دلو 16, 1402 17:16 Asia/Kabul
  • کتاب: د شپانه لار

لیکوالان: ډاکټر کوین لمن او ویلیام پنتیاک ژباړن: محمد نبي تدبیر

که مبالغه ونکړم د شپانه لار کتاب مې د ژوند یو له بهترینو او مفید کتابونو څخه دی. چې همېش مې د کتاب ژباړوونکي ته په دې پار دعاوې کړي دي چې زمونږ ټولنې ته یې داسې ارزښتناک کتاب ډالۍ کړی دی کوم ته چې زمونږ ټولنه اشد ضرورت لري.

هغه ډاډ چې ژباړن د شپانه لار کتاب په اړه څرګند کړی دی په واقعیت سره له هغې هم د زیات ارزښت، فایدې او اطمېنان وړ علمي کتاب دی.

د کتاب پیل د ژباړن ښاغلي تدبیر صاحب په لنډه سریزه چې (پرمختللې نړۍ او د شپون او شپانه خبرې) عنوان یې ورکړی دی. ډېرې لنډې خو با ارزښته، درنې او خلص جملې لیکلي دي شروع شوی دی.

دوهمه سریزه یا کتنه پرې ډېر محترم او مشر څېړندوې ښاغلي حبیب الله رفیع صاحب کړې ده چې د کتاب او د کتاب هدف چې (څنګه غوره او کامیابه رهبري او مدیریت وکړو!؟) په خلص ډؤل تشریح کړې ده. ښاغلي رفیع صاحب د لیکوال، د لویدیځ (غرب) ژوند، حالات، رهبري/مدیریت اصول د ختیځ (شرق) د ژوند، حالاتو او رهبري اصول د شپانه او د شپانه د ژوند او اصولو په رڼا کې ډېر واضحه او هر اړخیزه ډؤل مقایسه او تشریح کړي دي.

کتاب د مرکې په عنوان پیل او د شپانه لار مهم اصول په عنوان ختم شوی دی چې ټول کتاب په لس عنوانه ۱۷۷ مخه کې مشتمل دی.

د شپانه لار کتاب چې د غوره رهبري او مدیریت اوه ګوني اصولو باندې د یو ډېر باتجربه او کامیاب شخص تئودور مک برایډ چې د وخت یوې مشهورې کمپنۍ جنرال ټېکنالوجي د رهبري/مدیره هئيت رئیس دی. د خپل پوهنتون فوق لسانس یو مضمون استاد ډاکټر جیک نیومن چې د نوموړي لارښود استاد هم وو د هغې هغه قصه بیانوي چې په ۱۹۵۷ کال یعنې د تئودور مک برایډ د ۵۷ کلن کامیابې رهبرۍ او مدیریت شروع وخت دی. ده ته یې د غوره رهبري او مدیریت اوه ګوني اصول پکې ښودلي وو. اما دا اصول د ښاغلي استاد رفیع صاحب په خبره د مشرتابه د اړتیاوو، وړتیاوو، شرطونو او اصولو په باب يو چوکاټي، زشت او کلیشه یي کتاب نه دي بلکې نوموړي استاد خپل تازه فارغ شوي شاګرد ته چې نوی په جنرال ټېکنالوجي کمپنۍ کې د مالي څانګې مسؤل مدیر سرپرستۍ دنده ورسپارل شوې وه په عملي بڼه ښودلي وو.

ښاغلی تئودور مک برایډ ویلیام پنتاک ته وایي چې غواړمه تاته د رهبري اوه ګوني ستر اصول وښایم. ویلیام پنتاک شونډو لاندې ځان سره په سوالیه انداز وایي چې د “رهبري/مدیریت اووه ستر اصول؟

نو سمدستي وپوښتي: “د جنرال ټیکنالوجي کمپني په امریکا کې اول نمبر فعال شرکت کېدل او دومره کامیابۍ دلیل یعنې د مدیریت دا اووه ستر اصول دی؟

برایډ: " يقيناً. تر ټولو ښه برخه يې دا ده چې ضرور نه ده چې په شرکت کې له پنځوس زره کارمندانو سره کار وکړې او دا اصول عملي کړې. دا اصول په ټولو چارو کې، د هر چا لپاره چې پرې پوه شي او عملي يې کړي، اغيز من دي. مهمه نه ده چې د درملو جوړونې د يوې سترې کمپنۍ د خرڅولو، د یو واړه فسټ فوډ يا يوې روزنيزې ټولنې مدير اوسې. دا هم مهمه نه ده؛ که په هر ځای کې وې، خلک همغه خلک دي. مهمه دا ده چې اصول دې بايد زده وي او عملي يې کړي."

ښاغلی تئودور مک برایډ د وخت تکړه ژورنالست ویلیام پنتیاک ته خپل د استاد قصه کوي.

هغه په کلي کې یوه رمه ساتلې وي چې د رمې د ساتنې په جریان کې د رهبري او مدیریت هغه اصول چې د ژوند په هره برخه کې د پلي کېدو وړ دي خپل شاګرد ته یې عملا” لارښوونه کوي. چې څنګه خپله عمله رهبري او مدیریت کړې. هغه کیسه نور تاسو محترمو لوستوونکو ته پرېږدمه چې پوره په شوق او ولوله انګېره ډول ولولئ. چې خلاصه یې په لاندې ډول ده.

"د شپانه لار" مهم اصول

۱. د رمې د حاله دې خبر شه!

* کارمندان دې داسې وڅاره لکه د هغوې کار چې څارې.

* رمه دې وپېژنه، هر وخت د هغې فرد فرد.

* افراد دې پۀ منظمه توګه کنټرول/اداره کړه.

* غوږونه او سترګې دې پرانيزه وپوښته او تعقيب يې کړه.

۲. د پسه څېره دې کشف کړه

* د پسونو انتخاب د رمې مدیریت اسانه کولی او سختولی شي.

* له روغو پسونو پیل وکړه، کنه نو د نورو ستونزې بۀ درتۀ پۀ میراث کې پاتې شي.

* د پسونو شکل(SHAPE) دې وپېژنه څو ډاډمن شې چې پۀ وړ او سم ځای کې ځای پر ځای شوي دي.

٣. له پسونو سره دې مرسته وکړه چې درسره اشنا شي.

* د رښتینولی، اخلاص او همدردۍ پۀ ښودلو سره داسې کار وکړه چې پیروان دې درباندې باور پيدا کړي.

* د کارونو لپاره له ډېرو لوړو معيارونو کار واخله.

* د خپلو ارزښتونو او خپلو وظيفوي احساساتو پۀ اړه ورسره پۀ کلکه خبرې وکړه.

* افرادو ته دې علت تعريف کړه او ورته ووايه چې پۀ کوم ځای کې ښه کار کولى شي.

* هېره نۀ کړې چې ښه رهبري يوازې تخصص نۀ بلکې شخصيت هم دی.

۴. څړځی دې امن ځی کړه

* افراد دې ويښ او لۀ هر څۀ خبر وساته.

* لۀ ټولو موقفونو سره لۀ اهميته ډک چلند کوه.

* جنجاليان او شرخوښي دې لۀ رمې وباسه.

* پۀ ترتيب سره دې رمه شنې ورشو ته بوځه.

* هیڅ وخت يې له سترګو مه پنا کيږه چې پسونه دې خاطر جمع او ډاډمن وي.

* ستونزو ته د ودې وخت مۀ ورکوه.

۵. د لارښوونې ډانګ

* ځان پوه کړه چې چېرته ځې، مخکې ځه او رمه دې پۀ حرکت راوله.

* د لارښوونې پر وخت د تهدید پر ځای لۀ ترغیبه کار واخله.

* افرادو ته دې د حرکت ازادي ورکړه، خو ځان ډاډمن کړه چې هغوی پوهېږي چې دېوالونه چېرته دي. سرحدونه لۀ قيضي سره غلط نکړي.

* کله چې دې افراد لۀ کوم سرخوږي سره مخ شول، ورشه او راويي باسه.

* افرادو ته دې ووايه چې تېروتنه يې د هغوی د وژنې سبب نۀ ده.

۶. د اصلاح لکړه

* ساتونکی: پۀ ازاد ځای کې اوسه او د پسونو لپاره دې جګړه وکړه.

* سموونکی: لۀ ادب ورکولو څخه د زدکړې د فرصت پۀ توګه استفاده وکړه.

* ارزوونکې: پۀ منظمه توګه دې د افرادو پرمختګ و ارزوه.

۷. د شپانه زړۀ

* پۀ لوړه سطحه رهبري د ژوند اصول دي نۀ تكتيك.

* هره ورځ باید دا تصميم ونيسې چې څوک باید لګښت ورکړي. تۀ که افراد دي.!

* تر ټولو مهمه دا ده چې پسونو ته دې بايد زړۀ وتپيږي.