذکره لرم، هلته مې د عسکرۍ درس ويلی، له يوه کاله راهيسي افغانستان ته راغلې يم.

بوډۍ په بيړه وپوښتل:

_ بوسلمانه ( مسلمانه ) يې؟

ماريا د(( هو )) په نښه سر وخوځاوه.

_ نو بيا دې څه مخ تور دی چې له کوپارو سره ولاړه يې؟

د ماريا سر وځړيد.

وړانګې وويل:

_  هر  رنګه چې وې،  زما وراره يې بچ کړ، د زړه رحم لري.

ځوان وويل:

_ خورې! جامې يې وربدلې کړه! دا عسکري کالي يې ښه نه دي، خطر لري.

بيا يې ماريا ته وکتل،  په خندا يې وويل:

_  د ترښتې پکر ونه کړې، سپی ډير خړولی ( خوړونکی ) دی.

ځوان ګام واخيست، بېرته ودرېد،  ښځو ته يې مخ ورواړاوه، ورو يې وويل:

_ هغه ماين يې ويست،  نپوهيږم چې له کومه وپوهېدل، ما رمه پيايله، د غونډۍ له سره مې ورته کتل، خو کتار تر زړې ژرندې يو څه ليرې ودرېد،  دوه تنه له يوه موټره کوز شول او  ماين ته نيغ ودرېدل.

*    *    *

ځوان سلام وګرځاوه، څادر يې ټول کړ، ولاړ شو، سترګې يې رډې راوختې.

ماريا د کېږدۍ څنګ ته ولاړه وه، ګڼ کوچيانی کميس يې په تن و، د کميس په لمنې پورې يې سپينو روپيو ټال خوړ، لستوڼو ته يې ګونګړوګان ور لوېدلي وواو ټتر يې له  شنو مريو ډک و.

ځوان نږدې ورغی، نجلۍ ته يې په لومړي ځل په ځير وکتل،  ښه ورته ښکاره شوه، هسکه غاړه يې درلوده،  ټټر يې راوتلی و او په ډکو سرو شونډو يې يوه خوږه موسکا پرته وه.

ځوان جټکه وخوړه!

_  څنګه مې جوړه کړه، څوک به دا ووايي چې کوچۍ نه ده؟ هه!

ځوان خپلې خور ته وکتل، تر څنګ يې ولاړه وه، ويې خندل:

_ بلا يې بلا!

وروسته کېناست، د سپي په غټ سر يې لاس تېر کړ، ماريا ته يې وکتل، په خندا يې وويل:

_ خو دومره ازادي مه ورکوه!

د وړانګې تندی تريو شو:

_ لالا! وبال لري، چيرې به لاړه شي، يوې خواته دښته ده، بل لور ته غونډۍ.

د ځوان شونډې وخوځېدې:

_ احتياط يې هم ويلی!

مخ يې واړاوه ، درمې خواته روان شو.

وروسته يې يو لوی پسه له ځمکې پورته کړ، پرې يې ايست او د پسه دوړيو په سکوللو بوخت شو.

ښه شېبه ووته، بيا يو سيوری ورباندي ورغی، پورته يې وکتل، ماريا وه، بېرته يې سر وځړېد.

نجلۍ وويل:

_ مننه!

د ځوان شونډې وخوځېدې:

_ څه؟

_ مانا، کور ودان.

_ د څه له پاره؟

_ زه دې دوهم ځل ونه تړلم.

ځوان وخندل، ورو يې وويل:

_ په دې شرط چې منونکې  و اوسې!

ماريا په خبره کې ورولوېده:

_ قول دى!

ځوان وويل:

_ ځه! سمه ده!  باور به وکم، خو!

 غلی شو،  پسه يې په بل مخ واړاوه.

 نجلۍ وويل:

_خبرې کولی شم؟

ځوان وخندل:

_ اوس دې هم خوله نه ده ګنډلې.

نجلۍ يوه شېبه غلې وه، بيا يې يودم وويل:

_ ورور دې چيرته دی؟

ځوان نيغ ورته وکتل، بېرته يې سر وځړېد، پسه ناره کړه، يو موټى سپينې وړۍ په وينو سرې شوې، ځوان ځمکې ته لاس کړ، خاوره يې ورواخيسته،  د پسه په ټپ يې واچوله.

  ورو يې وويل:

_ ماين ته يې ځمکه کېندله، پام يې نه و، په خپل ماين والووت..

نجلۍ وويل:

_ ما وبخښه

ځوان غلی و، وروسته يې شونډې وخوځېدې:

_ هغه ته مو تير کال ښځه راوړه، زوی يې پس مرګي پيدا شو.

نجلۍ وويل:

_ پلار دې؟

_ پلار مې کوماندان ( قوماندان ) دی، ډير وخت په غره کې وي، کور ته کم راځي.

سپی وغرېد، ځوان ورته وکتل، څو ګامه لرې ولاړ و.

ورو  يې وويل:

_ چغه!

سپي لنډه لکۍ وخوځوله .  ځای پرځای  پريووت.

ماريا لرې وکتل، دوه تورې کېږدۍ ښکارېدلې، ويې ويل:

_ هاغه هم کوچيان دي؟

ځوان سر پورته کړ، دښتې ته يې وکتل، شونډې يې وخوځېدې:

_ هو ! هلته يې مېنه ده.

_مېنه؟

ځوان وويل:

_ موږ ژمی ګرمسير ته ځو، اوړی دلته اړوو، د کوچيانو مېنې مالومې دي، داسي لکه د جايي  ( ځايي ) وو چې کور کلی مالوم وي، څوک دا حق نه لري چې د بل يوه په مېنه کې واړوي.

ځوان غلی شو، په بياتي پورې نښتې وړۍ يې لرې کړې، ورو يې وويل:

څړ ځايونه مو هم سره ويشلى دي، هر قوم خپل څړځای لري،  بل ځای رمې نه شي پيولی.

ځوان غلی شو.

نجلۍ وويل:

_ لاړم!

ځوان وړۍ سکوللې…

نجلۍ يوه شېبه ودرېده، ځوان ور ونه کتل، وروسته روانه شوه.

سپي سر پورته کړ، نجلۍ ته يې وکتل،  بېرته يې د مخکنيو غزېدلو پښو په منځ کې وربوزکېښود.

ماريا يوه جونګي ته وروګرځېده، جونګي هسکه غاړه نيولې وه، ژامه يې خوځېدله، شخوند يې واهه…

يوه شېبه له جونګي سره ودرېده، بيا يې وړانګې ته پام شو، پياز يې وړول، ورغله،  د هغې تر څنګ کېناسته. ورو يې وويل:

_ په اشپزي کې څنګه يې؟

_ څه؟!

_ ديګ کولای شي؟

وړانګې وخندل، لندې  غټې سترګې يې ور واړولې، ورو يې وويل:

_ په ښوروا کې تکړه يم.

ماريا کاسې ته وکتل، د پيازو په غوڅو شويو ځايونو باندي د چاړې تورې خيرې ښکارېدلې.

داوخت يو غږ شو، دوې ټيټې هليکوپترې راغلې، ځوان منډه کړه، ماريا يې ترمټ ونيوله، دواړه کېږدۍ ته ننوتل. دروند غږ کېږدۍ ولړزوله.

ماشوم وچونګېد!

ځوان سوړ اسويلی ويست.

د ماريا سترګې رډي راختلې وې.

بوډۍ، د هغې نږور او وړانګه کېږدۍ ته ورننوتې، دوی وارخطا وې.

ځوان ماريا ته مخ ورواړاوه، ورو يې وويل:

_ ته به مو په بلا وخورې!

ماريا په حيرانی ورته کتل.

وړانګې په خواره خوله وويل:

_ طيارې وې، تيرې شوې.

ځوان چيغه کړه!

_ پلار مې ولې خپله کورنۍ په بلا خوري؟ بل ځای نه و؟

يوه شېبه غلی شو، بيا يې ورو وويل:

_ بايد احوال ورکړم، دا نجلۍ دلته  نه شي پاتې کېدی!

ماريا په منډه له کېږدۍ ووته، لاړه،  لرې په يوه لويه ډبره کېناسته. دښتې ته يې وکتل، لويه دښته وه، پای يې نه مالومېده، تر يوه ځايه خړې سپاندې ولاړې وې، وروسته سپېرې شګې ښکارېدلې، بېرته يې سر وځړېد، تر يوې وړې تيږې د څرمښکۍ خړه لکۍ راوتلې وه، څنګ ته يې تور ميږيان ليکه، روان وو.

يودم يې پر اوږه لاس ولګېد، ورميږ يې کوږ کړ، څنګ ته يې وړانګه کېناسته. تر ډېره غلې وې، وروسته ماريا په ژړغوني غږ وويل:

_ هغوی به مې ووژني.

وړانګې د نجلۍ پر ورانه لاس کېښود، شونډې يې وخوځېدې:

_ غم مه کوه! زه خو يم.

ماريا د هغې پر اوږه سر ولګاوه، يو دم يې وژړل…

وړانګې د نجلۍ  په تورو ويښتو کې ګوتې تېرې کړې، ورو يې وويل:

_ زړه دې غټ ونيسه!

ماريا ژړل…

*     *     *

وړانګې په حيرانی وويل:

_ ولې دې لاس ونيو؟!

د ماريا شونډې وخوځېدې:

_ وږې نه يم.

_ خو تا هيڅ هم نه دي خوړلي، سهارنۍ ډوډۍ مې ماسپښين له غولي راپورته کړه.

ځوان په ډکه خوله وويل:

_ څه يې کوې! زړه ته به يې نه کيږي.

ماريا ولاړه شوه، دوه درې ګامه ليرې کېناسته. دباندې يې وکتل، اسمان له سپينو ستورو ډک و. بېرته يې په کېږدۍ کې ناستو کسانو ته سترګې ورواړولې، تر دسترخوان څلور تنه را تاو ول، ځوان له لندې ډوډۍ ګوله جوړوله، بوډۍ د ښي لاس ګوتې په خوند څټلې، دوو نورو کوچيو هم ډوډۍ خوړه…وروسته د غوښې د ويشلو وار ورسېد، ځوان په يوه پاستي څلور برخې کېښودې، وړانګې په بيړه وويل:

_ ماريا دي هېره شوه؟

د ځوان شونډې وخوځېدې:

_ مړه ده!

بوډۍ وويل:

_ ماته سپينه غوښه راکه!

ځوان د ښځو تر مخ په پرتو پاستو يوه يوه برخه کېښوده، وړانګې پاستي ته لاس کړ، ولاړه شوه، د ماريا ترڅنګ کېناسته، ورو يې وويل:

_ غوښه درواخله!

ماريا په مړاوي غږ ځواب ورکړ:

_ مړه يم.

ځوان هغې ته وکتل، د مخ پر يوه خوا يې د لمپې رڼا لګېدله، بېرته يې سر وځړېد، ورو يې وويل:

_ دومره يې مه نازوه!

ښه شېبه ووته، کاسې پورته شوې، دسترخوان ټول شو، وړانګې هډوکي او اتامونه ( ماته ډوډۍ ) د باندي ويستل، د غوړو په يوه سکڼل شوي زاړه ټيم کې يې واچول، ورو يې وويل:

_ تو، تو ، تو

سپي منډه ور واخيسته.

کوچۍ بېرته کېږدۍ ته ننوته، ځوان ولاړ شو، موټرسايکل يې وښوراوه، په ټانکۍ کې تيل وچړپيدل.

بوډۍ وويل:

_ چيرته ځې؟

ځواب يې ورکړ:

_ مرکز ته.

غلی شو، ماريا ته يې وکتل، ويې ويل:

_ پلار ته وايم چې دا بلا له دې ځايه ورکه کړي!

وړانګه په خبره کې ورولوېده:

_ نه! دا ځای ورته ښه ده،  په کومه بلا يې ونه خورې!

ځوان ورو وويل:

_ په موږ يې څه! که يي وژني که يې بل ځای بيايي، خو دلته نه شي پاتې کېدای.

د وړانګې سر وځړيد:

_ وبال لري!

د بوډۍ ګونځې شونډې وخوځېدې:

_ شېرګله زويه! خور دې  بده خبره نه کوي، تور سرې ده.

وړانګې  په بيړه د خبرو وار ورنه ونيو، په خواست يې وويل:

_ خدايکه يې د طيارو پلار رانه وپيژني! ته ورته وګوره! سمه دمه کوچۍ ده.

ځوان يوه شېبه ودرېد، موټرسايکل يې پرېښود، له کېږدۍ ووت.

وړانګې ماريا ته وکتل، د هغې په سترګو کې اوښکې ولاړې وې…

 ورو يې وويل:

_ له وروره مې خوا مه بدوه! په زړه کې څه نه لري، بس!  لږ کاوړي ( غوسه ناک ) دی.

يوه شېبه غلې وه، بيا يې د نجلۍ لاس ونيو، ويې ويل:

_ راځه چې دباندې ووځو! ښه باد لګيږي، پام به مو غلط شي.

ماريا ولاړه شوه، دواړه له کېږدۍ ووتې، څو ګامه ليرې په يوه لويه ډبره کېناستې،  نرم باد چلېده،چوپه چوپتيا وه، يواځي کله کله به په غاښونو د هډوکو د ماتېدو کړسا پورته شوه او ډېر لرې به يوه شغال ناره کړه.

دواړه تر ډېره غلې وې، بيا ماريا سوړ اسويلی ويست ، په مړاوي غږ يې وويل:

_ مور مې ډيره ياديږي!

وړانګې په غاړه کې لاس ورواچاوه، يوه شېبه غلې وه، بيا يې سوړ اسويلی ويست، په خوابدي غږ يې وويل:

_ ته بختوره يې، مور  لرې، خو زه…

غلې شوه، ماريا ور وکتل، پر تندي يې د ستورو تته رڼا پرته وه، وړانګې خبره پسې وغزوله:

_ …خو زه مور نه لرم، هغه دوه کاله مخکي غونډل وچېچله، انا مې رنګارنګ بوټي ورته وټکول، ښه نه شوه،  دوهم سهار ته مړه پرته وه.

وړانګه غلې شوه، يو دم يې په غږ کې بدلون راغی، په خندا يې وويل:

_ اوس دا دغم خبرې پريږده! زړه مه خوره، خدای مهربانه دی.

په لنډه فاصله کې کوکه شوه، ماريا جټکه وخوړه، سپي وغپل، منډه يې واخيسته، تر يوه ځايه لکه سيوری داسي ښکارېده، وروسته په  تياره کې ورک شو.

ماريا وويل:

_ دا غږ د څه و؟

وړانګې وخندل:

_ د شغال، دلته شغالان ډېر دي، د ورځې په غونډيو کې د  ډبرو سيورو ته پراته وي، ماښام تياره، هوارې ته راځي ، تر سپيده چاوده بوی کاږي. تېر څوړموني ( پسرلي ) يوه شغال…

ماريا په خبره کې ورولوېده، ويې ويل:

_ ورور دې څنګه  سړی دی؟

وړانګه يوه شېبه غلې وه، وروسته يې وخندل:

_ ډېره ورنه ډاريږې؟

ځواب يې وانه ورېد.

وړانګې وويل:

_ زړه مه خوره! بد سړی نه دی، څو کاله له کوره ورک و، په مدرسه کې يې سبق وايه، بيا په کور کېناست، په چا کار نه لري، خپله رمه پيايي، تير کال يې يوڅه وخت ټوپک ګرځاوه، څو ځله سړک ته لاړ، يو وار پر مټ ولګېد، نه منع کېده، خو کله چې مې مشر ورور پر ماين وخوت، پلار مې ټوپک ورنه يووړ، ويل يې چې په کور کې يواځې تور سرې دي، ده هم څه ونه ويل او د پلار خبره يې ومنله.

وړانګه غلې شوه، يودم يې وپوښتل:

_ خوب درځي؟

د ماريا شونډې وخوځېدې:

_ هاغه ستوری وينې؟

_ کوم؟

_لمر لوېدو ته! تر نورو يو څه غټ دی.

وړانګې وخندل:

_ هو! موږ يې د ماښام ستوری بولو.

ماريا وويل:

_ تر اوسه مې دومره روڼ ستوری نه و لېدلی،  ښکلی دی، دلته ستوري څومره  راڼه  دي!

وړانګه په خبره کې ورولوېده:

_ موږ کله کله د شپې له خوا مزل کوو، غرونه، دښتې او دريابونه مخې ته راځي، خو لاره نه غلطوو، لالا مې د ستورو په حساب ښه پوهيږي، لار د ستورو له مخې مالوموي. ځو؟

دواړه ولاړې شوې، کېږدۍ ته ور ننوتې، ځوان د راډيو ستن تاووله… بوډۍ ته له چايو ډک ګيلاس ايښی و، نږور يې د ماشوم ککړې پښې پاکولې…

نجوني يوې خواته کېناستې، چا ور ونه کتل، ماريا ګيلاس ته لاس وروغزاوه، تر نيمايي يې له تورو چايو ډک کړ، ولاړه شوه، ګيلاس يې د باندې تش کړ، بېرته په خپل ځای کېناسته، چايجوشه يې ورپورته کړه.

ځوان راډيو يوې خواته  کيښوده، ولاړ شو، توشکه، بړستنه او بالښت يې ورواخيستل، بوډۍ وويل:

_ څه کوې؟

د ځوان شونډې وخوځيدې:

_خوب راغی.

بوډۍ په حيرانۍ وويل:

_ کېږدۍ خو لويه ده، يوه څنګ ته پريوزه!

ځوان ماريا ته وکتل، بېرته يې مخ واړاوه، پرته له دې چې څه ووايي، د باندي ووت.

ښځې تر يو څه وخته ناستې وې، وروسته وړانګه ولاړه شوه، توشکې يې هوارې کړې، ماريا ته ېي وکتل، ورو يې وويل:

_ راځه!

ماريا له ټکري سره پرېوته، بړستن يې پر سر ورکش کړه، د وړيو سوړ بوی يې په سپږمو ننوت، بېرته يې مخ لوڅ کړ، پورته کېږدۍ ته يې وکتل، د يوه زاړه غلبيل تر څنګ د غوښو څو بڅري راځړېدل.

وروسته وړانګې لمپې ته ور پوه کړل، تپه تياره شوه.

 چرچرک نارې وهلې….

*   *   *

اسمان برګ و، دوه نجوني په يوه پراخه دره کې رواني وې، تر مخ يې يوې خړي خرې په ډبرو کې چټک ګامونه اخيستل، د خرې پر شا د اوبو تش ژی پروت و. دوی ښه شېبه مزل وکړ، بيا د يوې چينې پر غاړه ودرېدې، اوبه له يوې تيږې راوتلې…د نري لښتي دواړو غاړو ته شنه واښه ولاړ وو.

وړانګې د خرې له شا ژی کښته کړ، ماريا ته يې مخ ور واړاوه، هغه څو ګامه ليرې ولاړه وه، ورو ورو غږيدله…

وړانګې په خندا وويل:

_  ولي له ځان سره ګډه يې؟!

د ماريا شونډې ورپېدې:

_ څه؟!

_ ما وليدې، خپل ګريوان ته دې خوله نېولې وه،تا خبرې کولې.

ماريايوه شېبه غلې وه، بيا يې يو دم وخندل:

_ ما دعا ويله.

وړانګه له خندا شنه شوه:

 _ خدای که دې په يوه خبره  پوه شوې يم!

_ انګريزي وه.

وړانګې هماغسي په خندا وويل:

_ په انګريزي د عا ويل کيږي!

ماريا غلې وه.

_ وړانګې وويل:

_  موږ په اوبو پسې څومره لرې راځو! هه!

ماريا سړه ساه واخيسته،  د لښتي پر ژۍ کېناسته، تر رڼواوبو لاندې زيږه شګه پرته وه، د شګې پر سر د ګوتې په اندازه کوچنيو خړو ماهيانو لکۍ وهلې…

وروسته يې اوبو ته لاس ور وغزاوه، سړې وې، يوه لپه يې مخ ته ور واچوله، له سپينې لنډې زنې يې راڼه څاڅکې و څڅېدل…

 اوږدې ګوتې يې په تورو ويښتو کې تيرې کړې، بله لپه يې مخ ته ور واچوله، نرۍ وروځې يې لندې وې.

بيا يې وړانګې ته وکتل، ژي ته يې په لپه اوبه ور اچولې…

ماريا وويل:

_ وېرېږم!

وړانګې وخندل:

_  ولې؟

_ که دې ورور خبر شو، نو بيا؟

_ نه خبريږي!

ماريا يوه شېبه غلې وه، بيا يې وويل:

_ اوس به يې رمه راوستې وي، ناوخته شو!

د وړانګې شونډې وخوځېدې:

_ دا دی! ژی ډکېدو ته نږدې دی!

ماريا مخامخ وکتل، غونډۍ ټيټې وې، ځای ځای سپاندې او هسک اغزي باد ښورول…لرې پر يوه غټه ډبره دوه سارايي کوترې ناستې وې. په ټوله دره کې چوپه چوپتيا وه، يواځې يوې کوترې غومبرې وهلې، ځای پرځای راګرځېده…

ماريا کيڼ لور ته وکتل، دا غونډۍ هم تر ډېره  هغې بلې ته ورته وه، يواځې کوترې نه وې.

ښي لور ته يې مخ واړاوه، رنګ يې والوت، په بيړه يې وويل:

_ وړانګې!

وړانګې وخندل، پرته له دې چې سر پورته کړي، شونډې يې وخوځېدې:

_ دا دی، ډک شو!

ماريا چيغه کړه!

_ ورور دې!

وړانګې په بيړه سر پورته کړ، شېرګل منډې ور وهلې…ولاړه شوه، د ماريا مخې ته ودرېده، په رېږدېدلي غږ يې وويل:

_ زړه دې غټ ونيسه! تاته څه نه وايي!

لنډه شېبه ووته، شېرګل ور ورسېد، ساه يې لنډه لنډه کېده، سترګې يې رډې راختلې وې، لاس يې پورته کړ، چيغه يې تر خولې راووته!

_ تاته چا ويل چې دا پليته دلته راوله!

کوترې والوتې.

يو کړس شو، وړانګه کيڼ لورته ړنګه شوه، شېرګل دوهم ځل لاس پورته کړ، ماريا پر نجلۍ ورپريوته، چيغه ېې کړه!

_ مه!

شېرګل لاس ونيو، په زوره يې وويل:

_هاخوا شه! که نه نو!

ماريا په بيړه ولاړه شوه، يوګام يې واخيست، د سړي تر مخ ودرېده، چيغه يې کړه!:

_ که نه نو څه؟ ها!  په ښځو لاس پورته کوې! بې غيرته!

يوه شېبه دواړو يوبل ته وکتل، د ځوان سترګې سرې وې،  د نجلۍ په سترګو کې اوښکې رغړېدلې. ..

شېرګل په زوره وويل!

_ خوله دې وتړه!

د ماريا شونډې وخوځېدې:

_  ته هم ځانته نارينه وايې!

وروسته يې وړانګه تر مټ ونيوله، د هغې لاندنی شونډه ويني وه، په سترګو کې يې وېره ښکارېدله…

ماريا سړي ته وکتل،  ورو يې وويل:

_ شونډې ته يې  وګوره!   ډېر زورور يې، داسې نه ده؟!

د شېرګل  سر وځړيد.

ماريا چيغه کړه!

_ تا وليدل !  زه نه يم تښتېدلې!

شېرګل غلی و.

ماريا د وړانګې لاس ونيو، ورو يې وويل:

_ راځه!

وړانګې په اوبو کې پراته ژي ته وکتل، ماريا تر لاس کش کړه، دواړه روانې شوې.

خره د غونډۍ نيمايي ته رسېدلي وه، په سپاندو او اغزيو کې يې خوله وهله…کوچی ځړيدلی سر ولاړ و.

*       *       *

بوډۍ د کېږدۍ سيوري ته ناسته وه، وړۍ يې ريسلې، وروسته يې سر پورته کړ، نجوني ولاړې وې.

 بوډۍ په بيړه وويل:

_ شېرګل ته خشکه ( غوسه ) ورغلې وه، مخې ته مه ورځئ!

وړانګې د خپلې انا غېږې ته ځان ور واچاوه، يودم يې وژړل…بوډۍ ورته وکتل، د لاندنۍ شونډې پر سر يې ډومبک وينه پرته وه.

ورو يې وويل:

_  ځار ! بلا دې راباندي وګرځه!

د وړانګې ژړا زور ونيو…

ماريا يوه شېبه ولاړه وه، بيا کېږدۍ ته ور ننوته.

کوچۍ خپل زوی کراراوه، ماريا يې ترڅنګ کېناسته، ماشوم ته يې وکتل، تک ژېړ و، نرۍ پښې يې درلودې،  د ملا هډوکي يې راوتلي ښکاريدل.

ماريا وويل:

_ څه شی ورکوې؟

د ښځې شونډي وخوځېدې:

_ د وزې شيدې.

_ ولې خپلې؟

_ کمې دي، مړولی يې نه شم.

ماريا يوه شېبه غلې وه، بيا يې وپوښتل:

_ د څلورو مياشتو دی؟

کوچۍ وويل:

_ دا يې اومه مياشت ده.

_ په کور کې وريجي لری؟

کوچۍ ورته وکتل، ورو يې وويل:

_ خدايزده! موږ وريجي ډيرې نه پخوو.

ماريا وويل:

_ که ماشوم له څلورو مياشتو وروسته شوله، په شيدو کې لنده ډوډۍ او داسي نور پاسته خواړه وخوري، ګټه ورته لري.

کوچۍ هماغسې په حيرانی ورته کتل.

ماريا پر اوږه لاس ورکېښود، ورو يې وويل:

_  يوځل يې وازمايه!

 ولاړه شوه، د باندي يې وکتل، بوډۍ د پخوا غوندي څرخی تاواوه… وړانګه ليرې د مېږو او پسونو په مينځ کې د توت سيوري ته ناسته وه.

ماريا ورغله، وړانګې ته يې وکتل، اوږده باڼه يې سره سريښ وو، تر څنګ يې کېناسته، تر ډېره دواړه غلې وې