د (خوشحال و اقبال) کتاب پېژندنه او د یاد کتاب په رڼا کې د دواړو شخصیتونو پرتله
لیکوال: میر عبدالصمد معرفي کوونکې: محموده تقوا میلاد
هیڅکله دوې څیرې او د دوو کسانو نظرونه سره کټ مټ ورته نه وي خو بیا هم په ځینو مواردو او ټکو کې د ډیرو انسانانو د څیرو، نظرونو او فکرونو مزي سره غوټه شوي وي همداسې د ځینو انسانانو هدفونه او موخې سره ورته وي خو هر کس به له بیلا بیلو زاویو یادو موخو ته کتلي وي.
د (خوشحال و اقبال ) اثر لیکوال میر عبد الصمد دوه پیاوړي وطنپال شاعر او لیکوال شخصیتونه ( ستر خوشحال خټک او علامه اقبال لاهوري) په خپل یاد اثر کې په بیلا بیلو مواردو او برخو کې سره پرتله کړي دي.
(خوشحال و اقبال) کتاب میر عبد الصمد په اردو ژبه لیکلی دی چې لومړی چاپ یې په ۱۹۷۶م کې او دوهم یې په ۱۹۸۲ م کال کې د فهیم عظیم په اهتمام د پیښور ښار په عظیم پبلشنګ هاوس کې په اخباري ورستو یا ټیټ کیفیت پاڼو کې چاپ ته رسیدلی دی.
دغه اثر په ۳۸۴ مخونو کې پرته د څپرکو له ویش څخه په یو مخیز ډول په بیلا بیلو سرلیکونو کې لیکل شوی دی او په ۳۶ بیلا بیلو موضوعاتو پکې بحث شوی چې ۳۲ د موضوع اړوند او ۴ نور د تعارف، پیش لفظ ( وړاندوینې ) تقریظ او دیباچه سرلیکونه دي. پر دې سربېره د ماخذ و استفاده موضوع خپله لیکوال، د تعارف برخه ایس. آی رحمن، او تقریظ پرې مولانا وقار انبالوی لیکلی دی. د کتاب له دوهمې نرمې کایې وروسته د کتاب پیل د دواړو په دغه بیتونو شوی دی.
نګاه عِشق دل، زنده کې تلاش مې هې
شکارِمرده سزاوار شاهباز نهي
" اقبال"
لکه باز په لوی لوی ښکار ځما نظر دی
نه چې ګرځي، ګونګټ نیسي باد خورک یم
"خوشحال"
د دې کتاب ۲۲ اصلي سرلیکونه د موضوع اړوند هم په لاندې ډول دي
خوشحال خان اقبال کې نظر مې.
مختصر حالات.
ادبي پس منظر.
خوشحال خان خټک کې شاعري.
خوشحال خان بحیثیت شاعر اپنې نظر مې.
خوشحال خان کې فارسي شاعري.
خوشحال و اقبال .
حق بین و حق اندیش.
خوشحال و اقبال کا دور.
پختون اور اسلام.
خوشحال اور اقبال کا تصور قائد.
ازادي و محکومي.
خوشحال و اقبال کې تصور کا انسان.
زر پرستي و کائنات.
صبر و توکل.
ماده پرستي .
تحصیل علم کا مقصد.
قوم پرستي کا مخالف.
جدو جهد کې تعلیم.
حسن عمل کې تعلیم.
شیرو شاهین.
بازنامه.
درویش ، فقیر، قلندر.
صوفي ملا.
حب رسول ، حب اهل بیت، اور حب اصحاب رسول.
عقل و عشق.
فلسفه غم.
جمهوریت.
معیشیت.
حقیقی قومیت .
خوشحال خان کې متفرق اثار.
د ماخذ په برخه کې لیکوال لیکي چې د خوشحال په هکله چې څومره کتابونه لیکل شوي وو ما په دغه اثر کې استفاده کړي دي او همدا رنګه لیکي چې د رضا همداني، قاضي عبد الحکیم اثر، میر حمزه شینواري، ډاکتر سید انور الحق له تحریرونو څخه چې د خوشحال په هکله یې لیکلي دي هم استفاده کړې ده او د علامه اقبال لاهوري په هکله مې د نوموړي د شعري مجموعې تر څنګ د سید عابد علي عابدي د شعر اقبال، د خلیفه عبد الحکیم مرحوم د تشبهات رومي، د ډاکتر سید عبد الله مقامات اقبال څخه هم اشتفاده کړې ده.
په دې کتاب کې خوشحال او اقبال په داسې بڼه پرتله شوي دي چې کله کله په یوه مسیر سره روان ښودل شوي، مفکوره یې سره ورته او هدف یې سره نږدې ښودل شوی خو کله کله بیا یو پر بل ورته ځینې ځینې برترۍ هم ور کړل شوې دي او یو پر بل یې وړاندې وروسته کړي.
د دوی تر منځ اصلاً زماني واټن لږ او ډیر ۲۰۰ کاله دی نو ځکه په فکري لحاظ یو څه سره د پرتلې وړ دي. سره له دې چې د دې کتاب په تعارف برخه کې ایس. آی رحمن لیکي چې د اقبال د فکر او نظر حلقه په لازمي ډول د خوشحال نه پراخه ده او د جدید و علومو او نوي ماحول او د پیچلو حالاتو له امله دده د نثر او نظم دواړه برخې ښې ځلیدلې دي.
د دې کتاب په وړاندویینه کې مولانا محمد جعفر شاه پهلواري لیکي چې د خوشحال په شاعرۍ او لیکنو کې ډیره مهمه برخه دده د ژوند تجربه وه ځکه په هره برخه کې چې ده څه لیکلي وو هغه ده لیدلي وو داسې نه وو لکه یو شاعر چې سترګې له شهلا او نرګس سره تشبه کوي خو په خصوصیت یې نه پوهېږي لکه څرنګه مو چې مخکې یادونه وکړه د دې دواړو نومیالیو هدف او موخه یوه وه خو د ورتګ لارې یې بیلې وې په همدې کتاب کې لیکل شوي چې اقبال مومن ننګیال وو خو خوشحال بیا د یو مومن تر څنګ پښتون ننګیال هم وو یعنې یو پشتون نشنالیست او بل یو مذهبي کرکټر وو خوشحال خان له حق څخه بې برخې شوی وو نو له دې کبله یی نه غوښتل چې نور پښتانه هم بې برخې پاتې شي او د پشتنو د را ویښولو هڅې یې کولې خو اقبال لاهوري بیا غوښتل چې ټول انسانان او پښتانه را ویښ کړي او د خپل حق د غوښتلو له پاره اواز جګ کړي.
د خوشحال خټک او علامه اقبال لاهوري مفکوره تر ډېره بریده سره ورته وه نو ځکه هم خپله علامه اقبال لاهوري ور باندې لیکنې کړې دي چې په انګریزي ژبه یې یوه لیکنه هم پرې کړې چې دا لیکنه په اسلامیک کلچر حیدر آباد دکن کې په ۱۹۲۸ م کې چاپ شوې ده. نوموړی دومره د ده د مفکورې او اشعارو تر اغیز لاندې راغلی وو چې خپل ځینې شعرونه یې په پرتله یز ډول د خوشحال له شعرونو سره راوړي دي او په رسالو کې یې چاپ ته رسولي دي. لکه په لاندې شعر کې:
نه به ځما غوندې بل جنګیالی راشي
نه به ځما غوندې بل ننګیالی راشي
خټک له پریږده په درست افغان کې
عجب که هسې فرهنګیالی راشي
اقبال وایی:
سرودې رفته باز اید که نا ید
نسیمې از حجاز آید که ناید
سر آمد روزګارې این فقیري
دګر دانا یې راز آید که ناید
د کلا لایق خو باز دی یا شاهین دی
په دا څه چې د کلاغ په سر کلاه
اقبال وایی:
برهنه سر هې تو عزم بلند پیدا کر یهال فقط سر شاهین کې واسطې هې کلاه
له بسه چې دواړه خلکو ته ډیر مهم او دواړو ته په یوه او درنه سترګه ګوري نو د هر چا په لیکنو کې دواړو ته د شیرو شاهین، باز وعقاب، او داسې نور القاب په وار وار یاد شوي دي.
د خوشحال او اقبال د اثارو او لیکنو له مطالعې څخه داسې څرګندېږي چې که په دنیا کې دوه نفره، هم فکره او هم نظره شته وي نو هغه باید خوشحال او اقبال وي د خوشحال او اقبال د پښتو او اردو شعرونو تر منځ پرته د ژبې له ټوپیر نه بل کوم تو پیر نه تر سترګو کیږي .
لکه د ملا او صوفي په هکله چې دواړه هم نظره دي:
کله رند غوندې ملا واقف دراز دی د کتاب د مسلو زبان دراز دی
اقبال وايي:
کم نګاه و کور ذوق و هرزه ګرد ملت از قال و اقوالش فرد فرد
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم
او اقبال بیا داسې وايي:
قبایل هوی ملت کې وحدت مې ګم
که هو نام افغانیو ی کا بلند
محبت مجهې ان جوانوی سې هې
ستارو په جو ډالتي هې کمند
مغل سې کس طرح کم نهي
قهستان کا یه بچه ارجمند
همداسې دواړه د عقل او عشق په برخه کې هم یو نظر سره لري:
سره له دې چې دې اثر ( خوشحال و اقبال) خوشحال او اقبال سره پرتله کړي خو بیا هم د خوشحال د معرفت برخه په کې درنه ده او د دې کتاب ډیره برخه د خوشحال د معرفت او کارنامو په هکله لیکل شوې ده د بازنامې برخې بحث، خوشحال د اقبال له نظره، د خوشحال فارسي شاعري، د خوشحال متفرق اثار، او داسې نور، حال دا چې په دې کتاب کې باید دواړه په پرتله یز ډول راغلي وای او د کتاب نوم (خوشحال و اقبال ) هم دغه تقاضا کوي چې باید همداسې سره پرتله شوي وای.
له دې ټولو برخو څخه په لنډه توګه یوازې یوه برخه (شیرو شاهین) چې دواړه په کې په ښه توګه پرتله شوي د بیلګې په توګه وړاندې کوم.
د خوشحال او اقبال په ټولو شعرونو او لیکنو کې د غرور، بلند پروازۍ، رفعت، عالي صفاتو، بلند کردارۍ، باز، عقاب، شاهین، او شیر الفاظ او په دې برخه کې تشبه ګانې په کثرت سره استعمال شوې دي، د خوشحال په لیکنو کې که دا شیان ډیر کارول شوي هم دي هغه یو حقیقي قومندان، د میدان سړی، د باز شوقي، ښکاري او یو جنګیالی سړی وو خو اقبال بیا دا ټول اوصاف نه در لودل، ده بیا دا تشبه ګانې او الفاظ د دې له پاره کارولي چې ځوانانو او افغانانو ته یوه لوړه روحیه ور کړي او پښتني غرور په کې وروزي. په دې برخه کې د دواړو پیغامونه په دې بیتونو کې واضح شوي دي:
لکه باز په لوی لوی ښکار ځما نظر دی
نه چې ګرځي، ګونګټ نیسي باد خورک یم
"خوشحال"
نهي تیرا نشیمن قصر سلطاني کې ګنبد پر
تو شاهین هې بسیرا کر پهاړو کې چپانو مې.