کتاب: رڼا (ناول)
لیکوال: نصیراحمد احمدي
کال: ١٣٨٧ ل
کتاب پېژندنه :
نوم : رڼا
ليکوال : نصير احمد احمدي
برېښناليک : nasirahmad_ahmadi@yahoo.com
موبايل شمېره : ٠٧٠٠٢٥٦١٩١
د پښتۍ انځور : ن. ا. احمدي
د پاڼو ډيزاين: نصرت الله الهام
کمپوز : ن.ا. احمدي
د پښتۍ ډيزاين: نور علي تسل
چاپ کال : ١٣٨٧ ل
چاپ چارې : دانش خپرندويه
د چاپ ټول حقوق محفوظ دي
ډالۍ
خپل گران ورور، انجينر بشير احمد احمدي ته !
څوک چې زما د زړه سکون دى .
==============
بوړبوکۍ له ځان سره خاورې او خځلې راټولولې …کله چې په دښته کې ولاړې ونې ته ورنږدې شوه، يوه هلک منډه کړه او له خولې څخه يې يوه چيغه راووته :
_ هله پيريان![1]
يوې نجلۍ په بيړه بوړبوکۍ ته وکتل، رنګ يې ژيړ شو، څو ګامه يې واخستل، ولوېده او په تاوېدونکو خاورو کې پټه شوه. بوړبوکۍ څو دورې وخوړې . بيا د ډنګرو مېږو او اوزو په منځ کې تاو راتاو شوه اوخپله مخه يې ونيوله .
نجلۍ ودرېده، له خپلو سترګو څخه يې خړ او سپېره ويښته لرې کړل او په بوړبوکۍ پسې يې په وېره وکتل . هلک په بيړه ورنږدې شو او په حيرانۍ يې وويل :
_ته خو يې حلاله نه کړې !
نجلۍ مېږو او اوزو ته سترګې ورواړولې، کله چې روغې ورته وايسېدلې، په څېره کې يې خوښي راټوله شوه، بېرته يـې دونې تنې ته خپل خوار ولي ولګول، سر يې وځړېد او فکر په مخه کړه.
هلک په خُشکه ( غوسه ) وويل !
_ته پمنه يې! هيڅ بلا دې نه وهي!
نجلۍ غلې وه .
هلک زياته کړه :
_ما د بوړبوکۍ په مينځ کې د پيريانو خبرې واورېدې، ويل يې چې دا کرغېړنه په حلالېدو نه ارزي .
د نجلۍ سر ځوړند و.
هلک له خپلې غاړې څخه لينده خلاصه کړه، يوه ګيټۍ يې پکې کېښوده، د نجلۍ خواته يې ونيوله او و يې وويل!
_ودي ولم!
نجلۍ سترګو ته لاس ونيو. هلک لينده يوې څرمښکۍ ته ورواړوله. پر هغې يې وار وکړ، خو څرمښکۍ په يوه ګڼه سپانده کې ننوته . شېبه وروسته يې په لوړ غږ وويل!
_اي چينجنې! مالونه را وګرځوه!
نجلۍ سر هسک کړ¸ په بيړه ولاړه شوه، منډه يې کړه، خو يودم ځای پر ځای کېناسته. خپلې لوڅې ښۍپښې ته يې لاس ونيو.
د هلک سپږمې وپړسېدې او په کاوړ ( غوسه ) يې چيغه کړه!
_ژر کوه! اى دسپي لورې!
نجلۍ په رېږدېدلي غږ وويل:
_ پلار ته مې مه تېرېږه!
له دې سره يې د غوږ تر څنګ دګيټۍ دتېرېدو نرۍ شڼا واورېده.
د نجلۍ په سترګو کې اوښکې را ټولې شوې، پخپلو تېرو نوکانو يې له پوندې ازغی ويست او د يوه سيرلي خواته ګړندۍ روانه شوه. څو ځله دسيرلي مخې ته ودرېده، خو سيرلي ټوپونه وهل، نه يې نيوی ورکاوه او نه هم نورو مېږو او اوزو ته ورګرځېده. نجلۍ بي حوصلې شوه، ځمکې ته يې لاس کړ، يوه کوچنۍ ډبره په ګوتو ورغله او ورسره د سيرلي پښو ته نږدې مړه دوړه پورته شوه.
نجلۍ ستړې وه، بې سېکه وجود يې لړزېده، بېرته توت ته ورنږدې شوه او سيوري ته کېناسته، خو دې لا دمه نه وه جوړه کړې چې څڼو ته يې ګوتې ورولوېدې .
نجلۍ کوکه کړه، په تشو کې يې څو درانه دردونه تېر شول، بيا يې په ژامه يو سوک وخوړ او پر خاورو پړمخې پرېوته .
هلک چيغه کړه :
_ تا زما پر سيرلي وار وکړ! هغه يې په اتلس سوه غوښت، خرې ، لغړې، پمنې! ته ودرې ! مور به مې څڼې دروشکوي!
نجلۍ سر هسک کړ، له پزې نه را وتلې وينه يې د لمر رڼا ته وځلېده، منډه يې کړه ، په يوه لويه ډبره کېناسته او په چيغو چيغو يې وژړل ….ښه شېبه يې اوښکې تويې کړې، بيا يې په نهېلۍ دښتې ته وکتل ، لرې په يوه موټر پسې سپېره دوړه روانه وه …وروسته يې مخامخ پرتو غونډيو ته سترګې ورواړولې. په يوه هسکه شنې، زرغونې جنډې رپېدلې …هغې تر ډېره هديرې ته وکتل، بيا يې يو سوړ اسويلی ويست، بېرته يې د دښتې خواته ورمېږ کوږ شو، دوه_ درې شله ګامه لرې يوه موټر ته درې تنه ولاړ وو، وروسته دوه کسه د دوی خواته ور روان شول او دريم يې دموټر بانټ ودراوه.
هلک له ځان سره و ډونګېد:
_راغلل !
له دې سره يې دمېږو خواته ګړندي ګامونه واخستل…خو شېبه وروسته يوه ښځينه غږ ځای پرځای ودراوه:
_دلته راشه ګرانه!
هلک په حيرانۍ سره شا ته وکتل. د توت سيوري ته يوه سرتور سر ښځه او يو په ونه لوړ نارينه ولاړ وو.
هلک په بيړه وويل:
_زموږ ژبه مو زده ده؟
دنګ ځوان ښځې ته وکتل، دواړه موسک شول، سړي وويل:
_زه جمال يم او دا هم ګلالۍ نوميږي. ، ستا نوم؟
د هلک پتري نيولې خړې شونډې وخوځېدې :
_ بازو!
وروسته يې خپله خبره پسي وغزوله :
_تاسو د امريکانيانو ( امريکايانو ) غوندې ښکارئ، خو دوی بل رنګه خبرې کوي، له ټوپکو سره راځي، لمنې نه لري، نور مو فرق نه سره کيږي.
سړي په خندا وويل:
_د چا زوی يې؟
_ د جانداد.
_کوم جانداد؟
_د ملک عبدالکريم د کلي.
د سړي خندا زور ونيو:
_اى زوروره! ته خو کليوال وختې!
هلک په حيرانۍ سره هغه ته وکتل، سړي خپله خرېيلي زنه وګروله او ويې پوښتل:
_خو پلار مې دې پر ځای را نه ووړ؟
هلک په غرور وويل:
_پلار مې ټول خلک پېژني، د سرونو په جوړولو کې يې نوم وړی، سلامت درې کلي اولس لري.
سړي په خندا غېږ ترې تاوه کړه. د هلک تور تندی يې ښکل کړ او په مينه يې وويل:
_ښه نو! ته بازمحمد يې!
وروسته يې ښځې ته مخ ور واړاوه:
_ دی په شپږ اويايم کې پيدا شو، ښه مې په زړه دي، پلار يې په خوشالۍ کې سينځلې ووېشلې، وروسته مو په زور ډول پرې راوويست، خو طالبان خبر شول، دی يې و ډباوه او ډول ته يې برچې ور واچولې، زه په هماغه کال له کوره ووتم.
ښځې په خپلو ژېړو او لنډو ويښتو کې ګوتې تېرې کړې، په خواشينۍ يې وويل!
_خو دده عمرتر لسو کلونو کم ښکاري!
د سړي پرنريو شونډو يوه ترخه موسکا تېره شوه:
_ددې وطن ماشومان همداسې دي.
هلک ښځې ته وکتل او بيا يې سړي ته مخ ور واړاوه!
_دا دې څه ده؟
_نامزاده؟
_څه؟
_ کوژدنه!
_ نو بيا يې څنګه درسره ګرځوې؟
دا ځل ښځه په خبرو کې ور ولوېده:
_ ولې؟
_تاسو خو واده نه دی کړی؟
د ښځې نرۍ وروځې سره ورغلې، اوږو ته يې ټکان ورکړ او په حيرانۍ يې سړي ته وکتل.
سړي وخندل:
_څلور مياشتې وخت لرې، په هر څه به پويه شې.
ښځې ته خندا ورغله، د غاړې بکس ته يې لاس کړ او يو بوتل يې را وويست.
هلک په بيړه وويل:
_شراب دي؟
ښځه موسکۍ شوه:
_نه! اوبه دي، دې ته معدني اوبه وايي.
له دې سره يې بوتل هلک ته ونيو او په مينه يې وويل:
_تږی يې؟
هلک يو _ دوه ګامه شاته شو.
ښځې دوه_ درې غوړپه اوبه وڅښلې، بېرته يې پر بوتل سرپوښ تاو کړ او په بکس کې يې کېښود. بيا يې په رمې پسې وکتل، خو وروسته يې نجلۍ ته پام شواو له هلک نه يې وپوښتل:
_هاغه دې خور ده؟
هلک تندی تريو کړ:
_نه! زموږ مزدوره ده.
_ څه نوميږي؟
_ زه يې پمنه بولم، زموږ يوه اوزه هم پمنه ده. کټ مټ لکه دا.
ښځې د هلک په ګوړي ( خرېيلي ) سر لاس تير کړ، ورو يې وويل:
_ولې يې په دې نوم بولې؟
د هلک د تندي ګونځې لاپسې ژورې شوې.
ښځه ورو د نجلۍ خواته روانه شوه. هلک پسې وکتل، هغې د نارينه وو غوندې لنډ واسکټ اغوستی و او لمن يې هم څلور کونجه سکڼل شوې وه.
سړي وويل:
_ګرانه! ته د ښه سړي زوی يې، هر څوک پخپل نامه بوله ! ښه!
هلک په لينده کې يوه ګيټۍ کېښوده. په غرور يې وويل:
_هاغه غوباړی ( ګونګټه ) در ته وولم؟
سړي وويل:
_څه يې کوې! بې ازاره دی او…
دا وخت ښځې ناره کړه!
_جماله ! وه جماله!
سړی په ګړنديو ګامونو ورنږدې شو.
ښځې په بيړه وويل:
_دسمال لرې؟
_په دسمال څه کوې؟
_د نجلۍ پزه وينې ده.
سړي له جېبه يو کاغذي دسمال را وويست.
ښځې د نجلۍ پزې ته دسمال ونيو. ورو يې وويل:
_سر دې يو څه پورته ونيسه!
نجلۍ پورته وکتل. ناڅاپه د سړي په زړه سستي راغله. د يوې اوه _ اته کلنې نجلۍ په اوږده مخ کې تر غټو خړو سترګو، تور او اوږده باڼه را تاو وو. ده دا ډول سترګې پخوا ليدلې وې او په دې خړو سترګو کې يې بې شمېره يادونه پراته وو. په بيړه يې د نجلۍ نوره څېره تر سترګو تېره کړه، خو دا ډول وچ، ژېړ او ټاپي، ټاپي مخ يې د لومړي ځل لپاره ليده . نجلۍ لمر سوځولی، تور او سپېره مخ درلود او په نرۍ غاړه پورې يې يوه درې کونجه خيرن تاويذ ټال خوړ. د دې ګرين شکېدلى و او جامې يې سوالګرو ته ورته وې.
ښځې وويل:
_يو بل کاغذ!
سړي نجلۍ ته کتل …
ښځې خپله خبره تکرار کړه:
_يو بل کاغذ!
بيا يې هم ځواب وا نه ورېد.
دا ځل يې په لوړ غږ وويل:
_جماله!
سړي يوه جټکه وخوړه.
ښځې ورو وويل:
_ته ښه يې؟
سړى تلولی غوندې شو:
_ها! څه دي ويل؟
_ته ښه يې؟
_هو، ښه يم.
ښځې نجلۍ ته مخ ور واړاوه:
_لوېدلې يې؟
مخکې تر دې چې نجلۍ څه ووايي، سړي په بيړه وپوښتل:
_د چا لور يې؟
ښځې په حيرانۍ سره سړي ته وکتل.
نجلۍ ورو وويل:
_د ابۍ!
سړى په خبره کې ور ولويد:
_اصلي نوم يې څه دى؟
_ا بۍ!
سړي ښځې ته وکتل ، هغې وچې سترګې ورته نيولې وې، دی وارخطا شو، بيا يې په تندي کې ګونځې پيدا شوې او په خواشينۍ يې وويل:
_ما وبخښه! د جيمز لور راپه زړه شوه.
ښځې په حيرانۍ وپوښتل:
_کوم جيمز؟
_ته يې نه پېژنې. لور يې کرسټينا نومېده. د دې نجلۍ غوندې وچه کلکه وه، په هغې مې ډېره خوارې وکښله، خو کرسټينا سرطان درلود، مړه شوه.
ښځې په خوابدي غږ وويل:
_جماله! ته ډاکټر يې ، د دې نجلۍ تر مخ بايد داسې خبرې ونه کړې!
سړي وخندل:
_دا خو جکه جوړه ده او بل دا ماشومان لاپه دې نه پوهيږي چې سرطان لا څه بلا ته وايي؟
ښځې تندی تريوکړ، نجلۍ ته يې مخ ور واړاوه او ويې ويل:
_ښه زړګيه! ژاولې دې خوښېږي؟
نجلۍ په بيړه وپوښتل:
_کومې دي؟
ښځې هغې ته يو درجن ژاولې ونيولې.
نجلۍ وويل:
_ټولې يې زما؟
_هو! ټولې يې ستا!
نجلۍ په يوې ژاولې خپل چينجن غاښونه ټينګ کړل او نورې يې په خپله لمن کې واچولې.
ښځې ورو وويل:
_پلار دې څه کار کوي؟
نجلۍ ټوخي واخيسته، ښه شېبه يې وټوخل او بيا يې شنو_ زرغونو جنډو ته وکتل:
_هغه مړ دی.
_اوف ! ما وبخښه!
_ولې؟
دښځې په سترګو کې اوښکې را ټولې شوې:
_هېڅ!
دا وخت څو تېره غږونه پورته شول.
ښځې ورو وويل:
_لکه چې موټر جوړ شو.
سړي نجلۍ ته کتل…
ښځې خپل غږ په زوټه ( زوره ) کړ!
_تا ته وايم!
سړی وارخطا شو:
_څه دې ويل؟
_موټروان هارنونه وهي.
_نو بيا؟
ښځې په حيرانۍ هغه ته وکتل.
سړي په بيړه وپوښتل:
_چادري، چادري دې څه کړه؟
ښځې خپل سر وخوځاوه!
_تا ويل چې په موټر کې يې پرېږده! ګرمي ده.
_هو رښتيا! ځه چې ځو!
په يوه وړه او نمجنه تياره کوټه کې يو سړی پروت و. يوه ښځه راغله، د سړي تر څنګ کيناسته، ښه شېبه يې د هغه د سپين مخ او پټو سترګو ننداره وکړه، بيا يې خپل ګونځې ګونځې لاس د سړي پر پراخ تندي کېښود، خپلې نرۍ او زيږې ګوتې يې د هغه په تورو ويښتو کې تېرې کړې، ورو يې وويل:
_جماله ! ناوخته دى!
سړي خپلې سترګې پرانيستې. يوه شېبه يې ښځې ته وکتل. پر اړخ را واوښت او سر يې د ناستې ښځې پر زنګانه کېښود. سترګې يې پټې کړې او په خوبولي غږ يې وويل:
_اه! مورې!تر اوسه دې لا په زړه دي!
ښځې خام دېوال ته ډډه ولګوله، موسکه شوه او خړې شونډې يې وخوځېدې:
_هغه ورځې څنګه له زړه ايستلی شم چې ته به ويده وې او مابه ستا په ويښتو کې سپږې لټولې.
دا وخت له خندا سره ګډ، يو غږ واورېدل شو:
_ښه نو! ته په وړکتوب کې سپږن وې! هه!
زړې ښځې وره ته وکتل او په خندا يې وويل:
_او هو! ګلالۍ! راځه لورې! راځه!
ګلالۍ د جمال خواته ور روانه شوه، خوسړی نېغ کيناست او په بيړه يې وويل:
_دلته نه! هلته! په هغه توشکه !
ګلالۍ تندی تريو کړ!
_ولې؟
جمال زړې ښځې ته وکتل:
_مورې! دې ته يو څه عقل ور زده کړه! دا د قره باغ په رواجونو نه پوهيږي!
نجلۍپر سړي د بالښت وار وکړ.
زړې ښځې وخندل. جمال وويل:
_سمه_ دمه لېونۍ ده!
زړې ښځې ګلالۍ ته وکتل :
_خو خوږه ده.
ګلالۍ د زړې ښځې په ټټر سر ولګاوه، جمال ته يې سترګې ور واړولې او په خندا يې وويل:
_له مور څخه دې،د خبرو چل زده که!
جمال موسک شو:
_مورې! د هغې په چاپلوسۍ ونه غولېږې! ته ورته وګوره! ټکری يې په غاړه کې پروت دی!
زړې ښځې د نجلۍ په سپينه ټنډه خپلې خړې شونډې کېښودې. هغه يې ښکل کړه، جمال ته يې وکتل او په خندا يې وويل:
_دې خوارکۍ دا وطن څه ليدلی دی، زده به يې کړي، په هر څه به پوه شي.
جمال خپل تندي ته څپېړه ورکړه:
_اى خواره قسمته! مور مې يې هم ور واړوله.
له دې سره ټولو وخندل.
دا و خت د پيالو د رېږدېدو غږ شو… يوې نجلۍ يو پتنوس په غولي کېښود، بېرته ولاړه شوه، پرده يې کش کړه، د جمال سترګې وبرېښېدې، په بيړه يې ګړۍ ته وکتل او په حيرانۍ يې وويل!
_نهه بجې دي!
وروسته يې خپلې مور ته مخ ور واړاوه :
_پلار خو مې خشکه ( غوسه ) نه کوله؟
زړه ښځه موسکۍ شوه:
_سهار جومات ته تلو، خو په تا يې زړه ونه شو، ويل يې چې ستړی دی، اوږد مزل يې وهلی ، پريږده چې ويده وي.
جمال وخندل:
_اه مورې! ستا په زړه دي! پلارجان به هر سپېده چاود، لمانځه ته را ويښولم. يو سهار دی جومات ته ولاړ چې زه بېرته خوب وړی وم او…
زړې ښځې وخندل او په خبره کې ور ولوېده:
_او کله چې بېرته راغی، نو زه ستا مخې ته ودرېدم او لښته زما مټ ته سيخه شوه.
جمال د خپلې مور لاس په خپل موټ کې ټينګ کړ. تازه راغلې نجلۍ ته يې وکتل، هغه په غوښه پټه وه، منځنۍ ونه يې درلوده او ويښته يې دومره تک تور وو چې د هغې پر سر، له ټکري سره يې توپير نه کېده.
جمال ورو وويل:
_مورې! لس کاله څومره ژر تېر شول، زه چې له کوره تلم ، په هغه کال لا ګل غوټۍ سر تور سر د باندې ګرځېده، خو اوس چټه پېغله ده.
زړې ښځې وخندل:
_هغه وخت خو لا ته هم سره خوله ژڼکی ( هلک ) وې.
جمال وويل:
_زه به مخ ته يو_ دوه لپې اوبه ور واچوم.
له دې سره ولاړ شو او له کوټې ووت.
ګلالۍ وپوښتل:
_تره مې چېرته دی؟
زړې ښځې وويل:
_سهار وختي پټيو ته ولاړ. دهقان احوال را لېږلی و چې درمند اخلي.
_درمند؟
زړې ښځې وخندل:
_هو زويه! درمند ! دلته چې کله غنم پاک شي، نودهقان يوه کوټه ( ډېرۍ ) ور نه جوړوي. بيا دا کوټه د غوړو په ټيمانو پيمانه کيږي، وروسته بادار، دهقان ، ملا او ډم، هر يو خپله برخه غنم خپلو کورونو ته وړي.
دا وخت جمال کوټې ته راغی او اورسۍ ته نيږدې پر يوه خړه توشکه کېناست. خپلې خور ته يې مخ ور واړاوه او ويې ويل:
_که دا بوره يو څه کمه کړې.
ګل غوټۍ په بيړه وويل:
_ښه ده ، لالا.
جمال خپلی مور ته مخ ور واړاوه او په خندا يې وو يل:
_د خورکۍ واده ته څو ورځې پاته دي؟
د ګل غوټۍ غمبوري سره شول، سر يې وځړېد او په بيړه له کوټې ووته.
جمال او زړې ښځې وخندل، خو ګلالۍ په حيرانتيا وپوښتل:
_ګل غوټۍ ولې داسې په منډه ولاړه؟
جمال وويل:
_هغه وشرمېده.
د ګلالۍ حيرانتيا ډېره شوه .
_ولې؟
_څو ورځې وروسته يې واده دی.
_نو څه!
جمال موسک شو:
_دا لندن نه دی، غزنی دی غزنی. دلته بېل رواجونه دي.
زړې ښځې وويل:
_ګل غوټۍ ځکه شرمېدلې ولاړه شوه چې د خپل واده نوم يې واورېد.
ګلالۍ په بيړه وپوښتل:
_په دې کې نو د شرم څه خبره ده؟
زړې ښځې وخندل:
_بس نو، دا وطن همداسې دی. له پخوانيو را پاته دي.
ګلالۍ يوه شيبه فکر په مخه کړه، بيا يې په بيړه وويل:
_نو زه هم بايد وشرمېږم؟
جمال وخندل:
_هو نو! ولې! ته بېشرمه يې که څنګه؟
بوډۍ له خپل زوی څخه دخبرو وار واخيست:
_نه لورې! ته به ولې شرمېږې. دا خو ستا د تره کور دی. په خپل کور کې چا شرم کړی او بل ته خو دانګريز په وطن کې پيدا شوې يې، همالته دې عمر تېر کړی او…
دا وخت يو دروند ټوخی واورېدل شو. بوډۍ ژر پر خپلو سپينو و يښتو ټکری ورکش کړ. جمال ورو ولاړ شو او ګلالۍ په حيرانۍ سره وره ته وکتل.
په وره کې يو ګردی سړی ودرېد. دی له ونې ټيټ و، را وتلې ګيډه يې درلوده او پاسنۍ شونډه يې په ګڼو سپينو ويښتو کې پټه وه. ده وار له واره ګلالۍ ته وکتل او په خندا يې وويل:
_ورېره ګله خو به خپه شوې نه يي؟
ګلالۍ موسکه شوه، تورې غټې سترګې يې وځلېدې، خو څه يې ونه ويل.
نوي راغلي سړي ديوال ته ډډه ولګوله، جمال په بيړه بالښت ور بېرته کړ. سړي خپل پټکی په غولي کېښود، د ککرۍ تار، تار سپين ويښته يې په خولو لانده وو. بيا يې په خپله ګڼه ږيره کې د ښي لاس لنډې ګوتې تېرې کړې، ګلالۍ ته يې وکتل او په مينه يې وويل:
_څنګه! هوا خو به بده نه يي درباندې لګېدلې؟
ګلالۍ وخندل:
_نه کاکا! ښه يم.
سړي هماغسې په خندا کې وويل:
_زموږ کلی دومره بد نه دی. ښکلى کاريز لري. ګودر هر وخت له نجونو ډک وي او بل ستا له بخته سږ کال په کلي کې ودونه هم ډېر دي. سات به دې تېر شي.
سړی غلی شو، څو اوږدې ساوې يې واخيستې او بيا يې خپلې لور ته چې هماغه شېبه کوټې ته راغلې وه مخ ور واړاوه:
_ګل غوټۍ! ګوره چې ګلالۍ در نه خپه نه شي! وايم دا نن يې لا په يو_دوو کورونو وګرځوه، پام به يې غلط شي.
زړې ښځې په عاجزۍ وويل:
_سړيه! نن يې دوهمه ده، يو څه وخت دې ساه سمه کي. ترهغو به کالي هم ورته وګنډم، خلک به ورپورې وخاندي.
د سړي په لنډ تندي کې ګونځې پيدا شوې او په خشکه يې وويل:
_کوم د نرزوی به د ملک عبدالکريم په ورېرې پسې وخاندي؟ هه!
ګل غو ټۍ وارخطا شوه:
_ښه ده پلاره! څه چې ته غواړې، هماغسې به وکم.
ګلالۍ خپل تره ته وکتل، شونډې يې خندنۍ شوې:
_کاکا! موږ څلور مياشتې دلته يو، په کراره به وګرځو.
د ملک تندی ورين شو ، په زوره يې وخندل او ويې ويل:
_ښه ده ورېرې! ښه ده! خپلې خوښې ته ګوره! وايم پاچاهي چلوه! پاچاهي.
ملک يوه شېبه غلی شو، يوه چونډۍ نصوار يې تر ژبې لاندې کړل او ورو يې وويل:
_په رواجونو پسې دومره سر مه ګرځوه! ټول پوهيږي چې ته له لندنه راغلې يې، نه دې دلته ژوند کړی او نه هم د قره باغ رواجونه در مالوم دي. تا هيڅوک نه ګرموي، وايم سرې سترګې ګرځه، سرې سترګې.
ګلالۍ د راتګ په دريم سهار له خپلې اندرور ( ګل غوټۍ ) سره له کوره ووته. دوی نيغې ګودر ته ولاړې. د کارېز تر دنې ( د کاريز خوله) څو نجونې را تاوې وې. چا منګي ډکول، چا جامې وينځلې او ځينو نورو راوړي غوړ لوښي په اوبو کې ايښي وو، دې ته د نجونو هرکلی په زړه پورې و. په پيل کې يوې ، يوې لاس ورکړ، خو شېبه وروسته مجلس دومره تود شو، لکه له پخوا راهيسې چې سره پېژني، ګلالۍ ته هر څه نوي وو، د نجونو ګڼ کميسونه، د غوړو لوښو پر سر تاوېدونکي کبان، د نيږدې ولاړو هسکو سپېدارو سپينې، لړځانده پاڼې او له خړ پوټي څخه راوتلې سپېرې تيږې، دا هر څه دې په لومړي ځل ليدل، ګلالۍ تر ډېره هلته ناسته وه، دې پرله پسې پوښتنې کولې، يوې پيغلې د خپل کميس د ټټر کيسه راواخيسته چې لس کلاوې زرتار او شپږ شله ګردې شيشې پکې کار شوې دي. بلې بيا د خپلې چوڼدارې لمنې په ښکاره کولو سره خپل کمال وښود او يوې پېغلې چې ډېره ټوخېده د تناره له لوګي څخه يې ښه خوله نه وهله.
له ګلالۍ څخه هم پوښتنې وشوې، ځينو د هغې بياتي کړو ويښتو ته اشاره وکړه، يوې يې د سپينو غاښونواو روښانه پوټکي راز وپوښت او يوې بلې پېغلې يې هم د ژوندپه اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه.
ګلالۍ د خپل ژوند په باره کې لنډه وغږېده. ويل يې چې دکورنۍ د هجرت په لومړي کال په لندن کې پيداشوې او همالته لويه شوې ده. د پلار يواځينۍ لور ده ، تېر کال يې دولسم خلاص کړ او له پلاراو مور سره يو ځای اوسي.
ګلالۍ تر ډېره د کلي له نجونو سره کېناسته. له هغوی سره يې خبرې وکړې او کله چې بېرته له خپلې اندرور سره دکلا په دروازه ننوته، جمال يې له خپل تره سره د کور په چوتره کې وليد، دوی سيوري ته ناست وو او ملک د کلي دمکتب دسوځولوکيسه ورته تيروله.
ګلالۍ د خپل تره تر څنګ کېناسته او ويې ويل چې د نجونو له مينه ناکو خبرو څخه يې خوند واخيست، دوی يوه شېبه خبرې وکړې، بيا يې يوه تور سيرلي ته پام شو چې دکلاه په دروازه کې ولاړ و. سيرلی رامخته شو، منډه يې کړه او د چرګو د ګوډلې پر بام ودريد، چرګو وارخطا يوې او بلې خوا ته منډې کړې ، د ملک تندی تريو شو، خو مخکې تر دې چې څه ووايي، په وره کې يوه کوچنۍ نجلۍ ښکاره شوه.
د جمال رنګ سور شو، د ملک د تندي ګونځې هم ژورې شوې، خو ګلالۍ په خوشالۍ وويل:
_دا هماغه نجلۍ ده چې موږ دراتګ په لومړۍ ورځ دغونډيو په لمنو کې وليده.
وروسته يې ملک ته وکتل:
_کاکا! دا څوک ده؟
ملک چيغه کړه!
_وباسه! سيرلی وباسه!
د ګلالۍ غومبري سره شول، دې په لومړي ځل د خپل تره خشکه ليده. نجلۍ ته يې وکتل، هغې پخوانۍ زړې جامې اغوستې وې، په لاس کې يې يوه نرۍ لښته ښکارېدله او وارخطا وه، وروسته په لړزانده ګامونو د سيرلي خواته ورنيږدې شوه،سيرلي اخور ته ورټوپ کړل، يوې غوا خپل ځنځير وشکاوه، په سطل کې وخته او چوترې ته نږدې يې لمر ته هوار شوي پياز سره تيت کړل.
ملک په کاوړ( غوسه ) ولاړ شو، خو مخکې تر هغه جمال منډه کړه او دسيرلي مخې ته ودرېد، سيرلي لنډه دوره وخوړه او ښوى له دروازې ووت.
جمال نجلۍ ته وکتل، د هغې تر خړو سترګو را ګرځېدلو تورو بڼو يې زړه ولړزاوه، د چوترې خواته يې ورميږ کوږ کړ، ملک په راوتلو رډو سترګو ورته کتل، بېرته يې نجلۍ ته سترګې ورواړولې، هغه وارخطا وه، ټول بدن يې پړک ( لړزې ) اخيستی و او باڼه يې نه رپېدل.
جمال ورو وويل:
_درځه!
نجلۍ په رېږدېدلو ګامونو روانه شوه، جمال هم حرکت وکړ.
ملک چيغه کړه!
_پرېږده يې!
جمال مخ ور واړاوه:
_دروازه پورې کوم.
بېرته يې نجلۍ ته وکتل، هغه د ده تر څنګ روانه وه.
جمال ورو وويل:
_د چا لور يې.
_د ابۍ
د جمال تندی تريوشو، نجلۍ له دروازې ووته، جمال پسې وکتل، په ډېرا ن کې څو مېږو او اوزو خولې وهلې.
جمال دروازه پورې کړه، شا ته يې وکتل، پلار يې د غوا ځنځير ته تيږه نيولې وه او ګلالۍ په چوتره کې د ده له خور سره خبرې کولې،
جمال ور نږدي شو، ګل غوټۍ ته يې وکتل او ويې ويل:
_دا نجلۍ څوک وه؟
خور يې په بيړه وپوښتل:
_کومه نجلۍ؟
_دا اوس چې په سيرلي پسې راغلې وه.
ګل غوټۍ وارخطا شوه:
_لالا! ما ونه ليده.
ګلالۍ په حيرانۍ وپوښتل:
_د هغې پېژندل ولې درته مهم دي؟
جمال څه ونه ويل، سر يې وځړېد او دکلاه د لويديځ کونج لور ته روان شو، د کلاه په څلورو کونجونو کې هسک، هسک برجونه ولاړ وو، جمال په خړو زينو وخوت، يوه برج ته ور ننوت، هلته يوه وړه کوټه وه چې د کلي خواته يې يوه اورسۍ درلوده، د کوټې ختيځ لور ته يو مات کټ پروت و، لويديځ ديوال ته يې يو زوړ بايسکل ولاړ و او د کوټې په منځ کې څو زاړه ټيمان، د خرې يوه کته او خيرنې پلاستيکي کڅوړې ښکارېدلې.
جمال يوه شېبه دکوټې په منځ کې ودرېد، ده ته تېر يادونه ورپه زړه شول، يو وخت به په دې برج کې د ژمي لپاره مڼې ساتل کېدې، په چت کې به دانګورو کتارونه ځوړند وو او جمال به ډېر وخت په برج کې ناست او له خپل پلاره په پټه به يې ميوه خوړه.
جمال ورو د ورسۍ خواته ورنيږدې شو. له پاسه يې کلي ته وکتل، په لس کاله کې کوم د پام وړ بدلون نه و پکې راغلی، يواځې خړ کورونه ډېر شوي وو، د جومات تر مخ د توت دپخوانيو لويو ونو پر ځای اره شوي مونډان ښکارېدل او کلي هغه پخوانی شينوالی نه درلود.
ناڅاپه يو څه ور په زړه شول، له ورسۍ څخه يې سر ويست، کيڼ لور ته يې وکتل، له کلي وتلی په دښته کې يو زوړ چمبر[2]ښکارېده، جمال ښه شېبه د چمبر ولاړو دېوالونو ته ځير و، سرونه يې خوړل شوي وو او په ظاهره د ژوند کومه نښه نه پکې ښکاريده، بيا يې يو درب واورېد، په بيړه يې شا ته وکتل، ګلالۍ دکوټې په منځ کې ولاړه وه، جمال په وارخطايئ وويل:
_ته دلته څنګه راغلې!
ګلالۍ وخندل:
_په خپلو پښو.
جمال تندی تريو کړ:
_دلته ستا راتګ ښه نه دی.
د ګلالۍ شونډې وځړېدې، مخ يې واړاوه، غوښتل يې چې په زينو ښکته شي چې جمال تر مټ ونيوله، ورو يې وويل:
_چا وليدې؟
_نه
_خو ته بايد پام وکړې ..
ګلالۍ چيغه کړه!
_زه ستا نامزده يم!
جمال په بيړه د هغې پر خوله لاس کېښود، يو ګام يې واخيست، له پورته يې لاندې وکتل، په انګړ کې هيڅوک نه و، ورو يې وويل:
_هلته کومه خبره نه وه، غاړه په غاړه به سره ګرځېدو، خو دلته بايد يو څه احتياط وکړو.
د ګلالۍ سر وځړېد، ورو يې وويل:
_ته ډېر خفه پورته راوختې.
جمال د هغې په ژېړو ويښتو کې ګوتې تېرې کړې، اوږدې غاړې ته يې خوله ورنيږدې کړه، خو ګلالۍ يې ټتر ته لاس ونيو، شاته شوه او په شرمېدلي غږ يې وويل:
_تر اوسه خو دې ماته نصيحت کاوه.
جمال وخندل.
ګلالۍ وويل:
_لاړم.
له دې سره يې ګام واخيست، خو بېرته ځای په ځای ودرېده.
جمال موسک شو:
_پښېمانه شوې؟
ګلالۍ وويل:
_په چوتره کې دې خور پيالې ټولوي.
جمال خپله غړۍ اوږده کړه، بېرته په خپل ځای ودرېد، ورو يې وويل:
_ښه ! نو يوه شېبه ماتله شه!
ګلالۍ د ورسۍ خوا ته ورتېره شوه، کلي ته يې وکتل، د ځينو بامونو پر سرونو د ځوځو ګبندې (بارونه) ايښې وې او څو ديوالونه په تپل شويو خوشايو ژېړ وو.
ورو يې وويل:
_ايا کوم بل داسې هيواد شته چې اوسېدونکي يې په خوشايو اور بل کړي؟
جمال هغې ته ورنيږدې شو، تر څنګ يې ودرېد او شونډې يې وخوځېدې:
_نه پوهېږم.
ګلالۍ يوه شېبه غلې وه، وروسته يې پام څو هلکانو ته ور واوښت چې سره لمر ته يې مردکۍ کولې، ورو يې وويل:
_پلار دې ويل چې دلته ښونځی نشته.
_هو! تېر کال چا وسوځاوه.
ګلالۍ يوه شېبه غلې وه، بيا يې يو ناڅاپه وويل:
_نه شي کېدای چې د کلي ماشومانو ته درس ووايو؟
جمال په حيرانۍ سره هغې ته وکتل.
ګلالۍ خپله خبره پسې وغزوله:
_موږ څلور مياشتې وخت لرو، ډېره موده ده، يو څه خو به زده کړي.
د جمال شونډې وخوځېدې:
_خو زه نه شم کولای.
_ولې؟
دلته ناروغۍ ډيرې دي، همدا نن دوه کليوال راغلي وو، يوه يې ژېړی درلود او بل هم په وچکۍ اخته و، ښه به دا وي چې د دوی درملنه وکړم.
ګلالۍ وخندل:
_دا هم نېک کار دی، ته دې خپله ډاکټري کوه او زه به هم له کاکا څخه وغواړم چې د ليک لوست لپاره يوه کوټه په واک کې راکړي.
ملک د ګلالۍ غوښتنې ته نه ونه ويل، د کلا لويې دروازې ته نيږدې ، د کوريوه کوټه يې د کوچنيو نجونو او هلکانولپاره خلاصه کړه، په لومړيو کې دليک لوست لپاره لږ شمېر ماشومان ورتلل، خو اونۍ وروسته يې شمېره پنځلسو ته ورسېده، ګلالۍ به هر سهار درې ساعته درس ورکاوه، دې له خپل کار ه خوند ا خيست، په پيل کې يې تر سلو پورې حساب ور زده کړ، بيا د الفبا دتورو وخت راورسېد او وروسته به يې د دوو_درېو تورو له جنګولو يو ساده نوم جوړاوه.
ماشومانو هم په لنډ وخت کې له درسونو سره زړه وتاړه، ان بازمحمد هم خپله لينده لرې کړې وه، ده به قلم او کتابچه ورسره ګرځول.
جمال ته به هم ډله ډله ناروغان ورتلل. د ده نسخه ډېرو ښه لګيده، په لنډ وخت کې تر ليرو کليو دا اوازه وغزېده چې سړی له لندنه راغلی دی، هلته يې ډاکټري زده کړې ده او د ډېر وخت ناروغان يې په پښو درولي دي.
ملک هم خوشاله و، زوی يې خپلې زده کړې بشپړې کړې وې او ورېره يې لا پسې خپله کړې وه، خو په جمال يې ډېر پام و، دی به يې نه پرېښود چې له کوم کليوال سره يواځې کينې او يا هم ډېروخت د باندې تېر کړي، بانه يې دا وه چې حالات خراب دي او احتياط ښه دی.
جمال هم دخپل پلار خبره منل، ده به ډېر ناروغان د ميلمنو په کوټه کې کتل او يواځې د کلي هغو ناروغانو ته به د هغوی کورونو ته ورته چې له پښو به لويدلي وو. جمال يواځې يوه تفريح درلوده، دی به هر مازديګرکلي ته نيږدې هسکې غونډۍ ته خوت، هلته به پر يوه هواره ډبره کېناسته او د سره غروب ننداره به يې کوله.
په کلي کې يې له چا سره نه لګېده، د زلميتوب دوه_ درې همزولي يې په ايران کې وو او ده ته له پخوانيو ملګرو څخه يواځې د کلي نايي جانداد ور پاتې و، جانداد له عمره پوخ سړی و، وچ کلک وجود يې درلود او پخوا يې له جمال سره راز يو و، خو اوس ډېر نه ښکارېده، يواځې يو ځل د جمال ليدو ته ورغلی و او دوهم وار په کلي کې سره مخامخ شوي وو. بانه يې دا وه چې درې کلي اولس ور تر غاړه دی او دورځې تر لسو پورې سرونه جوړوي.
يو مازديګر جمال غونډۍ ته خوت چې له ليرې يې په يوه سړي سترګې ولګېدې، دی يوه شېبه ودرېد، سړی پر بايسکل سپور د کلي خواته راته او کله چې يو څه نږدې شو د جمال په زړه کې خوشالي ور ټوله شوه، شېبه وروسته يې جانداد ته کلکه غېږ ورکړه، بيا دواړه يو بل ته مخامخ پر لويو ډبرو کېناستل، د يو بل د ژوند په اړه يې خبرې وکړې، د رباب او د مېلو په باره کې وغږېدل، له باغونو څخه يې دانګورو او نورو مېوو د غلا کيسې راواخيستې او تېر يادونه يې تازه کړل، جانداد له خپل ژوند څخه راضي و، ويل يې چې ګذاره يې ښه ده، پر نايتوب سربېره څو مېږې او اوزې هم لري او د دريو ماشومانو پلار دی.
د دوی خبرې اوږدې شوې او جمال د لومړي ځل لپاره تر ماښامه پاتې شو.
جانداد خبرې کولې، خوجمال د مخامخ غونډۍ په لمنه کې دوو ماشومانو اوڅو مېږو او اوزو ته کتل چې د دوی خواته را روان وو،
د ماښام له اذان سره سم جانداد غلی شو، شېبه وروسته يې خپل څادر هوار کړ، دواړو نيت وتاړه، فرض لمونځ يې په ارامۍ سره ادا کړ، خو په سنتو کې د زنګولو ګړنجى اورېدل کېده.
کله چې جمال ښي لور ته سلام وګرځاوه، بدن يې زيږ شو، ده ته مخامخ د څو مېږو او اوزو په مينځ کې يوه خيرنه نجلۍ ولاړه وه، د هغې تر غټو خړو سترګو تور اوږده باڼه را تاو وو او ګرين ( ګرېوان) يې شکېدلی ښکارېده.
جمال يوه شېبه هغې ته وکتل، بيا يې کيڼ لور ته سلام وګرځاوه او وروسته يې پر خپله خرېيلې زنه لا س تېر کړ.
جانداد هم سلام وګرځاوه، ولاړ شو او د بايسکل له کنجوغې څخه يې يوه کڅوړه را خلاصه کړه، بيا نجلۍ ته ورنږدې شو، هغه د سوالګرې غوندې عاجزه ولاړه وه، جانداد په جګو پښو کېناست، غوټه يې خلاصه کړه او څلور _پنځه روغ او سوځېدلي پاستي يې نجلۍ ته ونيول.
ورو يې وويل:
_ هه! دا واخله او خپل کور ته لاړه شه!
نجلۍ مېږو او اوزو ته وکتل.
جانداد په بيړه وويل:
_ مالونه به بازمحمد په مخه کړي.
د نجلۍ نري او چاودي چاودي لاسونه ور وغځېدل، ډوډۍ يې سره وچرموړله، په تخرګ کې يې ونيوله او د کلي خواته ګړندۍ روانه شوه، باز محمد هم خپله رمه په مخه کړه.
جانداد جمال ته وکتل، موسک شو او ويې ويل:
_ناوخته نه دى؟
جمال د هو په نښه سر وخوځاوه، ولاړ شو او څادر يې ټکواهه.
جانداد خپل زوړ بايسکل تر ښکرو ونيو، دواړو دکلي خوا ته مخه کړه، يوه شېبه يوه هم څه نه ويل، يواځې د بايسکل د ټيم ټکاه او تر بوټونو لاندې د وړو تيږو د ښوېدو غږونه اورېدل کېدل، دواړو ځمکې ته کتل او غلي روان و، خوشېبه وروسته جمال ورو وويل:
_دا نجلۍ څوک ده؟
جانداد هغه ته وکتل، يوه ترخه موسکا يې وکړه او پلنې شونډې يې وخوځېدې:
_د رڼا لور.
د جمال زړه ولړزېد، شک يې په يقين بدل شو، خو څه يې ونه ويل.
جانداد وويل:
_مور يې ډېره ناروغه ده، يونيم کال وشو چې ولاړېدای نه شي.
جانداد غلی شو، د کيڼې سترګې له کونجه يې جمال ته وکتل، هغه هماغسې ځوړند سر روان و، ورو يې خپله خبره پسې وغز وله:
_يو ځل د ولسوالۍ ډاکټر ته ورغلې وه، خو هغه ورياده کړې وه چې علاج يې دده له وسه وتلی کار دی، کابل ته دې لاړه شي، خو رڼا ډېره بېوسه ده، د بېګاه نه لري، علاج ته يې پيسې په کار وې، ځکه نو دې هم په درملنې پسې دومره سر ونه ګرځاوه، بس! ټوله ګذاره يې د لور په مز دورۍ ده، لور يې پاڼه نومېږي، له تېر يوه کاله راهيسې زما رمه پيايي، خو زه پخپله بيوسه يم، ډېره مرسته نشم ورسره کولای، د ماښام له راټولو کړو پاستو څخه پنځه _شپږ ورکوم، درې وخته وچه ډوډۍ يې کيږي، دوی دوه نفره دي، لور او مور، يو څه لاس کليوال هم ور ته نيسي، ذکات، مکات ورکوي او ژوندي يې ساتلي دي.
جانداد غلی شو، جمال هم نور څه ونه ويل، بېرته چوپه چوپتيا شوه، خو دا ځل د بايسکل د ټيم له ټکاه سره د يوه_ نيم شغال تېره کوکه هم اورېدل کېده.
شېبه وروسته په عمر پوخ سړی يوې زړې دروازې ته چې د غوړو څو زنګن ټيمان پرې ټکوهل شوي وو ور وګرځېد او ځوان هم د يوې کلا خوا ته ګړندی روان شو، دا کلا د کلي په منځ کې ولاړه وه، ديوالونه يې تر ټولو کورونو هسک وو او پنډ برجونه يې د ماښام په تته رڼا کې وېرونکي ښکارېدل.
د ټولګي په توره دړه ليکل شوي و.
زموږ هېواد افغانستان دی.
موږ له خپل هېواد سره مينه لرو.
موږ سوله غواړو.
په غولي څو ماشومانو پلتۍ وهلې وې، کله کله به يې سرونه پورته کړل، دړې ته به يې وکتل او لاندې د کتابچو په سپينو پاڼو به يې څه وليکل.
ګلالۍ د ټولګي د لويې ورسۍ تر څنګ ولاړه وه، دې تر شيشې ورهاخوا د تيز باران ننداره کوله، باران دکلا په منځ کې لوی لوی ډنډونه جوړ کړي وو، څاڅکي به پر خړو اوبو لګېدل، ډومبکي (پوکڼۍ ) به يې جوړول او بيا به دا ډومبکي نورو څاڅکو له منځه وړل…
ګلالۍ ته دا خړ ډنډونه او د لرګي ناوې په زړه پورې وې، دې ته د لندن بارانونه ورپه زړه شول، هلته به ډېر بارانونه ورېدل، خو څاڅکو به دا ډول چکړې او خړ ډنډونه، نه جوړول، هلته يواځې شنه واښه او پاخه سړکونه وو، بوټونه به په ورځو، ورځو نه ککړېدل او له لندو خاورو څخه بوی نه پورته کېده.
ګلالۍ يوه شېبه د کړکۍ تر څنګ ولاړه وه، بيا بېرته دړې ته ورنيږدې شوه او په لوړ غږ يې وويل:
_ښه! ومو ليکل؟
ماشومانو سرونه پورته کړل، يوه سرتور هلک په خپله بهېدلې پوزه لستوڼی تېر کړ او په زوټه يې وويل:
_خان محمد لا نه دي ليکلي.
د هغه تر څنګ د ناست هلک سترګې رډې راوختې:
_درواغ وايي! هه! دا نو څه دي؟ پخپله يې تر اوسه ټوپکونه رسمول.
سرتور هلک په خبره کې ورولوېد:
_جېب دې له مردکيو ډک دی.
د هلک رنګ سور شو.
ګلالۍ په لوړ غږ وويل:
_ما درته ويلي و چې ښه هلکان جنګ نه کوي!
ماشومان غلي شول.
ګلالۍ تخته پاکه کړه، وروسته يې په دړه څو د جمعې سوالونه وليکل، خو کله چې يې ماشومانو ته مخ ور واړاوه، ټولو د وره خواته کتل.
په وره کې يوه کوچنۍ نجلۍ ولاړه وه، د هغې تر غټو خړو سترګو تور باڼه را تاو وو او له شکېدلې لمنې څخه يې اوبه څڅېدلې، ګلالۍ په بيړه هغې ته ورنيږدې شوه، تر څنګ يې ودرېده، خو مخکې تر دې چې څه ووايي، د ماشومانو له منځه يوه غږ کړ:
_معلم صاحب! دا پاڼه نوميږي، پلار يې په زړه کلا کې پوډرو مړ کړ.
ټولو ماشومانو وخندل.
ګلالۍ په بيړه هغوی ته وکتل، د هغې تورې سترګې له غوسې ډکې وې او په پراخ تندي کې يې نرۍ ګونځې ښکارېدلې، په خشکه يې وپوښتل:
_دا کوم بي ادبه و؟
د ماشومانو سرونه وځړېدل.
ګلالۍ نجلۍ ته وکتل او په حيرانۍ يې وويل:
_او هو! ته ژاړې؟
نجلۍ ورو ورو سونګېدله…ګلالۍ د هغې په لندو ويښتو لاس کېښود، ورو يې وويل:
_څه خبره ده؟
د نجلۍ سر وځړېد، څو پرله پسې سلګۍ يې له خولې را ووتې او وړې شونډې يې و خوځېدې:
_مور مې…
ګلالۍ په خبره کې ور ولوېده:
_ولې! په مور دې څه شوي دي؟
_مور مې يو دم ړنګه شوه، سترګې يې رغړي، خو غږېدای نه شي.
ګلالۍ د هغې سر په خپل ټتر پورې ونيو، ورو يې وويل:
_ته په ډاکټر پسې راغلې يې؟
نجلۍ د ( هو) په نښه سر وخوځاوه.
ګلالۍ د هغې تر مخ په جګو پښو کېناسته، اوس نو دواړه په ونه سره برابر وو، يوه شېبه يې د نجلۍوچ کلک او ټاپي، ټاپي مخ ته وکتل، بيا يې شونډې وخوځېدې:
_خوا مه بدوه، مور به دې خدای جوړه کي، ښه !
نجلۍ په حيرانۍ سره هغې ته کتل…
ګلالۍ ناستو ماشومانو ته مخ ور واړاوه، له يوه نه يې وغوښتل چې جمال را وبولي، ماشوم هم په منډه له کوټې ووت، وروسته يې نجلۍ تر مټ ونيوله ،دواړه دړې ته نيږدې شول، کله چې يې نجلۍ د زده کونکو تر مخ پر پلاستيکي څوکۍ کېنوله، پښې يې په هوا کې ځړېدلې پاتې شوې، ګلالۍ له ماشومانو وغوښتل چې په دړه ليکل شوي سوالونه وليکي، وروسته نجلۍ ته مخامخ پر غولي کېناسته، هغې ته يې وکتل او ويې ويل:
_سبق دې خوښېږي؟
نجلۍ حيرانه وه.
ګلالۍ وخندل:
_ته ولې سبق ته نه راځې؟
د نجلۍ وړې شونډې وخوځيدې:
_رمه پيايم.
_خو سبق ته هم راځه!
د نجلۍ سر وځړېد، يوه شېبه غلې وه، وروسته يې په وړه ژبه وويل:
_ډوډۍ به له کومه کوو؟
د ګلالۍ په سترګو کې اوښکې ورغړېدې:
_ورور، تره، خپل، پردی، څوک نه لرې؟
نجلۍ هماغسې په ځړېدلي سر وويل:
_مور لرم، مور مې هر وخت ښکلوي، وروسته بيا ژاړي.
دا وخت د جمال له خندا ډک غږ واورېدل شو:
_غلام امر ته تيار دی.
خو د هغه خندا يودم غلې شوه، ګلالۍ په بيړه وره ته وکتل، جمال پښه نيولی و، څېره يې خواشينې ښکارېده او په ځير، ځير يې نجلۍ ته کتل…
ګلالۍ ورو وويل:
_دا پا ڼه نوميږي، مور يې ناروغه ده او ته بايد ورسره لاړ شې.
د جمال زړه ولړزېد، پښې يې بې سېکه شوې او لاس يې په وره پورې ونيو. يوه شېبه غلی و، بيا يې يو دم وويل:
_زه نه شم کولاى.
د ګلالۍ په تندي کې ګونځې پيدا شوې:
_ولې؟
جمال نجلۍ ته کتل…
ګلالۍ وخندل:
_که له بارانه وېرېږې، چترۍ درسره واخله، ښځه ناروغه ده.
جمال وويل:
_ما وبخښه! نه شم کولای.
ګلالۍ په حيرانۍ سره هغه ته کتل.
جمال يوه شېبه غلی و، وروسته يې ناڅاپه سترګې سره ورغلې او په جديت يې وويل:
_نه شم کولای.
ګلالۍ ته د جمال غوسه حيرانونکې وه، يوه شېبه يې څه ونه ويل، خو وروسته يې شونډې وخوځېدې:
_تا خو تر اوسه په دومره سخته کې څوک نه و پرېښي، د دې نجلۍ مور ناروغه ده، غږېدای نه شي او دا ستا وظيفه ده چې هغه وګورې، ته پخپله هم ښه پوهېږې.
جمال يوه شېبه غلی و، وروسته پرته له دې چې څه ووايي له کوټې ووت، خو لنډ وخت لا نه و وتلی چې بېرته په وره کې ښکاره شو، د هغه په ښي لاس کې چترۍ او په کيڼ لاس کې يو کوچنی تور بکس ښکارېده، ده نجلۍ ته وکتل او په خشکه يې وويل:
_راځه!
ګلالۍ ته د جمال دې غوسې خوند ور نه کړ، خو بيا هم خوشاله وه چې نامزد يې د ناروغې ليدو ته تيار شوی و، نجلۍ هم په لړزېدلو ګامونو له ټولګي ووته.
د باندې باران په شدت سره اورېده، جمال چترۍ خلاصه کړه او د باران څاڅکو د پراشوټ له ټوټې څخه ټکا ويستله …خو نجلۍ وړاندې ځړېدلى سر چټکه روانه وه، د باران څاڅکي يې په لوڅه او نرۍ غاړه لګېدل او پلاستيکي چوټو (چپلکو) يې په ځان پسې چکړې پورته کولې…
د کلي په تنګو کوڅو کې هيڅوک نه ښکارې