حوت 01, 1402 12:18 Asia/Kabul
  • موږ انسانان له کومه راغلو؟

تبصره او لیک: زاهد الله زاهد

انسان څه وخت، څنګه او له کومه ځایه مځکې ته راغى او په کوم دليل د ټولو شته حياتو په شتون يک يوازې د ځمکې واکمن شو او ماده يې مسخر کړه؟

دا ډېره اړينه پوښتنه ده. که موږ د "تخليق پلوه" عقيدې په اساس ووايو چې انسان يو وخت د مافوق الفطرت لخوا پيدا شو او د ځمکې په کُره باندې خپاره شو نو بيا د دې پوښتنې ارزښت نسته چې انسان څنګه پيدا شو او راتلونکى به يې څه وي. خو که د تکامل له مخې انسان مطالعه شي نو بيا نورې پوښتنې هم زېږي هغه دا چې انسان ته ورته پنځه نور ژوندي حيات چې له ننه يو لک کاله مخکې په دې ځمکه يې ژوند کول، هغه چيشي وو، انسانان وو، حيوانان وو يا که بل مخلوق وو. آيا هغه د انسان له نسله وو که يا موږ د هغوى "بن مانس" له نسله يو؟ هغه ولې له منځه ولاړو او يوازې يو نسل موږ "انسانان" په کوم دليل او وړتیا ژوندي پاته شو؟ او زموږ راتلونکى به څه وي؟

دا هغه پوښتنې دي چې اسراييلي تاريخ پوه او د ټولنپوهنې پروفيسر "ايوال نو هراري" چې د يروشلم عبراني پوهنتون مدرس دى، په خپل کتاب "Sapiens" کې په لنډه توګه په خپل ځانګړي "لبرال،Liberal"

نظرياتي او "پانګوال،Capitalist" فلسفيانه نظر ځوابوي.

ياد کتاب په ٢٠١١ﺀ کې په لومړي ځل په "عبراني،Hebrew" ژبه( ספינס: היסטוריה קצרה של המין האנושי) چاپ شوى او په ٢٠١٤ﺀ کې په انګليسي ژبه وژباړل شو. وروسته د نړۍ نورو ژبو لکه اردو، فارسي او عربي ژبو ته هم وژباړل شو. پښتو ژبې ته ژباړل شوى خو د ځينو حساسیتونو له کبله چاپ شوى نه دى.

ايوال نو هراري د انساني تکامل کې چې تر دې دمه يې لار وهلي، په درې بنسټیز بدلونونو رڼا اچوي،

لومړى: ادراکي يا آګاهانه انقلاب،Cognitive Revolution

دوهم : زرعي انقلاب، Agricultural Revolution

دريم :ساينسي انقلاب، Scientific Revolution

لومړي باب کې له پنځويشت لکه کاله وړاندې په ځمکه شپږ ډوله انسانان (آسټریلوپیتھیکس، ہومو ایرکټس، ہومو ارګسټر، ہومو رډولفینسس، ہومو نینډرتل، تھیلنسس او موږ انسانان "هومو سېپينز)

ته ورته مخلوقات"بن مانس، Ape" په ژوند او ځمکې کُره باندې د خپرېدو کيسه کوي، ورسره د انسان د ځنګلي او "ډبرين دور،Stone-Age" باندې رڼا اچوي. اويا زره کاله وړاندې انسان د خبرې کولو او د چاپيريال او ژوند درک کولو اهليت ترلاسه کوي چې ليکوال همدغه اهليت ته د "ادراکي انقلاب" نوم ورکوي او د همدې ادراک په نتیجه کې له ټولو حيواناتو او نورو بن مانس څخه نوى متکامل صورت خپلوي او د ځمکې واک په لاس کې اخلي.

هراري په دوهم فصل کې د انسان د ژوند په دوهم پړاو "زرعي انقلاب" خبره کوي چې له ننه دولس زره کاله وړاندې واقع شوى او له هغه وروسته انسان ځنګلي او ډبرين دور ته خداى په اماني ويلي او کرار کرار يې کلي، کورونه او په پاى کې "دولتونه، City-State" رامنځه کړي.

هراري د زرعي انقلاب له کبله د انسان فطري ژوند ته زيان رسېدو باندې کلکې نيوکې کوي او په تکرار سره يې انساني ژوند د فطرت سره په ټکر کې ښودلى او د بدمرغۍ لاملونه او پايلې په ګوته کوي. دا هغه دور دى چې انسان باقاعده توګه مذهبي عقایدو باندې ايمان راوړي او مذهبونه رامنځته کوي.

دريم باب د انساني ژوند په عصري دور "ساينسي انقلاب" چې وروسته يې "صنعتي انقلاب" رامنځته کړو، خبرې کوي او دا هغه اوښتون دى چې انسان يې بشپړ ډول په سهي معنو د ټولې ځمکې خليفه وټاکل او انسان ته يې لامحدوده طاقت وروبخښل خو د حيرانتيا خبره دا ده چې انسان د دومره پرمختګ سربېره هم خوشاله نه دى او حرص او د نس اور يې نه مړ کېږي. اوس يې د فطرت قانون په لاس کې اخیستلو ته لستوڼي رانغاړلي او غواړي خود انسان په کنټرول کې د راوستلو لپاره يو نوى "سپرمېن/ساى بورګ" تيار، "Clone" کړي خو د دې به پايله څه وي، په دې هکله هم هراري خپل نظر راسره شريک کوي.

د انسان راتلونکى، Future Of Sapiens

جينيات پوهان باور لري چې تر ۲۰۵۰ کال وروسته انسان که وغواړي یوازې په تصادفي ډول مړ کېداى شي، دا یوازې یوه ادعا نه ده، د خاورو چينجي،"Earthworm" ژوند شپږ برابره زیات کړل شوی دی.

د "نیو ټیکنالوژۍ" په مرسته د وینې داسې ذرات تولیدیږي چې بدن کې دننه د وينې د رګونو د بندېدو مخنيوى به کوي ، مېکروبونه به له منځه وړي او د سرطان سره به مبارزه وکړي. د زړه، پښتورګو او سږو میخانیکي بديل شتون لري. ورسره د موږک په شا کې د انسان غوږ د شين کولو تجربه بريالۍ شوې ده.

پلان دا دی چې د پيل، "Elephant" په رحم کې د لرغوني پيل چې اوس يې نسل له منځه تللى، مموت، "Mammoth" د DNA په وسيله سره ژوندی کړي. "Jurassic Park" نور یوازې یوه افسانه پاتې نه ده.

د انسانانو تکامل يا ارتقا تر دې ځايه خو رارسېدلې ده، له دې ځایه به چېرته ځي؟

د طبیعي انتخاب،"Natural Selection" په پایله کې، انسانان د خپل عصر او زمان نورو نسلونو په منځ کې د دوی د نسل یوازینۍ بیلګه پاتې شوي.

اوس، که انسانانو تر خپل ځان څخه یو ښه ډول جوړ کړي، چې مثالي ذهنیت ولري ، کامله حافظه ولري او د زاړه عمر له اغیزو څخه ماورا وي او لاسونه يې مصنوعي يا بايونيک، Bionic" وي، دا "سپرمېن" انسان کولی شي زموږ انساني نسل ځاى ونيسي.

"ايوال نو هراري" موږ ته د انسان د راتلونکې په اړه يادو خبرو ته فهم رااړوي چې هسې نه د "Frankenstein" فکشن حقیقي بڼه خپله نکړي.

په پاى کې د هرارې کتاب د ويلو سپارښتنه يوازې هغه ملګرو ته کوم چې له دې مخکې چارلس ډارون ويلى وي او د حياتياتو په الف بې خبر وي کنې په ياد موضوع نه شي پوهېداى.

==زاهد الله زاهد==

،او په "PDf" کې له لاندې لينکونو څخه ښکته کولى شئ.

په اردو ژبه کې

"بنی نوع انسان کی مختصر تاریخ" مصنف : یووال نوح ہراری

Urdu

https://m.facebook.com/groups/justju/permalink/2371309969638265/?mibextid=Nif5oz

په انګليسي ژبه کې

English

https://m.facebook.com/.../permalink/2181675755334789/...

#ABriefHistoryOfHumankind,

#بنی_نوع_انسان_کی_مختصر_تاریخ ،

#انسان_خرد_مند_تاریخ_مختصر_بشر ،#بندہ_بشر

#عقلمن_انسان_د_بشر_لنډ_تاريخ