دلو 29, 1402 10:54 Asia/Kabul
  • کتاب:

ليک: محب ښيراز

د سوهیلي پښتونخوا وتلي مزاحمتي، مترقي او هنري لیکوال عصمت زهیر باچا په دې وروستۍ میاشت کې یو ناول د"سوړ بوی"په نامۀ لیکلی او چاپ کړی دی. چې یو ښۀ ناول یې ګڼلی شو ناول د سوهیلي پښتونخوا په ښو ناولونو کې حسابیږي .

نن مې له کوټې څخه د سفر په دوران کې ووئیلی چې بیخي زړۀ راکښونکی ، دړدونکی،سبق آموز،هنري او ژور تخلیقي ناول دی۔۔۔

یاد ناول د ناول ټولې ځانګړنې ، هنري وړتیاوې او ورسره د ناول لوازمات په خپل هنري تن کې خوندې کړې دي چې د پښتو په زیاتو ناولونو کې کم تر نظر کیږي.

د ناول کيسه او پر کيسه یې پلاټ بالکل بشپړ دی او ورسره د ناول دوه مهم توکې لکه منظر کشي او تجسس پکې بیخي ډېر په هنر ځای پر ځای سوي دي چې د لیکوال هنري وړتیا ثابتوي او لیکوال پر کيسه لیکلو برلاسی ثابتوي یعنې د منظر کشۍ او تجسس خو یې داکمال وو چې زۀ مجبور سوم په درې ساعته کې تر پایه مې ولوست.

د ناول مرکزي خیال په ډېره هنري توګه د پلاټ په بېلابېلو کیسه ګیو تر پایه د تلوسې په مزې سره تړلی او سالم رسولی دی. د ناول لوی کمال دا دی چې پکې د میني،اصلاح،مثبت فکري روزنه،ټولنیزي،ناخوالي، ریاستي دسیسې، سرمایدارانه خپسې، د ښځو جنسي استحصال او د چاپېریال ناپړیتي پکې په ښه توګه انځور شوې دي.

زمونږ په پوهنتونونو،هسپتالونو او سرکاري ادارو کې چې د ریاست له خوا شعوري او ولسي خلګو له خوا په ټولنیزه توګه کوم جنسي حراست کیږي پکې ښه انځور شوې دي.

لیکوال په ناول کې نوي اصطلاحات هم کارولې دي لکه تصوراتي مینه، د باران د څاڅکو له یو بل سره مکالمه او په مکالمه کې د دوو مئینو د قیصې انځورګري راوړل بیخي کمال دی.

د ناول ځانګړې کردارونه چې پکې د مرکزي خیال د پر مخ وړلو کردار یې ادا کړی دی هغه حمیده، منصور، روخسار او سپېڅلی دي چې د حمیدې او منصور تر منځ د تصوراتي او روحاني میني مزی مضبوطیږي او بیا وروسته د منصور او رخسار تر منځ هم د میني مزی تړل کیږي خو دلته منصور حمېدې څخه نفسیاتي انتقام اخیستلو د پاره له رخسار سره د میني مزی تړي او ورسره د جنسي تعلق ساتلو ضد کوي او غواړې چې حمیدې ته په تصوراتي او روحاني مینه کې انتقام ور ښکاره کړي. د سیاسي مفکورې په حقله دوی ټول بحثونه کوي خو سپېڅلی د یو سنجیده سیاسي په حیثیت د دوی د مباحثو برخه وي او دوی هم دغه ټوله قیصه او تعلقات په بنیادي توګه د یو قام د سرلوړۍ او سیاسي ګټې د پاره کوي.

د ژورنالزم په پېشه کې د یوې ادارې ژورنالسټان، اداکاران، هنرمندان،سندرغاړې د کومو جنسي استحصالونو ښکارکیږي او ورسره د ریاستي جبر ښکار کیږي دا یې ټول پکې ښۀ انځور کړي دي.

د دې ناول لوی کمال دا دی چې دا ناول په اساسي توګه د یو نفسیاتي نړۍ ناول دی چې د کردارونو تر منځ د نفسیاتي کیفیاتو، نفسیاتي تحلیل او تړون څنګه روان وي او دوی یو بل څنګه په نفسیاتي توګه سره پوهیږي.

د لکشمي او پر کاش قیصه پکې بېل خوند لري چې دوی هندو مذهب دي او د دوي پر پلرونو د مسلمان جابرانو او سرمایدارانو له خوا ظلم او جبر شوی دی او دوی یې له خاندان سره وژلې دي او د دوی جایدادونه یې قبضه کړي دي ولې چې دوی هندوان دي او د الله اکبر په نارو وهلو وهلو یې دوی د مرګ شومه کړي دي. د دې مذهبي بنیادګرۍ پکې ښه بېلګه پېښه شوې ده.

د خوند خبره پکې دا ده چې ژبه یې بالکل صفا د ناول او هنري ژبه کارولې ده. فلسفیانه جملې هم پکې ځای په ځای کارول شوې دي خو د ناول هنر ته یې زیان نۀ دی رسولی. په پای کې یې دغه ناول مکمل د یو سیاسي مباحثې په شکل کې پای ته رسولی دی چې د ناول کلائیمیکس هم لا خوندور کړی دی او د مرکزۍ خیال یې بشپړ تکمیل کړی دی.

د دې ټولو خوبیانو سره سره د ناول له نامۀ سره اتفاق نۀ لرم خو زۀ نۀ پوهېږم چې د ناول دغه نوم لیکوال ولې انتخاب کړی دی.

دا ناول په وئیلو ارزي باید وه یې لولو..