حوت 03, 1402 14:22 Asia/Kabul
  • کتاب : انسان خدا ګونه

لیکوال: يووال نوح هراري فارسي ژباړه: زهرا عالي لیک: مروت الله نیازی

په ژوند کې کومه مرجع او څوک د انسان په اړه پرېکړه کوي؟

يو وخت انسانانو د پرېکړې کولو ځواک په آسمانو او خدايانو پورې تړلی ګڼلو،

خلاصه دا چې د هر څه مرجع یې خدايان بلل

لکه: سياست،اخلاق، اقتصاد او داسی نور سپېڅلي کتابونه یې لرل همدارنګه پيغمبران یې د ځمکې په مخ د خدايانو نماينده ګان ګڼل کيدل،

او انسانان به یې د خدای پاک په پرېکړو او کړنو کې شريک کول،

ټول واک د پيغمبرانو، امامانو، پاپانو او روحانيونو په لاس کې وه.

دوي به د انسانانو د ژوند په هره برخه کې پریکړې کولې مګر په دې وروستيو پېړيو کې مونږ د داسې يو انقلاب ليدونکي يو چې واک او ځواک له خدايانو نه انسانانو ته منتقل شو

دهرڅه اختيار دانسانانو په لاس کې شو،

انسان دې پايلې ته ورسېد چې د هرڅه په اړه خپله پرېکړه وکړي د ژوند د چارو د سمبالولو لپاره هره پریکړه خپل مسلم حق وګڼي او هيچاته اجازه ورنه کړي چې داحق ترې واخلي يعني بايد د ا

حساس او منطق په اساس آزادانه ډول پريکړه وکړي "جهان بيني انسان" انسان ته دا ور ښودل.

يعنې که انسان ته په ژوند کې کومه ستونزه پيداشي هغه که فردي وي ياټولنيزه نو مجبور نه دی چې آسمانونو خدايانو يا هم سپيڅلو کتابونو ته مخ کړي

د هرې ستونزې لپاره بايد پخپله د حل يوه لار پيدا کړي

هره لاره چې منطقي وي بايد غوره یې وګڼي او په بل څه پسې ولاړ نشي.

په همدې اساس په وروستيو څوکلونو کې مرجعيت او قدرت د خدايانو نه انسانانو ته منتقل شو،

په دې پرمخ تللې نړۍ کې هيڅ ځواک د انسان له ادراک او احساساتو نه پورته نه دی

نور نشو ويلای چې د خدای اراده د انسان په منطق او حواسو باندې حاکمه ده.

نور نشو ويلای چې خدای پرېکړه کوي چې څه ډول ژوند وکړو

ممکن دا هرڅه د اوستايي او وېدي مدنيتونو په پېړيو کې د منلو وړ وي

دا د نن پرمختللې نړۍ په ديموکراسۍ کې په بشپړه توګه بې معنا ده.

په يو سياسي سيستم کې د ټولنې ټول اتباع د پريکړې کولو حق لري ترڅو يو څوک رهبر يا ولسمشر وټاکي خدايان او کليسا د ولس لپاره مشر نه ټاکي بلکې دا د ولس اتباع دي. چې په رايه ورکولو سره خپل مشر پخپله ټاکي همدارنګه په يو اقتصادي سيستم کې د پريکړې مرجع په منطق او احساساتو د اخيستونکي او پلورونکي پورې اړه لري،

اخيستونکی ددې حق لري چې په دې وپوهېږي چې د شرکت محصول با کيفيته دی که بې کيفيته

نو په دې اساس د اخيستونکي سالمې غوښتنې بايد ومنل شي ترڅو د پلورنې او اخيستنې لپاره اړيکه برقرار شي

که چېرته محصول بې کيفيته وي نو په دې معنا چې نه اخيستل کېږي.

دلته هم وروستۍ پرېکړه د اخيستونکي لخوا کېږي نه د پلورونکي لخوا

نوښکاره ده چې د ټولو چارو معيار آسماني او الهي نه دی بلکې هر څه د ځيرک انسان لخوا ټاکل کېږي

په اخلاقو کې هم واک د اخلاقو د خدايانو سره نه دی،

مثلاً د اوستايي مدنيت په پيړيو کې به کليسا ويل چې همجنس بازان ګنهګار دي بايد مجازات او يا اعدام شي،

ځکه چې خدايان همداسې غواړي مګر نن په پرمخ تللو

ټولنو کې دا اړينه نه ده چې خدايان څه غواړي هغه دې وشي او يا د کليسا مشران څه فکر کوي هغه دې د اخلاقو احساساتو او منطق معيار وګڼل شي

اوس که چيرته دوه نارينه همجنسه يا دوه ښځينه همجنسه. د غريضې د اشباع لپاره يو بل سره مينه وکړي اړيکې ولري يو بل سره يو ځای واوسېږي بل چاته یې زيان ونه رسېږي. دليل نه لري چې مجازات ياهم اعدام شي ځکه هغوي خپل نورمال ژوند کوي او مونږ خپل ژوند کوو،

پخوا په ښوونه او روزنه کې موخه دا وه چې انسانان د الهي قوانينو او سپېڅلو کتابونو سره اشناشي او د هغې په بنياد ژوند وکړي مګر نن زده کوونکو ته ډول ډول مضمونونه تدريسېږي لکه ساينس رياضي فزيک فلسفه منطق ادبيات روانشناسي او نور.....

موخه یې دا ده چې انسان بايد هغه ځايته ورسېږي چې د هرڅه په اړه پخپله پرېکړه وکړي او هر ډول مسائل پخپله تجزيه او تحليل کړي يعنې په ښوونه او روزنه کې واک له خدای ګرايانه څخه انسان ګرايانه ته ورسېدلو مګر نن ورځ انسان ګرايانه سيستم هم له يو جدي خطر سره مخ کړی دی. دوام لري ......