دلو 16, 1402 17:21 Asia/Kabul
  • کتاب: پردی

لیکوال: البر کامو ژباړن: حيات ژوند

- هر ډول چې وي، انسان خطاکار دی.

- د رښتينۍ پېښمانۍ پر ځای له خپلې کړنې ډېر کړېږم.

- که په وچه ونه کې ژوند کولو ته مجبور شوی وای او اسمان ته په کتلو پرته مې بله بوختيا نه لرلای له داسې حالت سره به مې هم عادت کړی و.

- انسان تل د هغو څيزونو په اړه چې نه يې پېژني، مبالغه کوي.

- هر کله چې يو پېښه کېږي، غوره ګڼم چې زه ورته چمتو واوسم.

- ټول پوهېږي، چې ژوند په خپل زحمت نه ارزي. په يو پراخ نظر په دېرش يا اويا کلنۍ کې مړينه هېڅ توپير نه کوي. په دواړو حالاتو کې به نور خلک خپل ژوند ته دوام ورکړي او زرګونه کاله نور به هم ادامه ولري. يوازې يوه استدلال څه ناڅه ځورولم، په خپل اندرون کې د شلو راتلونکيو کالو ژوند وېرونکي حرکت ځورولم، خو دا حرکت به مې ژر تر ژره وځاپه. له ځان سره به مې شل راتلونکي کاله مجسم کړل او وبه مې ويل، چې اخر هم ننني موقعيت ته رارسم او هغه مهال هم له مرګه پرته بله لاره نه ده راپاتې. دا چې انسان مري، نو هېڅ توپير نه لري، چې څه وخت او څنګه مري.

- زه د هغو څيزونو په اړه چې مينه وال يې وم، ډاډه نه وم، خو پر هغو څيزونو چې مينه مې ورسره نه لرله، ښه ډاډه وم.