اناکارینینا ؛ د تولستوی هغه شهکار اثر چې دیرش فلمونه ورباندې جوړ سوي
لیڪ : ع . بشرمل
تولستوی د روسیې په ادبیاتو کې یو لوی او خورا مشهور نوم لرونکی لیڪوال دی . دده څخه پاتې اثار په لسګونو دې خو ددې ټولو له منځه یې جګړه او سوله او اناکارینینا مخوتې او نړیوال شهکارونه دي چې دا اثارو بیا دی په روسیه او په ټوله نړۍ ڪې مشهور ڪړ .
رومانونه نه یوازې د لیکوال د زحمت او خواریو بیلګه وې چې پای یې زیاتره وختونه د لیکوال د شهرت سبب ڪیږي خو ځینې داسې رومان لیڪونکې هم سته لڪه بوریس پاسترناک چې د خپل رومان (داکترژیواګو) له لیڪلو وروسته د روسي ټولنې د افرادو او دیکتاتورو لیډرانو په سبب له خاورې وشړل سو ، توهین او تحقیر سو او بالاخره چې د یو سخت روحې اظطراب او کشمکش په پایله ڪې په یو مرګونې ناروغې مبتلاء او ومړ . دا رومان د پاسترناک څه کمزوری اثر نه وو بلڪه د نوبل جایزه یې هم یوړه خو دې لیکوال (پاسترناک) د خپل ولس د توهین او تحقیر له امله ورته زړه ښه نه ڪړ او بیا یې د مرګ وروسته دده زوی ته دا جایزه ورکړل سول .
د اناکارینینا په اړوند د داستایفسکې وینا دا وه : اناکارینینا د لیکوالۍ په توګه د کمال مظهر دی ، او د اروپا په معاصرو ادبیاتو کې یې سارۍ نه لیدل ڪیږي . دا چې داستایفکسې د روسیې څومره لوی لیکوال وو نیچه به یې په اړه ویل : ما ارواپوهنه د داستایفسکې له اثارو څخه زده ڪړې . او خپله داستایفسڪې د روسیې د ادب په بخش کې یو ستوری ذهن یادیږي.
یو بل ځای بیا د مشهور امریکايي لیکوال او شاعر ویلیم فاکنر څخه پوښتنه سوې وه چي د نړۍ د ترټولو غوره درو رومانونو نومونه واخلي؛ هغه ویلي ول: اناکارینینا، اناکارینینا او بیاهم اناکارینینا.
همدا د لویو لیکوالانو کمال دی چې د اثارو په اړه یې لوستونکې ، ستاینه ڪوونڪې او تشهیرونڪې تر منتقدینو په بار بار زیات وي .
اناکارینینا مجموعه ۱۶۰۵ صفحې رومان دی خو ددې په لوستلو او بیا پای ته رسولو سره انسان داسې نه احساسوې چې مادې ګواڪې ۵۰۰ صفحییز اثر لوستی وي دا ځڪه هغه جذابیت ، د پیښو پییل سوی حالت ، د سوژو ڪشش ، د منځپانګې جالبې جالبې محتواوې او موضوعات د انسان په درون ڪې دومره تجسس د کتاب و لوستلو ته را پاروې چې اصلاً د لوستونڪې څخه د صفحو شمېر هم هېر ڪړي .
دا رومان د انسانې ژوند د مختلفو ابعادو په راسپړلو ڪې لیڪل سوی ، دلته د مینې او جدایې ، زېږون او مرګ ، جنګ او سولې، خوښۍ او خپګانونو پیښې په ښڪلې او داسې تاند قلم را رنګ سوې چې د تولیستوی بغیر به ددې هنر ځانګړنه ډېرو لږو رومان لیڪونڪو ته ور په برخه سوې وي .
ځڪه خو دده (تولستوی) د شهڪارونو اړوند ویل کیږي چې پر روسیې باندې د ادبې څانګې د ذهنونو واڪمنان دوه ڪسان دې چې له هغو څخه لمړی تولیستوی او بیا داستایفسڪې دی .
د اناکارینینا ژباړه دوکتور لطیف بهاند صېب کړې چې واقعاً دا یو لوی او ستر کار دی د پښتو ژبې لپاره ، د تولیستوی دا رومانونه (جګړه او سوله + اناکارینینا) د نړۍ هرې ادبې بډایې ژبې و خپلو لوستونڪو ته را ژباړلې چې بهاند صېب بیا پښتو ته دا ویاړ ور وباښه.
ددې ڪتاب یو څو جملې راسره ولولئ او بیا یې ددې جملو څخه د کتاب پر محتوا قیاس وکړئ چې په څومره هنرې انداز لیڪل سوی .
- ټولې نېکمرغه ڪورنۍ یو بل ته ورته دي ؛ هره بدمرغه ڪورنۍ په خپل ډول بدمرغه ده .
- هغې چې هره ڪلمه ادا ڪول تا به ویل چې له سپینې خولې یې در او مرجان توېیږې او پر نورو منت ږدي .
- ستا یادېږي، چې زه دې څنګه غندلم؟ په دې دې غندلم، چې زه ولې په ژوند کې خوندونه لټوم.
- هیڅوک له خپلې ورځې او حالت څخه راضي نه دی، خو ټول له خپل عقل او پوهې راضي دي.
- تر هغه چې مرګ را رسیږي په یو ډول نه په یو ډول باید ژوند وکړل سي.
- نېڪمرغه هغه څوک دی چې په خپل ڪور کې نېکمرغه وي .
- لوی او نومیالي خلګ هیڅکله نه مري ، د هغوی قبرونه د راتلونکو نسلونو زړونه دي .
- ورونسکې د هماغه لنډ غلچک په شیبه وکولای شول هغه مهار شوي هیجان ته پام شي ، چې د هغې په اننګو کې ، د هغې د ځلندو سترګو او نه لیدونڪې مسکا تر منځ یې د هغې ګلابي شونډې سره جلا او همالته ځای پر ځای کېده .
- له هغو ڪسانو سره مینه وکړئ چې له تاسو ڪرڪه ڪوي ؛ ځڪه هغوی د درونې حسد له قید ازادېدای نشې .
- زه د یو وسلې او وسیلې په ډول استفاده کېدای سم خو د یو انسان په حیث زه له منځه تللی او برباد یمه .
- خو ددې پر شونډو خوره مسکا نوره ویده شوه .
ږږ
د تولیستوی اثار په زیاته بیا همدا اناکارینینا د مشهور کېدو یو علت همدا دی چې د انسانې ژوند روحیاتې مسایل پکښې په ډېر بسیط او هنرې الفاظو راوړل ڪیږي یو ځای په همدې اثر دوهم ټوڪ کې کاږې : ریښتنی، د روح د آرامۍ لپاره ژوند ڪوې . دا چې انسان عقلانې موجود دی یوازې نسې کولای د خیټې په ډکولو سره ژوند راونغاړې ؛ انسان د ژوند لپاره معنوې رفاه او ځینو روحې تکیه ګاوو او پدیدو ته هم اړتیا لري.
ددې رومان مرکزې کرکتر اناکارینینا (چې یو مېړوښه ، ښکلې او با زیبه میرمن ده) نومیږي . چې د خاوند سربیره پر یو ځوان مشهور فوځې (ورونسکې) مینیږې او بیا دده د مینې په دریاب کې ځان تر ځان وژنې رسوي . انا خپل خاوند او اته کلن زوی د همدې مین (ورونسکې) لپاره پرېږدي خو دا چې کله دا رومان نیمایې ته رسیږي نو د ورونسکې د مینې د لمبو سوړوالۍ انا دې ته اړباسې چې له ده سره د نه ژوند پریکړه وکړې خو داچې دې لمړې سر کې خپل خاوند پرې ایښي وو نو بیرته هماغه ته یې ګرځېدل هم عار باله او بالاخره یې مرګ ددې سوځونکې مینې اختتام وباله . یو ځای په دې کتاب کې لیڪې :
هغې داسې احساسوله ، د مینې د هغه احساس ترڅنګ چې ددوی دواړو روح سره یو ځای کوي ، د ناولې روح یو بل قوت او سیالي چې دا یې نشو کولای له هغه ، په تېره بیا له خپله زړه وشړي ، د ودې په درشل کې دی .
بله جوړه (خاوند او میرمن) په دې رومان کې کیتي او لیوین دي چې لمړې سر کې کیتې د لیوین د مینې او واده څخه انکار وکړې او رد یې کړې خو کله چې د هغه کس لخوا چې دا ورباندې مینه وه ؛ رد سوه نو بیا یې بیرته له لیوین سره واده ته زړه ښه کړ . کیتې پر ورونسکې مینه وه او هغه د اناکارینینا سره ولاړ او دا د هغه له مینې تر داسې حاله ورسېده چې ژوند یې یو مخ له خوښیو خالي ، ځورونکی او عذابونکی وو خو بیا د لیوین راتک دا هرڅه سم کړل .
بل جوړه (میرمن او خاوند) ستیيان ارکادییچ او داریا الکساندروفنا نومیږي . دوی متوسط ژوند لرې او کله نا کله یې ترمنځ کورنۍ شخړي او ناندرۍ هم وي خو بیا هم دواړه بامسؤلیته کسان وې او د ناول تر پای همداسې خاوند او میرمن پاتي سي .
په مجموع کې د کتاب هر کرکتر دومره په لیاقت او ځیراکت سره لوبېدلی چې بیخې لوستونکی ددې ڪیسو پییلو ته حیران دریان پاتي کیږي .
ددې ڪتاب یوه بله ځانکړنه دا هم ده چې د لوستونکې ومخته همېشه داسې موضوعات ږدې چې کتابونه کتابونه خبرې ورباندې کېدای سې خو تولیستوی بیا دا موضوعات په یوه لنډه برخه کې رانغاړلې او نور یې لوستونکې ته دا اجازه ورکړې چې دې موضوعاتو پسې فڪر ، سوچ ، ذهن او لاسونه پکار واچوي .
ددې هنرې رنګه جملاتو سره سره دا رومان د لویو لویو پراګرافونو څخه هم خالي ندی چې ځینې ځایونو کې لوستونکی له ځنډ سره مخامخ ڪوي خو دا ځنډ خپله د همدې پراګراف لپاره د عمیق فڪر کولو دریڅه درته را خلاصوي او لوستونکی یوازې ویونکی نه پاتیږي بلڪه ځینې ځینې ځایونه اړڪیږي چې باید دمه وکړې او پر ځینو ځایونو / پراګرافونو خپل نظر او فڪر وځغلوي .
ددې اثر بل تر ټولو خوندور خو نه زغمېدونکی اړخ دادی چې د کرکټرونو خو یو شمېر زیات دی بیا د روسیې د خلکو دومره اوږده نومونه وې چې انسان ته کله کله ورباندې خندا هم ورځې .
خوندور مې ځڪه ورسره لیکلی چې زه د روسیې د خلګو د نومونو په اخیستلو سره کوم مشکل نلرم خو داچې دا اثر یو د کښته درجې لوستونکی یا نوی په مطالعه روږدي سوی ڪس لولې نو بیا یې د نومونو سره په مشقت او څه ناڅه عذاب اخته ڪیږي .
د نومونو د یادولو وروسته بله ستونزه د لوستونکې مخته د کرکټرونو زیاتوالی دی چې دا کتاب ورڅخه مالامال دی او تر اتیا پورې کرکټرونه پکښې په تولیستویې هنر ځای په ځای سوي .
زما لپاره دا ستونزه هم کومه لویه معما نه وه او د یو ورقې پر مخ مې د شجرې غوندې د غوره څیرو او کرکترونو نومونه ولیکل او هر ځل د کتاب د را اخیستلو سره مې یو ځل ورباندې ځغلنده نظر ڪاوه . تر څو د چا پلار د چا ورور او د جا اخښئ سره غلط نه ڪړم .
او د کتاب (انا کارینینا) په اړه اخیرې او ورستۍ نقطې ته که راسو هغه به د ځینو املاء یې غلطیو اړوند وې خو ڪه د ڪتاب روانوالي ، د جملو بسته بندي ، تر ډېره د جملو د حقیقې مانا او روح را انتقال او پرلپسې والې ته وکتل سې نو دا کمزورې ( د املاء سهوه ) به پر نشت حساب ڪړو .