کتاب: په نیمه لار کې پاتې
لیکوال: صحت سمسور لنډېز: یوسف مشال
په نيمه لار کې پاتې د صحت سمسور لومړی ناول دي، سمسور د کونړ ولایت دي، په کال ١٩٩١م کې پيدا شوی او د انعکاس راډیو له تکړه خبریالانو څخه ده.
دا کتاب يې په ١٣٩٤ کال کې ولیک، په همدې کال او بیا دوهم ځل په ١٣٩٨ کال چاپ شو.
دا ناول د يوه ځوان (الیاس) په نیمګړي ژوند راڅرخي، الیاس په کونړ ولايت کې اوسي، هلته په يوې مکتبۍ لينا زړه بایلي. ليکونه ورته لیکي؛ خو هغه د قرار او انکار ځواب نه ورکوي.
د کانکور امتحان ورکوي، د خپلې خوښې پوهنځي ته نه کامیابېږي، د انګليسي او کمپیوټر زده کړو تکل کوي.
هغه وروستۍ لیک ليکي او لينا ته وايې چې نور به مې ډېر وخت ونه ویني پيښور ته د درس لپاره ځم.
په سبا د جلال آباد په لور روان شي، موټر د سيند په غاړه تېز درومې، بې کنټروله کېږي او کونړ سیند ته لویږي.
الیاس په لامبلو- لامبلو غاړي ته نږدي کیږي؛ په موټر کې له سپرو سپارلیو یوه میرمن د ډوبېدو په حال کې ویني. دی په زحمت ورځي، لاس یې نیسي او له غرقیدو یې ژغوري.
ژوبلیدلي روغتون ته وړل او په زخمونو یې پټۍ ښودل کیږي.
هلته ژغورل شوې پیغله له نرسې د هغه ځوان پوښتنه کوي؛ چې دا یې له اوبو رایستلې وه، نرسه الیاس راغواړي، پيغلې سيلۍ ته وايې چې ته دی ځوان له اوبو راويستلې وي.
سيلۍ د الیاس نمبر اخلي، کله چې له روغتون رخصتيږي؛ له الیاس سره اړیکه ټینګوي او وروسته له هغه سره د مينې تار غزوې.
الیاس چې رغېږي، د لينا په مينه کې نور هم پسې ډوبېږي، هغه هم ورته اقرار کوي او یو له بل سره وینې.
د الیاس صحت چې جوړ شي، پېښور ته ځي، هلته د ده لينا ياديږي او دی بیا د سيلۍ له زړه نه وزي.
پوهنتون ته لار مومي، د کمپیوټر ساینس پوهنځي ته ځي.
یوه ورځ - چې الیاس په پوهنتون کې وي - سيلۍ زنګ وروهي، ورته وایې ماپسې جرګه راولیږه، کنې مور او پلار مې انجینیر ته ورکوي. هغه یې زړه ورماتوي، ورته وایې: انجینیر صاحب سره واده وکړه؛ هغه دي ښه ده.
سیلۍ ورته وروستۍ خبره کوي او ورته وایې:که زما نشوي، زه به د بل نشم، ځان به د واده په شپه مړ کړم.
څه موده پس ورته د سيلۍ کاکا زنګ وهي، د سيلۍ واده ته یې خبروي، دی تصميم نيسي، وړاندې تر دي چې واده ته لاړ شي ملګری یې خبروي چې لينا یې په خارج کې ورکړه.
دی له ډېره درده لویږي، روغتون ته وړل کېږي، څه وخت وروسته کور ته راستنېږي، له مور او پلار او ټولې کورنۍ سره اړیکې پرې کوي، له ملګري سره ځي، د شپې له لينا سره ویني او دواړه ژاړي.
سهار د سيلۍ له مرګه خبرېږي، هورې ورځي، وضعیت یې لاپسې خرابيږي او هندوستان ته د علاج لپاره روانیږي.
الیاس د سيلۍ په قبر څه لیکي؟
په ایرپورټ کې له چا سره مخ کېږي؟
ایا بیا لينا سره وینې او که نه؟
څوک بې وفايي کوي لينا که الیاس؟
تاسو دا کتاب درواخلئ او ويې لولئ.