کتاب: تاریخ استقلال و نجات افغانستان
لیکوال: جرنیل یارممدخان وزیري
لکه چې پورته یادونه شوي چې د ازادی تاریخ او افغانستان ژغورنه د جرنیل یارممد خان وزیري د هغه خاطراتو ټولګه ده چې ارواښاد جرنیل د امیر عیدالرحمان خان د واکمنۍ او د ډیورند د لاسلیک څخه نیولي بیا د سقاویت تر ماتې په خپلو سترګو لیدلي او کښلي دي.
جرنیل صیب په وزیرستان کې زیږیدلی، د انګریزانو پر وړاندې یې په جګړو کې برخه اخیستي او د مریاڼو په منځ کې له شهرت وروسته له ملا پیونده سره په لښکر شامل شوی دی.
د حضرت غازي امان الله خان په امر چې د وزیرستان میړنی ولس د انګریز پر وړاندې د جګړې ډګر ته وځي، جرنیل صیب هم د ملا همزالله تر قومندې لاندې په وزیرستان او ژوب کې په جګړه کې فعاله ونډه اخلي ، د کنډر د لښکر مشري ورغاړې وځي، له جګړې فاتحین راستنیږي او د ټل انګریزي قرار ګاه په نیولو سره وزیرستان او ژوب له انګریزي ښکیلاک څخه پاکیږي، دا هغه وخت دی چې د غازي امان الله خان لښکرو په دوه نورو محاذونو کې ماته خوړلي ده او یوازې جنوب ختیځ یعنې د پکتیا او وزیرستان محاذ ،انګریزانو ته زیانونه اړوي او انګریزان پیښاور ته شاتګ کوي.
د افغانستان له نیمګړې خپلواکۍ وروسته په 1920م کې انګریزان بېرته پر وزیرستان هوایي او ځمکني عملیات کوي، او د وزیرستان او ژوب د خپلواکۍ مبارزین له ډیورنډ کرښې برې غاړې ته اوړي، او غازي امان الله خان ورته ځمکې او جایدادونه ورکوي، او پکښې میشتیږي.
هغه وخت چې عالیحضرت امان الله خان په هېواد دننه له بغاوتګرو مذهبي او کلیوالي قوتونو له امله پایتخت پریږدي او کندهار ته رسیږي، د یوه خط له لارې له جرنیل یارممد خان مریاڼي(وزیري) څخه د مرستې غوښتنه کوي، او ارواښاد جرنیل صیب هم لومړی خپله د بغاوتګرو سره جګړې کوي او هم وزیرستان ته د د لوی لښکر تیارولو ته وځي، د غازي پاچا پیغام د وزیرستان خلکو ته اوروي او د وزیرو او مسیدو ولسونه هم بې له ملاحضې د غازي امان الله خان په ملاتړ لښکر جوړوي او تر اورګونه پورې رسیږي خو په په ناڅاپي ډول د غازي پاچا له هېواده د وتلو خبر اوري ، او د جرنیل یارممد خان په مشری لښکر بېرته وزیرستان ته ستنیږي.
په وزیرستان کې د غازي امان الله خان محبوبیت ددې لامل شو چې څو میاشتې وروسته د دویم ځل لپاره د پاچا د بېرته په تخت کینوذو لپاره سره جرګه کیږي او لښکر کشي کیږي، د خوست له لارې تر ځاځیو بریالی سفر کوي، او ګام په ګام سقاوي لښکرې له ماتې سره مخ کوي، مخکې له دې چې د ځاځیو په علیخیلو کې له نادري کورنی او درې سوه کسیز لښکر سره یو ځای شي، د منګلو او ځدراڼو کوچنۍ کوچنۍ ډلې ورسره یو ځای شوې او له نادرخان سره له یوه تړونه وروسته مخ پر لوګر خواره کیږي چې په د لوګر په دوبندي او تنګي واعجان کې زرګونه سقاوي لښکرې ماتوي، د کابل پر کمربندونو حملې کوي، چې په پایله کې یې کابل د وزیرستاني لښکرو منګولو ته لویږي او حبیب الله کلکاني له کابله وځي د نویو حملو پلان نیسي خو د نادر خان لخوا په دار څړول کیږي.
کتاب په عمومي ډول همدا پیښې بیانوي ، او له دقیقو نیټو یادولو سره کتاب خپل ارزښت لا زیاتوي، په ځانګړي ډول جرنیل یارممدخان د هغه ټولو جرګو د غړیو نومونه او یاداښتونه لیکي چې په وزیرستان کې د جګړو د تنظیم او لښکر کشیو په پار کیږي چې د یاداښتونو د دقت ښودنه کوي.
جرنیل یارممدخان د خپلو یاداښتونو په لړ کې یوه مهمه ادعا کوي چې د خپلواکۍ په دریمه جګړه کې تر ټولو کلیدي رول د وزیرستاني او د ژوب د لښکرو وو، چې غازي امان الله خان یې د خپلوکۍ تر منزله ورسوه، چې ورسره په همدې شرایطو کې د نادر خان رول کمزوری او سمبولیک یادوي.
دویم هغه وخت چې د وزیرو او مسیدو څلورنیم زره لښکر د لویې پکتیا له څو سوه ییز لښکر سره یو ځای کیږي او له نادر خان سره یو تړون لاسلیک کیږي چې پکښې د امان الله خان د بېرته راتګ او تر هغې د نادرخان سرپرستي پکښې یادیږي او نار خان پرې لاسلیک کوي، خو د جرنیل په وینا چې نادر خان او کورنۍ په خپله ژمنه نه دریږي او په غیر مستقیم شکل خپل سلطنت اعلانوي.
دریمه مهمه ادعا د کابل ساتلو او غنیمتونو د نه چور کولو ده، چې جرنیل یارممد خان په ویاړ او ډاډ سره وایي چې د دوی تر واک لاندې د کابل هیڅ کومه برخه د غنیمت په ډول نده اخیستل شوي او نه د دوی د لښکرو له لوري چور او تالان ګډ سوی دی.
جرنیل صیب، په ښکاره ټکو لیکي چې بغیر له یوې ښورا چې نادرخان د ځاځیو په علیخیلو کې دوی ته د ملمستیا په شکل ورکړي وه، بل هیڅ امتیاز یې د فتحې او کابل ژغورنې لپاره ندی ترلاسه کړی او نه یې موخه وه.
د کتاب د نقد برخه هم خالي نه ده، او یو یې تر ټولو عامه نیوکه دا کیږي چې د جرنیل یارممد خان مریاڼي رول هغومره نه وو، چې دلته یاد شوی دی، او دویم یې دا چې د هغه وخت د سیاسي اوضاع په څنګییزو مسایلو یې خبرې ندي شوي په ځانګړي ډول د نادر خان د واک په ترلاسه کولو کې.
خو کتاب د خامو موادو په لرلو سره د وزیرستان د خپلواکۍ په جګړو او د سقاویت په ماته کې لوی غنیمت دی چې زموږ تر نسله رارسیدلی دی.