مورنۍ ژبه او پښتو؟
دوکتور اجمل ښکلی
د فرورۍ يوويشتمه د مورنيو ژبو نړيواله ورځ ده، چې د هرې ژ بې ويونکو ته وريادوي، چې د خپلې ژبې پر خونديتوب او وده فکر وکړي. موږ هم پر دې ورځ د پښتو يادونه کوو؛ خو پوښتنه دا ده، چې پښتو يوازې د مورنۍ ژبې په توګه پر موږ حق لري، که د يوې رسمي ژبې په توګه هم؟
د ژبو پر ټولنيزتوب باندې بحث د ژبې د ټولنپوهنې بحث دی، چې په ټولنه کې د ژبې پر اهميت او افاده خبرې کوي.
د ژبې د ټولنپوهنې له مخې مورنۍ، ملي او رسمي ژبه بېل مفاهيم دي. البته دا شونې ده، چې د يوه قوم مورنۍ ژبه هممهاله د يوه هېواد رسمي يا ملي ژبه هم وي، مثلا فارسي، چې د فارسيانو مورنۍ او د ايران ملي او رسمي ژبه ده. برعکس، يوه رسمي يا ملي ژبه د يوه قوم مورنۍ ژبه وي؛ خو په نړۍ کې داسې ډېرې مورنۍ ژبې شته، چې د هېڅ هېواد رسمي يا ملي ژبې نه دي او همداسې د انګليسي غوندې ژبې هم شته، چې د يو لړ هېوادونو ملي او رسمي ژبې دي.
د ژبې د ټولنپوهنې پر بنسټ هغه ژبه چې يو فرد ورسره په خپله ټولنه کې په لومړي ځل مخېږي، د هغه مورنۍ ژبه ګڼل کېږي. څرنګه چې کوچنی لومړی له مور سره مخېږي او د هغي شاوخوا وي، نو دا چې له موره کومه ژبه زده کوي، هغې ته د مورنۍ ژبې نومونه کارېږي؛ خو په نړۍ کې داسې بې شمېره بېلګې شته، چې د کوچني او د مور ژبه يې د بېلابېلو دلايلو له مخې بېله وي، ځکه نو د مورنۍ ژبې د تعريف لپاره ځينو نورو شرايطو ته هم پاملرنه پکار ده.
د عصبپوهانو او ژبپوهانو په اند، هر کوچني ته په مغزو کې د ژبې او د زده کړې سيستمونه يې له نيکونو په ارث پاتې وي؛ نو چې وزېږي او په خپل کورني او بهرني چاپېريال کې يې له کومې ژبې سره ډېره مخه وي، هغه چې څرنګه پکار وي، هغسې زده کړي. دغه ژبه د ده مورنۍ ژبه ده.
اوس خبره د کورني او بهرني چاپېريال ده. ممکن د يوه کوچني په کورني چاپېريال کې يوه او په بهرني چاپېريال(ښوونځي، کوڅه) کې بله ژبه وي؛ نو څرنګه چې کوچنی د ژبې د تلفظ او ګرامر ښه استعداد لري او دواړه ژبې د اصلي ويونکي غوندې زده کوي، د کوچني مورنۍ ژبي ممکن دوه شي؛ خو بيا به يې هم په دواړو کې پر يوه د برلاسي درجه لوړه وي. که د درجې دا توپير ډېر او څرګند وي، په اسانه يې يوه ژبه د مورنۍ ژبې په توګه ټاکلای شو.
کوچنی چې کومه ژبه لومړی زده کړي، بيا فکر هم په هغه ژبه کوي او نړۍ ته هم د همغې ژبې د کولتور له زاويې ګوري. پر دې سربېره، چې بله ژبه زده کوي، د مورنۍ ژبې د ګرامر ناشعوري پرتله هم پکې ځان ښکېلوي. د مورنۍ ژبې په تعريف کې بايد دا اړخ هم هېر نه کړو، چې که يو کوچنی هر څومره نورې ژبې زده کړي؛ خو د ده ذهن به د مورنۍ ژبې او نړۍ د خپلې ټولنې وي.
څرنګه چې کوچنيان ژبې د اصلي ويونکو غوندې په اسانه زده کوي، نو په ځينو هېوادونو کې په مکتب کې کوچنيانو ته دوه درې ژبې ورښودل کېږي. له نړۍ سره د تعامل او د علم سرچينو ته د لاسرسي لپاره موږ اړ يو چې خپلو کوچنيانو ته د نړيوالو ژبو د زده کړې زمينه برابره کړو، چې د علم زده کړه ورته اسانه شي. انګليسي اوس د علم او نړۍ داسې ژبه ده، چې د هر چا په موبايل او د کور په خوا کې په کورسونو کې شته. کوچنيان تر مکتب وروسته وخت لري، چې که يو ساعت انګليسي کورس ته ورکړي او د کورنۍ هڅونه هم ورسره وي، ډېر څه زده کولای شي.
د نړۍ د ژبې زده کړه يوه اړتيا ده؛ خو دا د مورنۍ ژبې ځای نشي نيولای. انګليسي د يوې ژبې په توګه کوچنی اسانه زده کوي؛ خو د نصاب د ژبې په توګه يې مقام بېخي مختلف دی.
په کومو سيمو کې چې ښوونځي يوازې په انګليسي دي، هلته د کوچني د علم د زده کړې پر ځای ټوله انرژي د انګليسي يا بلې ژبې پر زده کړه لګوي، چې په پای کې نه انګليسي سمه زده کړي او نه علم، ځکه چې مثلا د يوه پښتون کوچني لپاره انګليسي، فارسي او اردو د علم پر وړاندې دېوال وي، دی بايد يو ځل دا دېوال وغورځوي او د علم ورشو ته لار جوړه کړي، چې دا هممهاله د يوه کوچني لپاره اسانه نه دي، ځکه خو د هغې ټولنې کوچنيان د علم له بهيره وروسته پاتي شي.
په مورنۍ ژبه د علم د زده کړې حکمت په دې کې دی، چې ژبه د کوچني مخکې له مخکې زده وي، نو يوازې د درس زده کړه ورپه غاړه وي. مطلب د علم ورشو ته سرک تيار جوړوي، کوچنی پرې روان شي. پر بله ژبه چې کوچنی سم نه پوهېږي، د کتاب متن حفظوي، ځکه چې محتوا ته يې د پردۍ ژبې له امله لاسرسی نه لري؛ خو په مورنۍ ژبه چې ماشوم پوهېږي، د کتاب محتوا ته يې پام وي. د بلې ژبې مثال د کوچني لپاره داسې دی، لکه د يوې ګلدارې هېندارې چې د هاخوا طبيعت پر ځای پخپله هېندارې ته متوجه وي؛ خو مورنۍ ژبه لکه د موټر مخامخ هېنداره چې پخپله مو له نظره ورکه غوندې وي؛ خو هاخوا طبعيت ترې راته ښکاري.
د يونيسکو مراد تر ډېره له مورنۍ ژبې هغه وړې ژبې وي، چې د ورکېدو په حال کې دي. که پښتو ته له دې زاويې وګورو، په ځينو سيمو کې يې رښتيا هم ژوند له ګواښ سره مخ دی؛ خو په ځينو سيمو کې له دې ګواښه راوتې او د رسمي او علمي ژبې په توګه مطرح ده. موږ ته پکار دي، چې د پښتو پر دې دوه ګوني او څوګوني حالت او ورسره د پښتني سيمو پر برخليک فکر وکړو او په يوه ډول يې پر لويه او علمي ژبه بدله کړو.
د پښتو د مړينې په اړه سملاسي اندېښنه نه ده پکار؛ خو د دې مطلب دا نه دی، چې دا ګواښ نشته. بالعموم ژبه يو په يو نه مري، يوه بله ژبه يې ورو ورو خوري او ځای يې نيسي. يوه ژبه لکه د ټغر غوندې له يوې څنډې ورو ورو ورټولېږي، مطلب لومړی په هغو سيمو کې له منځه ځي، چې د يوې بلې ژبې له بريد سره مخ وي. د يوې ژبې د مړينې يو بهرنی لامل دا دی، چې لومړی له يوې سيمي پاکه شي، بيا له بلې او بيا له بلې. لومړی يې شمېرې بلې ژبې ته واوړي، بيا يې پر کلمو د بلې ژبې بريد ښخ شي، بيا ورپسې له بلې ژبې ګړنې، نومونې او متلونه راننوځي او په پای کې يې ګرامر له منځه لاړ شي.
د ژبې د ټولنپوهانو په اند، له مړينې د يوې ژبې د خونديتوب لپاره بايد هر دولت يوه تګلاره(پاليسي) ولري؛ خو د يوې ژبې خونديتوب يوازې په دې کې نه دی، چې هغه ژبه په مورني حېثيت کې خوندي وساتل شي، بلکې په رښتيني مانا هغه وخت له مړينې خوندي شي، چې د علم او رسمياتو ژبه شي.
د يوې ژبې د علمي کولو لپاره بايد هغه له مورني حيثيته رسمي او ملي حيثيت ته ارتقا وکړي. دولتونه د خپلو سياسي موخو او هېوادنيو ګټو لپاره د ژبو د رسمي کولو او ملي سازۍ لپاره طرحې جوړوي، چې يوه ژبه د مليتوب او رسميتوب جوګه کړي. لاتيني، عربي، عبري، انګليسي ټولې د محدودو خلکو مورنۍ ژبې وې؛ خو چې دولتونو ورته توجه وکړه، رسمي او ملي ژبې يې کړې، د علم او پرمختګ ژبې شوې. پر پښتو هم د اکثريت د ژبې په توګه او د افغان ملتپالنې لپاره د غازي امان الله خان له واکمنۍ کار پيل شو، چې ورپسې واکمنيو دا پل واخيست او پښتو د دې جوګه شوه، چې ملي او رسمي ژبه شي.
د پښتو د خونديتوب او ودې لپاره موږ ته متنوع مسؤوليتونه راپه غاړه دي:
۱- په کومو سيمو کې چې ښوونځي په نورو ژبو دي، د پښتون پلار او استاد مسؤوليت دا دی، چې خپلو بچو ته په خپله ژبه د زده کړې شرايط برابر کړي.
۲- په دولتونو کې دننه پښتنو ته پکار دي، چې بيروکراسي په پښتو کړي. په افغانستان کې دې د دري حق نه خوري؛ خو د پښتو حق دې هم نه ورکوي، بايد رسميات په پښتو معمول کړي.
۳- د علمي پرمختګ لپاره هر پښتون دا مسؤوليت لري، چې په خپل مسلک کې کتابونه وليکي او وژباړي او د پښتو علمي پانګه دومره ډېره کړي، چې بازار په پښتو آثارو ډک شي. دا اوس د ژبپوهنې، داستاني ادبياتو او طبي موضوعاتو له مخې پښتو تر اردو په ښه حالت کې ده؛ نو دا کار يوازې په شعري ټولګو او ادبي آثارو نه کېږي. هغه په خپل ځای سم دي؛ خو په نورو ډېرو مسلکونو کې موږ هم پښتو ته کار کولای شو او هم ځان مطرح کولای شو.
۴- اوس ټوله نړۍ انټرنيټ ته راغلې. په پښتو کې علمي ويبپاڼي کمې دي. پکار ده، چې موږ د خپلو محصلانو او لوستونکو اړتياوې مطالعه کړو او علمي ويبپاڼې ډېرې کړو. په هره برخه کې ليکنې وکړو، د خپل تاريخ، مشاهيرو، کولتور او فوکلور په اړه.
۵- د اکاډميو مسؤوليت دی، چېه د پښتو قلمي آثار پرليکه کړي. که يې دوی نشي کولای، نور کسان او مرکزونه بايد د خپل وس په اندازه دا کار وکړي.
۵- د کوچنيانو سن ته په کتو په بازار کې د پښتو کتابونه څرنګه چې پکار ده، هغسې او هغومره نشته. د کوچنيانو پر ادبياتو او د پښتو د زده کړې لپاره پر آثارو بايد کار وشي.
۶- دولت ته پکار ده، چې د پښتو د بډاينې لپاره يوه طرحه ولري او د بېلابېلو وزارتونو په چوکاټ کې د پښتو د پياوړتيا لپاره ګټور او پلان شوی کار وکړي.
۷- دا د اکاډمۍ او پوهنتونونو مسؤوليت دی، چې د پښتو د املا د يووالي لپاره ګټور ګامونه واخلي او ورسره په بېلابېلو مسلکونو کې د نيولوګيزم بهير په معقوله توګه پيل کړي او وپالي، ځکه چې هره علمي حوزه خپله ژبه او نومونې لري او پښتو بايد د دې نومونو لپاره خپلې کلمې ولري، چې پياوړې او د علمي سيالۍ جوګه شي، ځکه چې ټولې نومونې نشو پورکولای. څرنګه چې د نوېزونو د جوړولو خپل حد وي، د پورونې هم خپل حد وي. موږ ته پکار ده، چې نيولوګيزم ته غاړه کېږدو.
که پښتو سرلوړې وه، موږ به له سياسي پلوه سرلوړي يو او که پښتو ټيټه وه، موږ به د کمترۍ په احساس اخته او وروسته پاتې يو.